عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

ذبیح الله خورشیدی –

استاد سیاف پرون د پخواني شوروي اتحاد د شړلو په تړاو په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د نظام د سقوط پلوی نه دی، خو هسې نه چې روان حلات یې په خپله رانسکور کړي.

د هغه په وینا حکومت د نا امنیو په کابو کولو کې پاتې راغلی او که اوس حکومت په دې برخه کې عاجز وي (شېران) چې دی یې مجاهدین بولي، د دې وړتیا لري دا ملک رهبري کړي.

استاد سیاف مجاهدینو ته په نظام کې د ونډې غوښته وکړه او وې ویل چې د خیالي پولیسو او اردو لیکې دې په مجاهدینو ډکې شي.

هغه په څرګنده وویل د مجاهدینو پرته امنیت ټینګښت ناشونی دی او که دوی له پامه وغورځول شي راتلونکې کې چې څه پېښږي مسولیت به یې د هغوی پر غاړه وي چې ملت او مجاهدین یې په حاشیه کې ساتلي دي .

له دې مخکې ولسمشر او اجرایوي رییس د شوروي اتحاد د ماتې او شړلو په ۲۷ مه کلیزه کې وویل چې مجاهدینو ته به په نظام کې ونډه زیاته کړي چې د دوی له پراخ رول څخه به په سوله او امنیت کې هم کار واخلي.

هغه د مجاهدینو پسې تبلیغات او هغوی ته د غله خطاب ویونکي د اسلام له دایرې وتلي یاد کړل او مجاهدین یې د جنت اصلي وارثان وبلل.

له شک پرته چې ریښتیني مجاهد چې د خدای په لار کې شهید شوی وي او یا هم غازي پاتې دی الله پاک ته محبوب او منلي خلک دي او دا د ټولو مسلمنانو لپاره د ویاړ ځای ده.

افغانانو د روسانو په مقابل کې جهاد وکړ، خو کټې وټې په کې یو څو کسانو وکړې چې نن هم د جهاد په نوم د امتیاز خیرات غواړي.

په دې نړۍ کې چې چا د خدای لپاره جهاد وکړ هغوی خپل رب ته ورسېدل چا چې د دنیا لپاره جهاد هدف و، اوس هغوی لوړې بنګلې او غټه شتمني لري، په هر نظام کې د دوی ونډه تر نورو غټه وي او تر هرچا ښه درناوی او احترام ورته کېږي.

له بده مرغه چې لاهم قانع نه دي او د بېلا بېلو لارو غواړي ولسمشر غني وډار کړي که دوی ته په حکومت کې ونده زیاته نه شي حکومت به سقوط شي او د خبره یې په غونډه کې د حکومت له غوږه هم تېره کړه.

همدا اوس که وکتل شي په ملي یوالي حکومت کې له نیمایي برخې ډېر یې مجاهدین دي له اجرایه رییس نیولې تر مرستیلانو بیا له والیانو واخله تر امنیه قومندانانو ټول یې پخواني مجاهدین او نني ډیموکراټان دي چې په نظام کې غټه ونډه ولري.

خو د ریښتینو مجاهدینو بچي نن خیر ټولوي په کوڅو کې څیرې ګریوانونه ګرځي هېچا پسې دروازه ونه ټکوله مونږ نه پوهیږو چې دا خلک په مجاهدینو کې راځي او کنه ؟

استاد سیاف ته خو هغه خلک مجاهدین دي چې بنګلې لري، تورو ښیښو موټر ورسره وي زیات پایلوچکان ولري او داسې نورې بدرنګې ځانګړتیاوې ولري کوم چې په ریښتیو مجاهدینو کې نه شته.

مونږ وایو جهاد د خدای پاک فریضه وه اجر او ثواب یې په خپله الله تعالی ورکوي د جهاد په نوم په خلکو شخصي غوښتنې مه تحمیلوئ پرېږده چې په دې خاوره او حکومت کې محروم خلک هم کار وکړي مجاهدینو خو د تاریخ په مخ تورې او سپینې خاطرې هک کړي او دا قضاوت تاریخ کوي چې چا جهاد وکړ او چا په جهاد سودا.

One thought on “استاد سیاف مجاهدینو ته د امتیاز خیرات غواړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *