د دلو میاشتي پر ۲۶مه د پخواني شوروي د ماتي په مناسبت په جوړه شوي غونډه کي پخواني جهادي مشر استاد سیاف یو ځل بیا د پخوا په مقایسه ډيره تونده لهجه استعمال کړه. استاد سیاف په یو وخت کي هم پر حکومت انتقادونه وکړل او هم پر طالبانو. مګر دا ځل يي په طالبانو خاص انتقاد ونکړ، بلکه مخه یي ټوله حکومت ته وه.
د استاد یوه خبره ډيره عجیبه وه او د ده له مخکینیو خبرو سره په ټکر کي هم وه چي د ملا محمد عمر اعلاميي په وزیر اکبر خان کي لیکل کيږي او خپريږي! استاد بي له دي چي خپل پخواني موقفونه په یاد کړي، دا خبره يي وکړه. مخکي به یې همیشه همدا خبره کوله چي طالبان د پردیو په لاس کي دي، له وطن نه بهر دي او د پردیو لپاره کار کوي. اوس چي وايي د طالبانو اعلاميي په وزیر اکبر خان مينه کي لیکل کيږي نو دا پر دي معنی ده چي اول خو طالبان داخل کي دي او په داخل کي بیا وزیر اکبر خان غوندي مخصوصه سیمه کي. او دویمه خبره دا ثابتوي چي طالبان دومره قوي دي چي حتی تر وزیر اکبر خان پوري تاثیر لري او خپل فعالیتونه تنظیموي. استاد ویل چي د طالبانو پلویان يي تر ږیري لاندي اوسيږي!
سیاف او افراطي سیاسي ژوند
د دنیا په زندګي کي هر شی او هره مرحله یو آغاز او انجام لري. په ژوند کي هر څه آخر لري او په سیاست کي بیا د یوي مرحلي آخر ډير ژر رارسيږي. استاد سیاف په خپل ژوند کي همیشه د افراط طرف نیولی دی. که مجاهد شوی نو بيطرفان یي «بيشرفان» ګڼل، که جهادي شوی بیا يي ظاهر شاه کافر باله، که حکومت کي داخل شوی، له حکومته بهر یي نور باغیان بلل، او که بلاخره د امریکا په مشرۍ په ۲۰۰۱ کي د یوه داسي نظام برخه شوی چي ټول ژوند يي له داسي یوه حکومت سره په ټکر کي تیر شوی نو بیا يي هم اعتدال سره جوړه نه ده شوي. بیا يي په همدي باطل کي خپل افراط ته دوام ورکړی.
د استاد سیاف په سیاسي ژوند کي د ۲۰۰۱ نه تر اوسه پوري مرحله داسي راغله چي د ده له علم او پخوانۍ مبارزي سره په تناقض کي وه. کله چي امریکایان راغلل نو فکر کیده چي استاد به په داسي یوه اشر کي نه شامليږي. خو استاد د خپل افراطي طبیعت په اساس په همدي تناقض کي یو داسي موقف ونیوه چي ټول يي هک پک کړل. استاد سیاف د سیاسي ژوند پدي مرحله کي صرف د یوه وزارت او دوه ولایتونو لپاره د اشغال او امریکايي سلطي لپاره د فتوی لوډسپيکر شو. داسي فتوی يي ورکړي چي د دیني علم ابتدايي طالبانو غوني يي هم زیږه کړل. په دومره اطمینان يي خپل حریفان تکفیر کړل چي ټول ګوته په غاښ شول.
د استاد د فنا او بقا جګړه
سیاف صاحب اوس د فنا او بقا په جګړه کي بوخت دی. که همدا ترخي خبري ونکړي نور به د خبرونو له سرخطونو څخه هم ولویږي. اوس پدغو خبرو دومره کولای شي چي حداقل د مطبوعاتي فنا مخه ونیسي. مګر په سیاسي قدرت کي يي فنا نوره شروع شوي ښکاري.
هسي که د استاد سیاسي ژوند ته وګورو نو کله هم ونه توانید چي یو آبرومند سیاسي موقف ترلاسه کړي. په تيرو انتخاباتو کي کاندید شو خو فضیحت باره ناکامي يي ولیده. حتی چي هغه خپلو طرفدرانو يي هم اعتراف وکړ چي خلک له دوی څخه خپه دی او دوی نور نه غواړي. کله چي انتخاباتو کي مات شو نو بیا يي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ عبدالله انتخاب کړ. اګر چه عبدالله او د شمال ټلوالي څو ځلي استاد سیاف سره په سیاست کي نامردي کړي ده خو استاد «مجاهدین بیا آزمويي». شاید د استاد په نظر «آزموده را آزمودن صلاح» وي!
کله چي د ملي وحدت په نامه د عبدالله او غني په شراکت ګډ حکومت تشکیل شو، د کابیني تشکیل وښوده چي د استاد سیاف د سیاسي ژوند زوال شروع شو. حامد کرزي په کابینو کي استاد سیاف ته یو وزارت او یو یا دوه ولایتونه ورکول او سیاف به هم ورته خوشحاله و. خو اوسني حکومت کي نه اشرف غني او نه هم عبدالله استاد د یوه وزارت مستحق وباله. استاد په تيرو څوارلسو کلونو کي په اول ځل بي وزارته کيږي.
استاد سیاف اوس متوجه شو چي زوال يي شروع شو. اوس چي خپل زوال په خپلو سترګو ګوري نو کوشش کوي چي داسي موقف ونیسي چي د نظام مخالفین په ځان راټول کړي. د دلوې ۲۶مي په غونډه کي چي استاد سیاف، اسماعیل خان، بسم الله خان او نورو خپلي نهیلۍ اظهار کړي. په تیره غونډه کي هغو ښاغلو ډير توند او ترخه تقریرونه وکړل چي د اشرف غني او عبدالله عبدالله په کابینه کې کوم خاص ځای نلري. دغو بي سرنوشته سیاستوالو ته اوس همداسي غونډي ښه مناسبتونه دي چي خپل ډک زړونه او د قدرت هوسونه پکي تش کړي. کله چي پدي حکومت کي استاد سیاف ته يي هغه مخکینی وزارت په برخه ونه رسید، په آینده کي خو بيخي دا تمه نشي کولای چي څوک دي ورته وزارت ورکړي.
استاد سیاف له بلي خوا د طالبانو په مقابل کي هم داسي بي موده او بي بازاره موقفونه نیولي چي نن داسي موقف نه امریکایان لري او نه هم افغان حکومت. که يي دغه کار نه وای کړی کیدای شي د صلحي شورا ریاست يي په برخه شوی وی. استاد سیاف د خپل افراطي سیاست په وجي دغه موقف خپل کړی دی. د ځینو منابعو په حواله استاد ګمان کوي چي شاید په دغسي ترخو موقفونو او اظهاراتو سره امریکایانو ته قابل د منلو شي. استاد سیاف متاسفانه داسي قابل سیاسي مشاور هم نلري چي د سیاست له څپو سره سم ورته مشوري ورکړي.
اوس نو استاد سیاف دغسي ترخه اظهارات په څو غونډو کي هم کوي او په نتیجه کي شاید د حکومت نه د بیرون پاتي شوو جنګسالارانو ډله سره راټوله شي او د اپوزیسیون د تمرین کولو کوششونه وکړي. دا کوششونه به دومره وکولای شي چي د استاد سیاف او د ډلي ټپلي يي سیاسي عطش کينوي، مګر دا چي په حکومت او سیاست کي ورته کومه خاصه جایګاه ورپه برخه کړي، دا نو له امکان او حقیقت څخه ډيره لري ښکاري.
إسناد سياف دكوجني والي خخه دا دوه مخي سياست دخان به كته لو بولي دي.
يوه ورخ دملكرو به ناسته كي حفيظ الله امين داسي وويل :استاد سياف خما خبلوان او زما بغماني دي.بر علاوه ددي سياف زما همكاراوكمك كننده هم وو سياف به به خبرو كي دا خوانانو دتصميمونو نه ماته
ه با خبري را كوله نو خكه هغه شه دده زما به ستركو كي دي خو شي كولي نه شم مكر بآم لرنه به كوم. به رشتيا سره جه تر اخره حفيظ الله امين دبركته تر دا اوسه زوندي او دوه مخه سياست به مخه وري .
دادي جه برون طالب كافر اونن ءي هيخ نوم به خله نه اخلي داجه به دولت كي خبلي كتي دلاسه وركري دبلي خوا دشمالي تلواله دده خخه استفاده او دولت ته بدي ردي به واءي.دا دده مرض ، هغه دوه مخه سياست دي.كه دانن يوه دوزارت جوكي به دولت كي جا وركره بيابه ءي وكوري جه دلور بورو به مدحه كي به نوي ببولالي واءي
داکتر صیب په ګوتو مو برکت عمر مو زیات تل دې همداسې تاند،هڅاند او هاند وئ.
If Mr. Sayaf did his so called Jihad in the path of Allah(j) and he cares about the country, he says he freed and the people” If he knows the where about of enemy then why doesn’t he do some thing. Afghan People have clearly recognized two faces people and will not trust them any more.
پوښتنه دانه ده چې چا څه وويل او د چا ليدنه او کتنه په کومو خبرو راڅرخي دا هم نه ده چې څوک دى؟ موږ ته د دلوې مياشتې ٢٦ نېټه د افغنستان په تاريخ کې د هغو مجاهدو لپاره چې نه کور لري او نه زر، نه زور لري اونه دالر ، نه امرصاحب دى او نه کوم بل فرعون، نه ادعا لري او نه اوز. دا ورځ د هغو بې ګناهو خلکو ورځ ده چې څوک ېې د پل چرخي له زندانه اوس وپېژندل شول چې حکمې طبقې وژلي ، څوک يتيميان او څوک بې کوره لاهم په دې واټنو کې نا ا ميده ګرځي. دغه ورځ د هغو مجاهدو ده چې نه ان جي او لري او نه پجارو، نه دهوس په خوبونو کې اوسيږي اونه په بهر کوم تجارت لري داورځ د مجاهد او مېړني ولس دي چې روس ېې له خپل هېواد وشړل!
ددې خوارې عظمت، هيبت، تاريخ او فرهنګ، قرباني او نه ستړيدونکې هلې ځلې د بسم الله خان په کمزورې مقاله، د اسماعيل خاه په انحصاري ادعا او د استاد سياف په ستراتژۍ کې دغه ډول نه خلاصه کيږي. دلته يو محدودو خلکو،ډلو، ټپلو، جهاد نه دى کړي بلکې د افغانستان هغه ولس کړي چې نه ېې څوک نوم پېژني او نه ېې څوک هويت. . وتل او شړل په ويناکې ډير توپير لري.روسان د نړۍ ستر خرسان په خپله ونه وتل ددې ولس د بچيانو په زور په پوره ناکامي وشړل شول چې پوتين ېې لاهم قا نوني ګنى.
اې مظلوم ولسه: وايي چې ډوډۍ تنور پخوي خو لاپه بي بي وهي لږ ځان سره سوچ وکړي او خپل تاريخ ته وګوري چې د ورځې لمنځنه د يوې ځانګړې طبقې او خلکو انحصاري ونډه نه ده بلکې د ټول ولس پيغام او افتخار دى. ښه به داوي چې ديوه ملت په سطحه ټول مسايل وسنجو او بيا د تلويژن سپيکر ته ودريږو