تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي وروسته له حنیف اتمر سره هم د روان بحران د حل او د اجماع د راوستلو په نیت کتلي دي.
حنیف اتمر له استاد سیاف سره د لیدنې په اړه خپل ټویټ کې ویلي، له استاد سره یې د هیواد د روان وضعیت په اړه په ګډو اندیښنو بحث کړی دی.
حنیف اتمر ویلي، استاد سیاف ورسره د روانو مسایلو د حل لپاره په خبرو اترو ټینګار کړی او هوکړه یې ورسره کړې چې د بحران د حل لپاره به په ګډه رول او ونډه ادا کوي.
استاد سیاف هم له دغې لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، د بحران حل سخت نه دی او ډېر ژر به د سولې په تړاو ملي اجماع رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي، استاد عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر غني، حامد کرزي او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې هڅې پیل کړې دي.
په همدې تړاو پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف نن د روغې جوړې لپاره له ولسمشر غني سره وکتل خو له دغې لیدنې وروسته استاد سیاف، حامد کرزی هم له ځان سره د عبدالله عبدالله ځای ته بیولی دی.
تمه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې له لاسلیک وروسته د افغان حکومت په مشرۍ په لس ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
که عبدالله د استاد سیاف له هڅو سره موافقه ونکړي او همدارنګه خپلې سرتنبګي ته دوام ورکړي ، لرې به نه وي چې د طالبي « کرونا – کویډ 20 » له خوا ډېر ژر د افغانستان له پاکې خاورې د هغه بل ځل په شان وځغلول شي ، چې بیا څومره افسوس وکړي ، څه به په لاس نه ورځي.