د منځپانګې له مخې د استاد په شعرونو کې رياليستک شعرونه ډېر پيدا کېږي.
پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې د (رياليست) په باب ليکي: (رياليست رښتونی، رښتينی، رښتين، حقيقت غوښتونکی، حقيقت ليدونکی، د ريالېزم د هنري او ادبي مکتب او هنري اسلوب پيرو، واقعي، حقيقي) په معنا دی.
رياليست ليکوال به ضرور د ريالېزم د ادبي مکتب پيرو وي، په تشريحي قاموس کې د ريالېزم په اړه ليکي: (رښتينواله، حقيقت غوښتنه، واقعيت غوښتنه، د واقع اصالت، حقيقت پالنه) ته وايي.
د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو ډېره برخه رياليستیک شعرونه دي، چې د انتقادي ريالېزم اساس جوړوي.
(د ادب د تيورۍ اساسونه) ليکوال سر محقق دوست محمد دوست شينواری د (Marcel Praust) فرانسوي ليکوال په حواله د ريالېزم په باب تفصيلي بحث کړی دی، چې زه مې د موضوع اړوند خبرې ترې راکښم: (ريالېزم زموږ د عصر د ادب او هنر اساسي مېتود دی، ادب او هنر په زرګونو پېړيو لاره ووهله، چې ځان يې د بداعت دغه لوړ مېتود ته ورساوه، د دغې کلمې ريښه د ژوند د هغو رښتينو واقعيتونو بديعي تصوير او انعکاس دی، چې هنرمند او ليکوال يې د خپل چاپېريال د اړيکو په هينداره کې ګوري. د سوسياليستي ريالېزم موسس ماکسيم ګورکي د ريالېزم خصوصيت ته لنډه اشاره کوي: ريالېزم څه شی دی؟ په لنډه توګه بايد ووايو، چې د ژوند د واقعيت عيني انځور دی، داسې انځور چې ژوند د پېښو له هرج مرجه له خورا عمده انساني اړيکو څخه اخيستل شوی دی.)
د فرانسوي ليکوال په تاييد استاد الفت هم د ټولنې واقعي عيني انځور په داسې ډول وړاندې کړی دی، چې رښتينواله، حقيقت پالنه او حقيقت غوښتنه په کې له ورايه څرګندېږي.
سر محقق دوست شينواري د ريالېزم د پېژندنې په بحث کې ويلي دي: ريالېزم په ادب او هنر کې يوه داسې مېتوديکه لاره ده، چې له ليکوال او هنرمند څخه د پېښو د بشپړ رښتوني ترسيم او تصوير غوښتنه کوي.
ريالېزم تعريف او تعبير په ډول ډول شوی، خو په لنډ ډول يې داسې پېژندلی شو، ريالېزم په ټيپيکو شرايطو او اوضاعو کې د ټيپيکو پېښو، ټيپيکو وګړو او ټيپيکو کريکټرونو تصوير او ترسيم دی.
ريالېزم لکه دادب او هنر د نورو مکتبونو په شان خاصه جهان بيني لري او له واقعيت او ژوند سره خاصه رابطه ساتي، ريالېزم د يوې خاصې ډلې مخصوص صفات د عيني شرايطو له پلوه ګوري، زيار باسي هغه په ژور ډول مطالعه او هغه زده کړي او له ټولو خواوو يې د ټيپونو ښودلو کې تصوير او ترسيم کړي.
په عام ډول ريالېزم او په خاص ډول انتقادي ريالېزم، چې د استاد الفت په ويناوو کې ډېر ليدل کېږي، چې په ټولنې کې د استثمار، د ظالمانو پر ضد ويناوې او د دوی غندنې په کې ښکاره کېږي.
(د ادب د تيورۍ اساسونه) مولف سر محقق دوست شينواری د انتقادي ريالېزم په اړه وايي: (انتقادي ريالېزم سترو هنرمندانو ډېر ځله په طبقاتي ټولنو کې ذات البيني روابط غندلي او د هغوی په مقابل کې يې هغه روابط هم ښودلي دي، چې په اجتماعي عدالت او د بشر دوستۍ په لوړ احساس ولاړ وي، د انتقادي ريالېزم په بديعي اثارو کې په غالبه توګه (زايد شخص) او د کوچنيو وګړو څېرې له بل هر څه نه زيات تبارز کوي، چې د طبقاتي ټولنې بې عدالتي او ظالم نظام د فشارونو په مقابل کې مقاومت کوي.
