علي احمد زهما

په تېره اونۍ کې د استاد زهما مړینه، بې له شکه د افغانستان د معاصر تاریخ، پوهې او فرهنګ د فعالینو او دوستانو له پاره یوه نه جبیره کېدونکې پېښه وه.

زهما، د افغانستان د پوهې او فرهنګ څو نسلونو ته په پوهنتون کې درس ورکړی او هغوی یې انسان پالنې، هېواد پالنې او علم پالنې ته بللي وو چې د انساني فکر اصلي سرچینې بلل کېږي.

ډېر پوهان او عام خلک په دې اند دي چې زهما، دا کندهاري هزاره، له هغه کسانو څخه و چې نوم، شهرت، شخصیت او پوهه یې، د قومي، ژبنیو او سمتي کوچنیتوبونو څخه ډېر لوی و او له همدې امله، د معاصر افغانستان له خورا درنو شخصیتونو څخه بلل کېږي.

استاد علی محمد زهما، لیکوال، مورخ، ادیب، ژباړونکی او څو اړخیزه علمي، ادبي او فلسفي پوهاند و. دی له هغه پنځو کسانو څخه و چې د افغانستان د ادبیاتو لومړنی تاریخ یې ولیکه. د نویتوب، پرمختګ او د رڼا د خپرولو پلوی و. د ټولنیز، سیاسي او فلسفي فکر د بنسټونو د پیاوړي کولو له پاره یې څېړنې کولې او کتابونه یې ژباړل.

له بده مرغه چې د افغانستان حالاتو، استاد زهما او ډېرو نورو علمي او فرهنګي شخصیتونو او د فکر خاوندانو ته دا چانس ورنکړ چې غوڅ – غوڅ کارونه په لویو بهیرونو بدل کاندی چې سترې اغېزې وشندي او هېواد د مثبتو بدلونونو په لور وخوځوي.

زهما، دا د افغانستان د تاریخ د زرګونو زده کوونکو دروند استاد، 96 کاله پخوا په کندهار کې زېږیدلی او خپل نژدې ټول فعال عمر یې، د پوهې او معارف خدمت ته وقف کړی و.

د استاد ملګري په دې اند دي چې ارواښاد ښه افاده درلوده، زړه ور انسان و، پیاوړي قلم یی درلود او په خپل وخت کې، په افغانستان کې د فساد او استبداد په ضد مبارزینو څخه شمېرل کېده.

استاد زهما په ډېرو درسي نوټونو او سلګونو مقالو سربېره، د تاریخ په برخه کې دری کتابونه ژباړلي چې د افغانستان هر اوسنی هېواد پاله ځوان یې؛ ځکه باید ولولي چې په دې هېواد کې له بده مرغه ډېر ترخه ناورینونه بار – بار تکرارېږي او دا دی څلوېښت کاله کېږي چې بیا دا هېواد د وینو او اور په تالاب بدل دی او خلکو د هېڅ له پاره د لکونو سرونه قرباني ورکړې !!

1 – د روسیې د نامتو ختیځ پوه پروفیسور بارتولد کتاب چې په دري کې (تاریخ سیاسي و اجتماعي آسیای میانه در قرن 12) نومي،

2 – د ستر امریکایي مورخ لودویک آدمک: تاریخ روابط سیاسی افغانستان از زمان امیر عبدالرحمن تا استقلال،

3 – د کارل بکر او فریدریک دنکاف لوی کتاب: سرگذشت تمدن. دا کتاب دری کاله مخکی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا خپور کړ چې ښه اقدام و.

زهما، یو له هغه کسانو څخه و چې وطن، پوهه او زده کړه ډېر پرې ګران و. دی داسې یو دروند او پاک شخصیت و چې خپل اولادونه یې په دولتي معاش روزل. حرامو پیسو د استاد زهما په ژوند کې هېڅ ځای نه درلود او تل یی ځوانان ښه تعلیم، ډیرو زده کړو او مسوول ژوندانه ته هڅول.

استاد زهما د خپل ژوند وروستني کلونه، د مجبوریت له مخې په بهر کې تېر کړل. له بده مرغه چې په افغانستان کې د سولې او کراری ارمان چې د استاد د ژوندانه د وروستیو کلونو تر ټولو ستر ارمان و، پوره نه شو او له ځانه سره یې هغه ګور ته ویوړ چې له وطنه په زرګونو میله واټن لري.

د استاد زهما مړینې، افغانستان ته دوه ځلې زیان واړول. لومړی دا چې استاد حد اقل په تېرو دریو لسیزو کې د هېواد ژوندی تاریخ بلل کېده او بله دا چې لا زموږ په علمي – فرهنګي چاپېریال کې دومره ستروالی، پوهه او ظرفیت نه دی پنځېدلی چې د داسې لویو انسانانو په قدر پوه شو؛ کار، شرافت، خلاقیت او آثار یې په ژوند وستایو، په پاخه عمر یې لاس ونیسو، د سترو کارونو فزیکي – رواني آسانتیاوې ورته برابرې کړو او د علم، پوهې او رڼا په مرسته یې، له اوسنئ تیارې، ناپوهئ، بنسټ پالنې او جهالت سره مبارزه وکړو او له دې تور تمه د وطن د ژغورلو په ستر جهاد کې خپله ونډه په سمه توګه سر ته ورسوو!

افغانستان د استاد زهما په مړینه، داسې یوه لویه معنوي شتمنی له لاسه ورکړې چې د ځای ډکول به یې ډېر وخت وغواړي!
ارواښاد استاد ته جنت فردوس او محترمی کورنئ او د افغانستان خلکو ته لوی صبر غواړم!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *