د استاد الفت په شعرونو کې د عدم تشدد مفکوره شته ده.

د عدم تشدد د مفکورې او اساس سرلاری او بنسټ ايښودونکی خان عبدالغفار خان (باچا خان) و.

باچا خان داسې يوه ټولنه او اولس غوښته، چې هلته ظلم، ستم، تشدد، نفرت، بدبيني، کينه، ګوندي، تربګني، تعرض، تجاوز، ناداري او ناداني نه وي او ټوله ټوله محبت، وروري، برابري، پېرزوينه، رواداري او همکاري وي.

د باچا خان د عدم تشدد مفکوره د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې ډېر پيدا کېږي او الفت صاحب هم د (تشدد) طرفدار نه و.

عدم تشدد له دوو کلمو جوړ دی، چې (عدم) نشتوالی، نابودي، نشت، د وجود او هستۍ مقابل، د نه موجوديت حالت، د ځينو کلمو په سر کې راځي او د هغو مفهوم نفی کوي او (تشدد) سختي، زياتي، جبر، سخت چلند او په سياست کې وسله وال پاڅون ته وايي.

عدم تشدد کې زور او زياتی نه وي، هر کار د مينې، محبت او انسانيت په فضا کې بايد سرته ورسېږي، د الفت صاحب په شعري کلياتو کې ډېر مثالونه ددې مفکورې شته دي، چې د بېلګې په ډول يې يوه نمونه داده:

د سوټي او د سياست خو د قديمه آشنايي ده
د سوټي په زور يې کړې په هر وخت کې آغايي ده
په لېمو راننباسي ناتراش سوټي په زوره
وايي سترګو کې ځای ورکړئ دا د سترګو سيلايي ده
چې ډب نه وي ادب نه وي د سوټي د خولې منطق دی
ډبولو راښودلی ډبېدلې دانايي ده
ظالمانو يو وهلي، ټکولي او رټلي
زړه کې وېره، سر کې وېره زموږ برخه ګدايي ده
چې وهي مو راته وايي ګورئ اوس به مو سړي کړي
په وهلو سړي کېږو د زور لښته مو دايي ده
د موسی امسا چينې کړې له وچ کاڼي نه روانې
د دهقان لاس کې يې کړې قلبه سمه په غوايي ده
ګدا ځان پرې دی ساتلی د خروړي سپي له خولې نه
يو ړانده لره يې کړي ډېره ښه رهنمايي ده
کله شي خلی د سترګو بينا سترګې ړندوي
د رنجو سلايي سترګو ته ورکړې زيبايي ده
چې سوټی سلايي بولي او له چا نه نه شرمېږي
ښه په زور کې را روانه ياره ستا بې حيايي ده

د استاد له پورته شعر څخه څرګندېږي، چې د (تشدد) خلاف او د (عدم تشدد) طرفدار دی، دی په حکومت دارۍ کې هم زور او زياتی نه غواړي او د سولې، مينې او ورورۍ غوښتونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *