د استاد الفت په شعرونو کې د انسانانو ترمنځ برابري د دوی ترمنځ مينه او محبت او ترمنځ يې مساويانه حقوقو په باب ډېر شعرونه شته دي.

څوک چې هيومانيستي مفکوره لري، نو ددې په تخليقاتو (منظومو او منثورو) ويناوو کې به حتما د انسانانو ترمنځ په برابرۍ او مساوات ډېر شعرونه موجود وي.

د اسلام په اجتماعي اصولو کې يو مهم اصل مساوات دی، ځکه يې عرب ا و عجم، تور او سپين برابر ګڼلي او انساني کرامت يې هر بني ادم لپاره يو شان منلی دی.

استاد الفت په يو ټولنې کې د نامساوات لامل بيا افراط او تفريط ګڼي او وايي:

که افراط دی که تفريط يو د بل سر خوري

هر يو بل ته قبر کن د بل اجل دی

استاد الفت (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش ، ص ۴۴) کې د (مساوات) تر عنوان لاندې اوږد بحث کړی دی او د قرآن کريم او احاديثو په رڼا کې يې د برابرۍ پر اهميت او په اسلام کې يې پر ارزښت مفصلې خبرې دي، چې زه يې د خپلې موضوع اړوند لنډیز دلته راکښم: (عرب او عجم، تور او سپين سره برابر دي، په قرآن کريم کې الله تعالی له خوا رسول کريم صلی الله عليه وسلم مامور شوی، چې ووايي: ژباړه: زه ګوره ستاسې غوندې بشر يم، چې وحی راته راځي، يعنې بې له دې چې د الهي وحی په وسيله مې معرفت نصيب کېږي، نور نو ستاسې په شان يو بشر يم او له تاسې نه امتياز نه لرم.)

د مساوات په باب رسول کريم صلی الله عليه وسلم ډېرې خبرې کړي دي او ډېرې کيسې د صحابه وو په پورته ياد اثر کې راغلي دي، چې د برابرۍ لپاره ډېر ښه مثالونه کېدای شي.

استاد الفت نثري کليات په (۶۹ مخ) کې د (لوی او وړوکي) تر سرليک لاندې د مساوات او برابرۍ په هکله يوه ښه ادبي ټوټه کښلې ده، چې يوه برخه يې زه رانقلوم:

(څه شی چې ته يې وړوکی ګڼې، هغه هم لوی دی يا هغه څه چې تاته لوی ښکاري هغه هم کوچنی او وړوکی دی.

ته ونه لويه ګڼې، هغه په يوه زړي کې ده.

تاته زړی وړوکی معلومېږي، په هغه کې غټه ونه ځای شوې ده.

دغه غټه هندواڼه چې ګورې کال ته نه پاتې کېږي او عمر يې ډېر لنډ دی، دغه د هندواڼې کوچنی زړی تاته هر کال تازه هندواڼه درکوي.

د زړي قيمت له هندواڼې لږ نه دی.

که زړی ورک شو، هندواڼه ورکېږي.

نو راشه هيڅ شی وړوکی او کوچنی مه ګڼه، ځکه چې دلته غټ او کوچنی، لوی او وړوکی نشته، ټول برابر دي، يوازې الله تعالی لوی دی او بس.)

استاد الفت د اجتماعي نظرياتو په برخه کې د مساوات او برابروالي غوښتونکی و او دده په منظومو او منثورو تخليقاتو کې يې ډېر مثالونه ليدل کېږي.

اوس د موضوع مطابق دده له شعري کلياتو د مساوات په باب مثالونه راوړم:

باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس
تاسې يې نوره ټينګه مه ساتئ ايمان غوندې
چې د فردوس په شانته وي او باداري وي په کې
هغه وطن خدايږو ګڼمه د زندان غوندې
ټول انسانان دي برابر اصيل کم اصل نشته
په دې خبره ولې ته شولې حيران غوندې
راځئ چې يو شان د ملګرو په شان کېنو سره
غرور او کبر پرېښودل که نه وي ګران غوندې
د ملګرتيا ژوند کې خوندونه او خيرونه دي ډېر
تاسې يو څو ورځې خو وګورئ امتحان غوندې
نورو سره ځان برابر ګڼل مشکل مه ګڼه
مشکل کارونه به خدای تاته کړي اسان غوندې
راشه د عدل مساوات لږ کوټي خوند وګوره
که پښېمانه شوې در به کړمه څه تاوان غوندې

استاد الفت له پورته راوړي شعر سربېره په شعري کلياتو کې د مساوات په باب ډېرې نورې بېلګې هم شته دي، د (مساوات) تر عنوان لاندې يې يوه منظومه ژباړه ده، چې وايي:

حيوانات د غرو رغو او د ځنګلونو
په جرګه سره راټول شول په سوونو
ويلې موږ به ترڅو ګرځو بې نظامه
راشئ جوړ کړو لوی مجلس د ولسونو
دوی به جوړ کاندي قانون زموږ لپاره
د انصاف او عدالت په اساسونو
د ځنګله قانون اوس بد ښکاري هر چاته
موږ يادېږو د وحشيانو په نومونو
دنيا ډېره ترقي کړې هر ګوره
ډېر تغير کړی حالاتو او فکرونو
موږ لا پاتې په زاړه حال يو تر اوسه
ځئ چې تېر شو له زړو زړو خيالونو
جرګه جوړه شوه مجلس هم افتتاح شو
وکيلانو شروع وکړه په نطقونو
سوې ويل چې مساوات ډېر ښه اساس دی
ټيټ و پاس دې منځ کې نه وي د حقونو
په دې پوه شئ چې موږ واړه برابر يو
وباسئ د تفوق خيال له سرونو
ټول به حق د ژوند لري په دې وطن کې
برتري به نه وي هيڅ د نژادونو

د استاد الفت د کلياتو په هر شعر کې د منځپانګې او محتوا له پلوه يو ښه پيغام پروت دی، چې د مساوات او برابرۍ په هکله شعرونه يې د نمونې په ډول يادولی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *