هدایت الله

زه خو شرابي یم شیخه څه را سره جنګ کړې
برخې ازلي دي کشکی ما د ځان په رنګ کړې

شاعر خوشال خان خټک درې پیړۍ پخوا ډېره پخه خبره کړې ده. برخې ازلي دي! د برخو په دې وېش کې موږ لکه چې ښادي، سوکالي، خوشالي، خندا او نیکمرغي نه لرو او د نړۍ ټول دردونه، رنځونه، کړاوونه، وینی، اور او بدمرغئ زموږ په نصیب کې لیکل شوي!

په دې اونۍ کې زموږ د فرهنګي سیمې، کوزې پښتونخوا داسې یو روڼ هنري ستوری ولوید، چې په ټولو ګران او منلی و او نشتون یې د ډېرو په جسم، ذهن، احساس او روان نه رغېدونکي ټپونه کېښودل!

هو! په دې اونۍ کې خوږ ژبی سندرغاړی استاد هدایت الله ومړ چې د ستر استعداد، خواږه غږ او لوړ احساس خاوند و!
نشته دی منزل زما چیرته زه روان یمه
*
ای د دنیا خلکو واورئ زه ډېر بی اسرې یمه
*
خوا له مې راشه د خندا ورځې دي
*
د ګونګروګانو په شرنګا دې لیونی کړ عالم
*
دا څنګه زمانه شوه
*

دا ستا درد به په هزار درمان ورنکړم

دا د هغه سندرو لومړني بیتونه دي چې د استاد هدایت الله په خواږه غږ یې، په لسګونو زره زړونه په کلونو – کلونو خوشاله ساتلی او په لسیزو – لسیزو نور به هم اورېدل کېږي.

هدایت الله له نن څخه 79 کاله پخوا د پښتونخوا د نوښار په ډاګ بهسود کې زېږیدلی. په هغه کورنۍ کې چې دې ماشوم سترګې پرانستې، لکه د زرګونو نورو کورنیو په شان، موسیقي، ساز، سندری او نور هنري کارونه بد ګڼل کېدل؛ خو دې ماشوم له تنکي ځلمیتوبه د موسیقي سره خپله ژوره مینه پټه نه کړه، کرۍ ورځ به د نورو سندرغاړو د سندرو په زمزمه کولو بوخت و او په ګوتو به یې خیالي باجه غږوله!

هدایت الله په لسم ټولګي کې، د پلار د ناروغئ له امله، د ښوونځي پرېښودو ته اړ شو او د خپلې سیمې د کرنې په اداره کې یی کار پیل کړ.

په دې وخت کې هدایت الله، استاد رفیق شینواري، فرخ سیر شمع او خلیفه استاد ته ګوړه کېښوده او د باجې (هارمونیم) زړه کړه یې پیل کړه.

ویل کېږي چې هدایت الله په لومړي سر کې نعتیه کلامونه اورول او په پېښور کې به یې د عبدالستار شاه پاچا جان په دربار کې په سماع غونډو کې برخه اخسته؛ خو وروسته – وروسته د ګاونډی پیغلې کتو او مینې دې ته اړ کړ چې نعتونه پرېږدي، سرکاري راډیو ته لاړ شي، عاشقانه اشعارو ته کمپوزونه جوړ کړي او بیا د فلمونو له پاره مستې سندرې وبولي.
د هدایت الله لومړنی راډیویي سندره دا وه:

ډېر ژړیدلی یمه، ډېر کړیدلی یمه
ستا سترګو خوړمه
زه غلام رټلی یمه

د لومړني پښتو فلم (یوسف خان شیربانو) له پاره (راشه، هو راشه خوشی میدان دی) سندرې، هدایت الله د پېښور له کمکی جغرافیې څخه ویست او یو نوموتی سندرغاړی یې ترې جوړ کړ.

په هغه کلونو کې چې پېښور ډېر خوندور فلمونه جوړول، لکه ناوې د یوې شپې، عجب خان اپریدی، یوسف خان شیربانو، آدم خان درخانی، زما بدل، پښتون توره او داسې نور، استاد هدایت الله د همدې فلمونو دروند او خوږ ژبی سندرغاړی و او هسې سندرې یې وبللې چې اوس هم د خلکو په زړونو منګولی لګوي او د ځوانانو احساس تخنوي.

ویل کېږي له کله نه چې د پېښور په سینمايي تولیداتو کې د استاد هدایت الله غږ تت شو، دې سینما هم له هنري اصالت سره مخه ښه وکړه او د پنجاب د رنډیو په لاس د ابتذال کندې ته ولویده!

د استاد هدایت الله یوه ځانګړتیا دا وه چې راډیو، تلویزیون او سینما ته یې سندرې ویلې او هېڅکله د شتمنو شخصي بزمونه ته نه ورتلو!

له بده مرغه چې دا اونۍ استاد هدایت الله، په پېښور کې په داسې حال کې سا ورکړه چې کلونو – کلونو اوږدې ناروغئ ډېر ځورولی او مرستې ته اړ و. او بیا هم له بده مرغه چې استاد د ژوند په دې سختو ورځو کې د مرستې کوم دولتي یا شخصي لاس احساس نه کړ! او هغه خلکو یوازې او ناروغ پرېښود چې ده ټول ژوند ورته وقف کړی و او دوی ته یې سندرې جوړولې.

د استاد اروا دې ښاده وي او د استاد د جادویي غږ خوښونکي دی دومره  اخلاقي وس او وړتیا ومومي چې خپل فرهنګي شخصیتونه په ژوندوني وپالي، نه دا چی په مرګ یې د ندامت اوښکې توی کړي!
شهباز


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *