ليکنه : محبوب الله خان –
په پېښور کې د مهاجرت شپې او ورځې وې، نوې نوې مې مطالعې ته مخه کړې وه ، اخبار، مجله ، کتاب اوهر څه به چې په مخه راغلل نو لوستل به مې، په همدې کې يوه ورځ د سپيدې ادبي مجله په مخه راغله، لوستو يې سخت خوند راکړ، زه هم حيران وم چې دا مجله ولې له دې نورو جهادي اخبارونو او مجلو نه بيل خوند لري. بس له هماغې ورځې د استاد محمد صدیق پسرلي له نامه سره اشنا شوم.
څومره مې چې مطالعه پراخېدله هومره مې د پسرلي صیب د شعر او هنر سره لېوالتيا هم زياتېدله. څه موده وروسته ما هم په شعر ويلو او ليکلو پیل وکړ او په پېښور کې به هره جمعه د افغان ادبي بهير اونيزو غونډو او مشاعرو ته ورتلم.
په همدې غونډو کې يوه ورځ پسرلی صیب هم راغلی و، د مشاعرې په پای کې د بازمحمد عابد له خوا خبرو ته وبلل شو، هغه لږ خبرې وکړې خو ټولې خبرې يې نوې وې. هاغه وخت د بهير په غونډو او پښتو ادبیاتو کې بېل خوند و. څو کاله وروسته کابل ته راغلم، په کار بوخت شوم، دغه مهال مې يوازې د شعر په ليکلو بسنه نه کوله او دهنر له بېلا بېلو ډولونو لکه انځورګرۍ، تیاتر او سینما سره هم اشنا شوی وم. د جمعې په ورځو، رخصتيو او اخترونو کې به زياتره د استاد پسرلي کور ته ورتلم. هلته به له غضنفرصیب، نثار صیب، سحر صیب، ومان صیب او نورو ليکوالانو سره ادبي او هنري بحثونه روان وو. زیاتره بحثونه به د هېواد په سیاسي حالاتو، ادبي پرمختګونو اود ليکوالو پر نويو اثارو ترسره کېدل. ځوانو شاعرانو ليکوالو ته به د استاد پسرلي توصیه همدا وه چې یوازې په شعر ليکلو بسنه ونه کړي بلکې د هنر او ادب نورو ډولونو او ژانرونو ته هم پام واړوي. هغه به ويل چې اوس د پرمختګ دور دی، رادیو ،تلوېزيون او سینما راغلي او د خلکو ذوقونه هم د بدلېدو او پرمختګ په حال کې دي نو لازمه ده چې د هغوی ذوقونو ته پام وشي.دوه کاله دمخه چې ما په هندي سینما کې د پښتنو په رول باندې د (خانان په بالیووډ کې) کتاب وليکه نو ترهر چا زیات د استاد پسرلي له خوا تشويق شوم.
یو کال دمخه هغه سخت ناروغ و، د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې بسترو، يو ماښام له انځور صیب او په بله ورځ له غضنفر صیب او ايمل پسرلي سره پوښتنې ته ورغلم. ناروغۍ ځپلی و خو بیا يي هم زړه ويښ و تر اخيره يې له ژونده شکایت ونه کړ. څو ورځې وروسته يې هندوستان ته يووړو خو د مرګي توپان يې د ژوند طلايي پاڼه د دې نړۍ له ونې ورجلا کړه.
پوره يو کال کېږي چې استاد پسرلی له موږ جلا شوی دی خو د استاد ادب پاله او هنر پاله کورنۍ، مينه وال، بهیروال او لارويان يې ژوندې دي او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره د هنر او ادب په پنځولو بوخت دي. څومره چې پښتو ادب او هنر وده کوي هومره به موږ د استاد پسرلي په پېژندنه باندې پوهېږو.
په راتلونکې کې د ځوانو ليکوالو او شاعرانو لپاره د پسرلي صیب شعرونه، نظمونه، غزلونه، لنډې کيسې ، ناولونه، کره کتنه، د پسرلي ادبي مکتب، د پسرلي ادب پاله کورنۍ، افغان ادبي بهير او نور بهيرونه، د پسرلي د ادبي لارې ليکوالا ن او شاعران او د دې ترڅنګ نور ډېر موضوعات له ادبي او هنري پلوه د څېړنې او کره کتنې وړ دي.
زما په نظر لکه څنګه چې حمزه بابا په کوزه پښتونخوا کې د کلاسیک او معاصر ادب ترمنځ د پله په توګه پاتې شوی نو په همدې ډول په افغانستان کې استاد پسرلی د کلاسیک او معاصر ادب ترمنځ د يو پیاوړی پول په توګه ګڼلی شو.
نن د استاد پسرلي لومړنی تلین دی او په همدې مناسبت له ټولوځوانو ليکوالو او څېړونکو څخه هيله کوم د استاد پسرلي د پېژندنې او اثارو څېړنې ته پام ور واړوي.
په پای کې به دومره ووايم چې استاد پسرلی یوازې يو شاعر او ليکوال نه و بلکې د پښتو ادب او هنر يو ځانګړی مکتب و.
محبوب الله خان صیب ښکلې لیکنه دې کړېده، خدای پاک دې زموږ ګران استاد ته جنتونه ورکړي، یوه یادونه باید وکړم، چې حمزه بابا د کلاسیک او معاصر ترمنځ پل ندی؛ بلکه د منځنۍ او اوسنۍ دورې تر منځ د پله په توګه پیژندل کیږي … حمزه بابا لوی شاعر دی، اصلا د شاعرانو پرتله ناشونې ده ؛ خو که د نوښت او فکر له مخې د استاد او حمزه بابا هنر سره پرتله شي،زما په نظر د استاد شعر ډېر پوخ او د نویو مضمونونو درلودونکی دی، بله خبره داده ، چې د حمزه بابا په شعر کې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې شته؛ خو د استاد په شعر کې په مشکله تخنیکي نیمګړتیاوې په نظر راځي … الله تعلی دې یې د جنتونو سردار کړي، له قلم او فکر نه یې قربان .