(د ادب د تيورۍ اساسونه) اثر ۱۲۱ مخ کې د روسي څېړونکي (ابراموويچ) د (ادب پوهنې اصول ۳۶۰ مخ) په حواله د انتقادي ريالېزم په باب وايي: (په انتقادي ريالېزم کې معمولا دوه ډوله ټيپونه او دوه ډوله جنجالونه ليدل کېږي.
الف: د وږي او ماړه، د بادار او مزدور، استثمار شوي او استثمارګر ترمنځه روابط او جنجالونه.
ب: د حاکمې طبقې د زبېښاکګرو ترمنځه، مبارزه چې پخپلو کې يو له بله د رقيب د کمزوري کولو په غرض سره خوري.
البته په انتقادي ريالېزم کې د مثبت هيرو ګانو انځور او هغه شرايط چې دغه هيرو روزي، غالبا خړ پړ او تت غوندې وي، ځکه چې د هغه ايډيالي تصوير بيا هم په واقعي او رياليستیکو شرايطو کې جوړېږي او رياليستیک شرايط په طبقاتې ټولنې کې د مثبت هيرو جوړېدو لپاره ګران تمامېږي.
لکه چې وويل شول، چې د انتقادي ريالېزم د پراختيا او ودې زانګو او ټاټوبی هغه طبقاتې ټولنې دي، چې د ظالم او مظلوم ترمنځ روابط په کې حاکم وي، د انتقادي ريالېزم ليکوال دغه روابط او د هغه شرايط افشا کوي.)
په طبقاتي ټولنو کې رښتيا هم چې انتقادي ريالېزم ستر مقام لري، خو په بې طبقاتي ټولنو کې د هغه لپاره نور ځای نه پاتې کېږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي، په ختيځ کې عموما او د پښتو په ادب کې خصوصا انتقادي ريالېزم د شلمې پېړۍ د اوايلو زېږنده ده.
د ويښو زلميانو د غورځنګ شاعرانو او ليکوالانو د پښتو ادب لپاره مهم کارونه کړي دي، په پښتو ادب کې همدغه وخت انتقادي ريالېزم را پيدا شو، په وده يې پيل وکړ، همدغه وخت غريب او بېوزله وګړي د ادبي اثر د هيرو په توګه د ادبي آثارو په مرکز کې ځای ونيو او د بې عاطفې او بې مغزه په توګه د ادبي اثارو په مرکز بډای څېره انځور او افشا شوه، له همدغه وخته وروسته په پښتو ادب کې انتقادي ريالېزم د پښتو ادب د اساسي مېتود په حيث منځته راغی او لا زياته وده يې وکړه، په همدغه وخت کې چا پخپلو نظمونو او يا نثرونو کې د جامعې فسادونه او فاسد عناصر، سود خواره، رشوت خواره، د خور او لور پلورل، د پرديو ځمکو غصبول وټکول او ځينو د انتقاد قلم د دربار خواته متوجه کړ، د دغه وخت تخليقي ډېر آثار دغه خصوصيت لري، البته د دربار ټکولو خاص تاکتيک او خاص طرز لاره، چې د ليکوالۍ او شاعرۍ خاص مهارت يې غوښته، په دې باب ارواښاد استاد ګل پاچا الفت او عبدالرووف بېنوا د خاصې يادونې وړ دي، د الفت دا څو بيتونه وګورئ:
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې کله ورک شه يا ګمشو چاته ويلي دي
بله ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نيسه
زړه کې مې که پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
زه يې په ليدلو په کتلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو په عمل باندې ښاغلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسېدلي دي
هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام ګڼي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي
دا چې ټيټ سرونه ستا په مخ کې سمېدای نه شي
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چلېدلی شي
د استاد الفت منظومې او منثورې تخليقي ويناوې ډېرې نمونې ريالېزم لري او استاد ته يو ښه رياليست شاعر ويلی شو.
دده انتقاد پرځای او د ټولنې د اصلاح لپاره دی، يو بل ځای پخپل کليات کې وايي:
يو شان نه دي نصيبونه قسمتونه
کاتبانو د ازل کړي فرقونه
چا بانکونه دي ډک کړي په ډالرو
چا پخپلو خدمتونو تاريخونه
“`
يو وکيل ته زوی ويل چې ولې پلاره
کار ته نه ځې تنخا اخلې له سرکاره
هغه ووې چې په کار او په خدمت خو
تنخا ګانې مزدور اخلي له باداره
په پورته راغلیوبېلګو بسنه کوم او دومره وايم، چې د استاد د شعرونو ډېره برخه انتقادي ريالېزم جوړوي.