بدلون

سرليکنه\ اداره –

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

استاد امان الله هوسا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کارمن، لیکوال، شاعر، روشنفکر او د پراخې مطالعې و تجربې څښتن او پر وطن مین دی، دی په کابل کې روشنګرۍ پروګرام ته زیاتره وخت پر ډېرو ضروري و حیاتي موضوعاتو لکچرونه برابروي او د افغان انسان د ذهني روښانتیا او فکري ودې و بدلون سخته تلوسه ور سره وي.

نوموړی د روشنګرۍ په بحثو کې همېشه او په مکرر ډول پر نظم و ډسپلین ډېر ټینګار کوي، وايي چې پرته له ډسپلینه تمدن ته ورتګ و پرمختګ ناممکن دی.

وروسته له هغه چې ښاغلی هوسا د ودان افغانستان ګوند له فکري لوري و جوړښت او هم ګوند د ده له رواني و ذهني تمایلاتو سره اشنا شو او یو بل یې ښه سره وپېژندل نو ګوندي ملګرو ورته په (و.ا.ګ) کې د غړیتوب وړاندېز وکړ خو ده په جواب کې ورته وویل:

«زه د ودان افغانستان ګوند غوندې یوه روشنفکري جریان سره هم علاقه لرم، هم یې د وخت سخت ضرورت بولم او هم پکښې د غړیتوب و کار کولو هیله لرم مګر بېرېږم چې د ګوند یو شمېر غړي به ځکه راسره په تکلیف شي چې زه بې نظمي، بداخلاقي او د نشیي توکو استعمال نشم منلای او پر دې شیانو به همېشه انتقاد کوم.

د ګوند له اړخه دوه ټکي ورته څرګند شول:

اول- ستاسو شخصیت زموږ د ګوندي مفکورې له ایډیال سره پوره سمون لري او ستاسو غړیتوب به له یوې خوا دغه روشنفکري سیاسي جریان ته نور هم درنښت و پایښت وبخښي او بل به ستاسو له روښانو تجربو څخه د وطن او وطنوالو په ګټه استفاده وکړي.

دوهم- موږ همېشه ادعا کوو چې زموږ ګوند له نورو څخه باید توپیر ولري چې لري یې هم؛ یو له دغو توپیرو څخه دا دی چې موږ په داسې روښانو، پاکو، پوهو او جدي کسانو پسې ګرځو چې د هغوی حضور و صلاحیت ګوند له احتمالي سیاسي، ټولنیزو او اخلاقي انحرافاتو څخه را وګرځوي او زموږ د ګوند یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې اکثریت غړي یې نه یوازې په نشه روږد نه دي بلکې د دغه غیراخلاقي او مضرعمل پر ضد مبارزه کوي او ستاسو حضور به د دغې مبارزې د حتمي بري تضمین کوي.

تر دغه بحث وروسته استاد هوسا د ګوند د غړیتوب فیصله وکړه، چې دا زموږ لپاره د لويي بریا زېری دی؛ د ده ډېر نظریات انساني و ضروري دي اما نوموړی د نظم و ډسپلین یوه مهمه ځانګړنه دا بولي چې یو شخص، خاصتاً بیا یو ګوندي فعال باید نشیي نه وي ځکه دی دا یوه اخلاقي کمزورې ګڼې او وایي چې که یو ګوندي فرد خپله په دغسې یوه اخلاقي ضعف اخته وي او خپل درنښت خپله و نشي ساتلای نو له هغه څخه څنګه د ټولنیزي ښېرازۍ په لار کې د رښتینې مبارزې او خدمت توقع کولای شو؟

جالبه تصادف دا دی چې په دغو ورځو کې د افغانستان د بې شمېره نورو بدمرغیو تر څنګ د دې لویي فاجعې ګزارش هم خپور شوی چې زموږ د هیواد تر ٪۱۱ زیات اوسېدونکي په نشو روږد یا په اصطلاح عملیان دي.

دغه څېړنه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د روغتیا او مخدره موادو ضد وزارتو په ګډه همکاري د افغانستان په ۲۴ ولایتو کې شوې او دا په نړیواله کچه خورا لوړه د نشیانو شمېره ده او د دغو روږدو کسانو تعداد په کلیو او اطرافو کې تر ښارو درې برابره زیات دی.

تر ټولو بده، شرموونکې او لړزونکې خو لا دا ده چې تر ۱۵- کلنۍ کښته٪۹ کوشنیان، د کلیوالي سیمو د ٪۱۱،۳ ماشومانو په شمول په یوه یا څو ډوله نشو روږد دي.

دغه څېړنیز راپور څرګندوي چې په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د معتادینو شمېر نهه سوه و شل زره کسه وو، په ۲۰۰۹ کې تر یو میلیون واووښت او په ۲۰۱۴ کې درې میلیونو کسانو ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزیر وایي چې د مخدره موادو د کاروونکو شمېر درې میلیونو تنو ته رسېږي چې له دې جملې څخه یو میلیون و شپږ سوه زره یې په دایمي او نور یې په وقفه یې توګه معتاد دي چې تر یو میلیون زیات یې کوشنیان دي.

دغه تحقیق او ارقام له یوه با احساسه، با وجدانه، وطنپرست او عاقل انسان څخه لار ورکوي، لېونی کوي یې، لړزوي یې او د وجدان په عذاب و رواني بحران یې متبلا کوي.

د دغې لويي بدبختۍ سره مقابله یوازې د یوه فرد، یوې ډلې او یوه حکومت مکلفیت نه دی بلکې ټول سیاسي بهیرونه، مدني ټولنې، فرهنګې بنسټونه، روحاني اقشار او غونډه دولتي دستګاه باید حداقل په دغه برخه کې سره همکار او هماهنګ شي که نه نو دا داسې یوه بلا ده چې راپورته کېده او چاغېده یې یوازې د هیواد او خلکو یوې برخې او ډلې ته ګواښ نه دی بلکې د سراسر هیواد بېخ و بنیاد به، خدای مکړه، له منځه وړي.

هیله ده چې د وطن هر انسان مو د استاد امان الله هوسا غوندې د اخلاقي بیا رغونې او له نشي څخه ژغورنې په لار کې سیتماتیکې فکري مبارزې ته راووزي.

موږ ځانونه نېکمرغ بولو چې محترم هوسا مو ګوندي ملګری شو او د ده په لارښوونه و مشوره به د هرې نشې د بلا خوله ور پټوو او افغان انسان به له دغه وژونکي آفت څخه په ګډه ژغورو.

له نشې، نشیانو او نشیي توکو څخه د خلاص او ودان افغانستان په هیله!

One thought on “استاد هوسا او یوولس سلنه نشه یي ولس”
  1. د مزار شریف دروضې شریفې امام وغظ کا وه: او مردم اګر کسې شراب بخورد،در روز قیلنت حضرت علي شراب انطهور نمې د هدش.
    یوه ږیرور مزاري خپله شنه چپن و څنډله، پا څېد ویې ویل
    الحمد لله والمنه. درین مزار زمین ما کسې نبودګي با شه که این کار ره نمې کر د دګي با شد. شرابش ره خودش خورد. ایسته له روضې مبار کې ووت . ودان افغانستان ګو ند دې په دا عشیا نو کې ګوندیان و لټوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *