لیکوال: سید اصغر هاشمي –
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې هيومانېزم د کُل او انسان دوستي يې د يوې څانګې يا جز په ډول تر سترګو کېږي.
هومانېزم (Humanism) لاتيني کلمه ده او معنا يې انسان پالنه، د بشر د اصالت مذهب ته وايي.
(هومانېزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره) ليکوال د (محمد رضا جعفري) په حواله ليکي: (هومان: انسان دوست، د همنوعۍ دوست، بشر دوست ته وايي. هوماني: انسانيت، مروت، شفقت،انساني صفاتو ته وايي. هومانان: انسان دوستان، بشر دوستان او خير خواهانو ته وايي.)
hsjhn hgtj

د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو يوه برخه هيومانيستي مسايل په هنري ډول وړاندې کوي، دده په شعرونو کې د انسان دوستۍ، بشر دوستۍ، انسانيت، مروت، شفقت، خير خواهي، همدردي، مساوات، عدالت، اتفاق، د انسانانو حقوق او داسې نور ډېر هغه مسايل، چې د انسان د ژوند د پېشرفت پورې اړوند دي، پخپلو منظومو او منثورو ليکنو کې ذکر کړي دي.
د هيومانېزم اصطلاح په پښتو ژبه کې د انسان دوستۍ، انسان پالنه او د انساني اصالت مکتب له کلماتو سره په معادلت کې کاروي، يا هيومانېزم هغه فلسفه ده، چې انسان ته د خپلو تاملاتو په مرکز کې ځای ورکوي او د ټولو شيانو محور يې ګرځوي او د انساني اصالت، ودې او غوړېدو ښه مناسب شرايط برابروي.
د هيومانېزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره په روم کې (Homo)په معنی استعماله شوه، چې د انسانيت معنی ورکوي.
د انسان له پيدايښت سره د انسان دوستۍ مفکوره موجوده وه او دغه فلسفي نظر بايد د نړۍ له هر انسان سره وي، چې د استاد الفت د شعري کلياتو زياته برخه هيومانيستي شعرونه او فکرونه لري.
دغه (هيومانستي) اصطلاح د بشر دوستۍ او انسان دوستۍ لپاره کارول کېږي، هيومانېزم په څوارلسمو او پينځلسمو پېړيو کې د اروپا په ايټاليا هېواد کې منځته راغلی دی، چې يوازينۍ موخه يې د لرغوني ادب څېړنه وه، هومانست هغه څوک دی، چې د بشري پوهنو په اړه څېړنې کوي، پر هيومانېزم پوهه او له هغې څخه په انساني ټولنو کې له هغې څخه ګټوره استفاده کول او کارول په تېره بيا په انساني ټولنه کې د نېکو او حسنه اړيکو کې ترې کار اخيستل ډېر مهم او ضروري کار دی او د انسان لپاره ډېر اهميت لري.
د اسلام مقدس دين د انسان بشري کرامت ته په ډېر لوړ ارزښت قايل شوی دی، يعنې انساني کرامت او مقام ته په دومره زياته اندازه قايل شوی، چې حتی هغې وړې نطفې ته هم د قدر او درنښت په سترګه ګوري او د هغې سقط (زيانول) هم د جنايت په نوم پېژني او په اسلامي شريعت کې په دې اړه ځانګړي احکام موجود دي، چې د ژوند له پيل څخه تر مرګه او له مرګ څخه وروسته هم د درنښت او قدر وړ ګڼل شوی دی، انسان په مخلوقاتو کې اشرف ګڼل شوی او له عالي موجوداتو څخه شمېرل کېږي، دی له نورو ژويو څخه ځانګړنه لري، چې په ټولو موجوداتو کې دده غوره والی په عقل، خبرو، بيان او ارادې کې پروت دی او تر ټولو مهمه يې دا ده، چې خير رسوونکی دی.
لنډه دا چې د اسلام دين، چې د انسانيت، بشر دوستۍ، مرستې او همدردۍ دين دی، چې پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی له خوا نازل شوی دی، دا هغه مکتب دی، چې په کې شامل ټول عناصر لکه اخلاق، سياست، اقتصاد، تشکيلات، فلسفي عقايد او افکار، يو له بله سره تړلي او همغږي دي، چې په ټولو کې يې وينه بهېږي او په يوه روح ژوندي دي.
اسلام د انسانيت، عدالت، کرامت او برابرۍ تعبير دی، اسلام غواړي چې سپېڅلي هيومانيستي قوانين او احکام د انسانانو د عزت او ابرو د ساتنې لپاره برابروي او د خلکو عزت، آبرو، برابري، مساوات، وروري، مرسته او همدردي ساتي.
په اسلام کې د هيومانېزم فلسفې تاريخ له ټولې نړۍ لرغونی دی او استاد ګل پاچا الفت له ديني علم برخمن او همدارنګه زده کړې يې په مدرسو او جماعتونو کې پيل کړې وې، چې د زده کړو پيل يې ديني درسونه و، نو ځکه يې د محتوا، منځپانګې او معنی له مخې شعرونه هيومانيستي مفکورې ډېرې لري.
دغه هيومانيستي مفکورې فلسفه په يونان او داسې نورو هغو ملکونو چې ډېر لرغونی تاريخ لري، منځته راغی، د اروپا د رنسانس په دورې کې غښتلی شوه او ادبياتو ته يې مخه کړه، هيومانستانو ددې نړۍ پر خوشحاله ژوند د پوهې تر سيوري لاندې اوسېدو باندې باور درلود، دغه فکري ډول د منځنيو پېړيو له فکري ډول سره ډېر توپير لري.
استاد ګل پاچا الفت شعري کليات د هيومانيستي شعرونو ډېرې بېلګې لري، چې د نمونې په ډول لاندې مثالونه راوړم:
ګوره په سپين مخ باندې تورې زلفې
توره شپه څنګه مهرويان راولي
په ښکلو مینه د هر چا راځي
خواران زما مينه په ځان راولي
د غريبانو او بېوزلو دوستي
سړی په خير او په احسان راولي
زړونه باغ باغ شي د دوستۍ په هوا
دښمني زړونو ته خزان راولي
دوستي د جنګ او جګړو مخه نيسي
صلح و سلام امن و امان راولي
يو دوست د بل دوست د خوښۍ لپاره
خواري زحمت تکليف په ځان راولي
د تور و سپين او سره دوستۍ خاطر ته
هيڅ مخ سرې شونډې تور چشمان راولي
د سترګو کور کې سپين او تور چې ګورې
درته د ګډ ژوند شاهدان راولي
له انسان سره مينه او محبت، ښه اخلاق او کړه وړه، انسان ته د انسان او خپل ځان په نظر کتل او انسانيت ته احترام درلودل، د هيومانيستي فلسفې برخې جوړوي، چې د استاد (الفت) په پورته راغلي شعر کې څرګند شوی دی.
د استاد يوه څلوريزه ده:
عقايد که مذهبي که سياسي وي
چې اساس يې محبت بشر دوستي و
په هر اېزم کې چې وي ترې به زارېږم
په دې شرط چې تش نوم نه وي حقيقي وي
د هيومانېزم فلسفه په اسلام کې له ټولو اديانو مخکينی تاريخ لري او بايد دغه هيومايستي فلسفه د غير اسلامي ملکونو نه په اسلامي ملکونو کې ډېر د اهميت وړ او پاملرنه ورته وشي، چې متاسفانه غير اسلامي ملکونه له اسلامي ملکونو نه دغې هيومانيستي مفکورې ته ډېر پام کړي.