تاند، دوشنبه، د حوت ۵ مه: سرچینې وایي، استاد عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر غني، حامد کرزي او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې هڅې پیل کړې دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف نن د روغې جوړې لپاره له ولسمشر غني سره وکتل خو له دغې لیدنې وروسته استاد سیاف، حامد کرزی هم له ځان سره د عبدالله عبدالله ځای ته بیولی دی.
ارګ په دې اړه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د ولسمشر، حامد کرزي او استاد سیاف لیدنه تایید کړې خو وایي په دې لیدنه کې د هیواد پر روان وضعیت او د سولې بر پروسې صمیمانه بحث شوی دی.
له بلې خوا د عبدالله ویاند فریدون خوځون ویلي چې استاد سیاف او حامد کرزی نن عبدالله ته ورغلي او د روان ټاکنیز «بحران» د حل په اړه یې خبرې ړرسره کړې دي.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له اوږدې مودې روان مذاکرات وروستي شوي او دواړه لوري د روانې فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سولې تړون لاسلیک کوي.
تمه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې له لاسلیک وروسته د افغان حکومت په مشرۍ په لس ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.