کله چي په هستۍ کښي د نیستۍ خبره کیږي، دستي افغانان چا ته ور په زړه سي، موږ که د جمال او د جلال په یاد اوښکي توی کړي خو په ژوند مو د جمال او د جلال پرقدم،قدم نه دئ ایښئ! همدا علت دی چي ورځ تربلي ورانیږو.

نن سهار مو د پښتو ژبي  د پیاوړي غزلبول، قوي لیکوال، او د ځوان کهول د ویښتیا د سرلاري استاد محمد صدیق پسرلي دمړیني خبر واورېد (انا الله وانا الیه راجعون).

موږ چي کله په سیاسي اړخ کي د پردیو دسیسو قربان یوو،اساسي علت دادئ چي موږ ته د هیوادنۍ میني او دسیاسي شعور درسونه یا ندي راکړل سوي او یا ډیر کم دي. هغه ویښ کسان چي همېشه یې د سر په بیه د پردیو د توطیو د مخنیوي لپاره پر ځوانانو د ویښتیا چیغه کړې، هغه مبارزین چي د ادب په ژبه یې ولسونه بیدار کړي او هغه ستر انسانان چي د هیواد د میني په خاطر یې خپل ټوله خوږ ژوند د پردیو سره ومبارزې ته سپرکړئ وو، یو هم پکښي مرحوم پسرلی وو!

ودان افغانستان ګوند کندهار کمېټه د خپلو ټولو فرهنګي فعالینو، د استاد د مینه والو او د مرحوم استاد د درنې کورنۍ سره ځانونه په دې غم کښي شریک بولي، که خدای کول  د استاد ارمان به د همدې ګوند د ځوانانو په توسط د عدم تشدد مبارزي له لاري سرته ورسیږي، د دې ګوند ځوانان به د مرحوم استاد پر قدم،قدم ږدي او تر وروستي نفسه به هڅه کوي چي افغان انسان ته د ویښتیا، روښانتیا په اړه نظریات وړاندي کړي، تر څو خپله زموږ په واسطه یو پیاوړی مثبت بدلون رامنځته سي، موږ به همېشه د هغه کسانو په وړاندي د حق ږغ پورته کوو،څوک چي د افغانانو وینه، وینه نه بولي او حق یې حق!

د ودان افغانستان ګوند ټوله غړي، په فزیکي لحاظ د استاد نه شتون یوه لویه تشه بولي، د الله (ج) دربار ته دعاء کوو چي دې ستر انسان ته جنت فردوس نصیب کړي.امین

په درنښت

ودان افغانستان ګوند

کندهار کمېټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *