ولس له تا څه غواړي!

افغان ملت، تربل هروخت د ښه سیاسي شعور درلودنکی دی ډېرې څېرې یې په بېلابېلو نومونو او انځورونو وازماېلې او پرې وتپل شوې، سیاسي ـ قومي تنظیمي ډلې او ګوندونه یې د واک پرسر په شخړو ولیدل بهرنیو لاسوهنو او اوږدمهالو ناروا جګړو یې ژوندمخ وربدرنګ کړی او له هر څه يې زړه بد شوی دی. دې ته ورته سل نورې بدمرغۍ د دې لامل شوې چې د هېواد په کچه د ښې او اغېزناکې رهبرۍ په نشت کې د ښې مشرۍ لوږې او نېستۍ هم ټکولی او ولس له هره پلوه له ګونډو غورځول شوی دی.

نن چې افغان ملت د دې حق موندلی دی، چې د خپلې خوښې وړ مشر وټاکي، نو هغه له تېرو تجربو راټوکېدلی سیاسي شعور یې اړباسي، چې تېرې تجربې بیاځلې تکرار نه شي او د ولس راتلونکی برخلیک د مختګ سره په ټکر کې د شاتګ لوری په مخ نه کړي. همدې ته په کتو او ستاسي ټولو مبارزو ته په توجو افغان زوریدلي ولس تاسې د یو ملي مشر په توګه منلي یاست او له تاسې ډېرې هیلې لري. افغان ستر ولس ستاسې ټاکنه، ناکاره زړه تجربه نه، بلکې نوې ژغورونکې پېلامه بولي او همدا لامل دی چې په ټولنه کې ستاسې محبویت ورځ تر بلې مخ په ډېریدو دی.

ښاغلي یون صیب! ټيک دوه کاله کېږي چې زه ستا په اداره او ټلوېزیون کې کار کوم او د دوه کلونو په تېریدو مې دلته ډېر څه زده کړل د یوه غوره پوهنتون څخه دغه ځای غوره ګڼم ما هم د نورو افغانانو په څېر ستا سپیڅلې مبارزه دې ته هڅوي چې یوه شېبه هم له دغه ځایه لرې لاړ نه شم، خو چې کله د دوه میاشتو لپاره له ژوندون څخه لري پاتې شوم ستاسې په اړه مې له خلکو ډېر څه واورېدل . هغه څه چې ډېر د خلکو په خوله راتله هغه ستاسې د مشرۍ او رهبرۍ خبره وه، په هر مجلس کې به زما ګډون د غونډې رخ بدل کړ او خلکو ستا په اړه له ما پوښتل او ویل به يي یوازي محمد اسمیعل یون کولای شي چې ددې ولس ډوبې شوې کښتۍ ته نجات ورکړي. ټول ولس په ځانګړې توګه پښتانه په دې شرایطو کې تاسې ته سترګې په لاره دي او له تاسو هیله لري چې د دوی شتو ستونزه ته د حل لاره ولټوئ، افغان ولس ريښتینی ده او په ريښتیولۍ کې هیڅ شک نه شته، په ځينو ځاینو کې مې ولیدل چې په ټول مجلس کې به یو نیم کس ستا پر وړاندې مخالفت ښوده، خو سمدم به د مجلس د نورو ګډونوالو له خوا ورټل شو او هغه ته به یې له مجلس څخه د ویستلو ګواښ وکړ.

دا یو حقېقت دی!

ډېری مهال، هغه خبرې او شعارونه چې له نننيو شرایطو سره سمون نه خوري او پلي کېدونکي نه وي یوازې تر تېورۍ محدود وي، په عملي ډګر کې یې پلي کول، ناشوني وي. د څلورو لسیېزو راهېسې، د افغانستان پر سیاست، اقتصاد او ګڼو نورو ژوند چارو باندې، همدا د درېو لسیېزو جګړه مارې او فاسدې کړۍ حاکمې وې او دي.چې له کبله یې د وګړیو فکري ویښتابه او پوهنې لړۍ ټکنۍ شوې دي، اقتصاد یې تر مافیایي ښکېلاک لاندې راوستی دی، د اولس ټولنیز ـ ولسواک واک او آراده یې په پردي واک کې ښکیل کړي ده

د تاریخ په آوږدو کې، بیا په ځانګړي ډول، د تېرې یوې لسېزې په ترڅ کې د قانون حاکمیت د ډلو او زورواکو په خوښه، د سیاسي، تنظیمي او ناروا جګړه ییز بګراونډ په لرلو دوي په یرغل کې محکوم کړ، دا مهال د دې وخت رارسیدلی چې د یوې قاطع رهبرۍ بڼسټ کېښودل شي او د دې رهبرۍ بڼسټ، د ملت پراخ ملاتړ تظمین کولای شي،په دې سره کېدی شي چې ستاسې په څېر اغېزناک او د غوڅ قاطعت لرونکي دریځ خاوند د ولس سرلاري (مشرۍ) ته راودانګي او د دې تیت ولس مشرۍ ته غاړه ورکړي، نو په دې اساس د ستا ((پوهنوال محمد اسمعیل یون)) ټاکنه، افغان ولس ته د داډول مشرۍ هېلې ورکولای شي.

په درنښت

ژوندي دې وي افغانان

تل دي وي لوی افغانستان

مړه او سپیره دې وي د افغان ملت دښمن

One thought on “استاد پوهنوال محمد اسمعیل ته پرانیستی/ عزیز خان هوتک”
  1. سلامونه او نيكى هيلى
    تاسي له نظره سره موافق يم ، به روشتيا جى مونز شاغلى يون صاحب به درنه ستركًو كًورو او دده ورحًى به انتظار يو جى يو ورح شاغلى يون صاحب دغه تيت او برك أفغان سره را تول او منسجم كرى تر حًو دعى اجنابيانو ته به يو موتى شو او د خبل ملت سرنوشت به خبله وتاكو ،

  2. او پشتنو په قسم سره درته وایم چه اسماعیل یون د خپل اولس غم که دومره ورک دی چه زه وریژم چه ځه روحی تکلیف پیش نه شی، او او پشتنو په قسم سره درته وایم چه دا شخص د پشتنو د خپلو حقه حقوقو په تر لاسه کولو که صادق دی دا سړی درد لری د د غه سړی ملا و تړی او ننګه یی وکړی او په ډاډ سره ویلی شم چه هځکله به هم ټیټ په ونه ګورو.

  3. Good,
    we advice that,In next Election Mr yoon contect with powerful Agency of famous country he wile be elected as a president like Ghani & you will be ( Ijraya Rayees) when U write artcal like that.

  4. دافغان اوافغانستان پياوړی،دقوي قانوني اوادبي منطق درلودوونکی ،رېښتونی اوددردېدلې اوزورېدلې طبقې څخه راوتی لارښوددی. ستاسو قوي منطق اوتدبيرمذبذبه اوپلورل شوي اودملي ګټودښمنان ډېرپېشانه کړي خودملت اصلي اوواقعي خدمتګاران ستاسوترشاپه زغرده ولاړدي.الله دې دبدوسترګوساته!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *