تا چې زمـا په سر رقیـــب سره خـنـــدا ویشــــله

مــا مــې د زړه په قـلـمـرو کې هــم ژړا ویشــله

اوس یې که وایم که نه وایم، ټـول عالـم یې وايي

هــر چــا د دې وطــن پر سر بانـدې بــلا ویشـله

تا چې زمـا په سر رقیـــب سره خـنـــدا ویشــــله

مــا مــې د زړه په قـلـمـرو کې هــم ژړا ویشــله

اوس یې که وایم که نه وایم، ټـول عالـم یې وايي

هــر چــا د دې وطــن پر سر بانـدې بــلا ویشـله

د افغانستان د رادیو، تلویزیون وتلی او منلی سندرغاړی یار محمد هم د نورو فرهنګیانو په څیر د لارورکو لارویانو په قدمونو، قدم کیښود، په ورکو لارو سرشو او د یو نامالوم آدرس په تمه ماسکو ته را رسیدلی و.

یارمحمد په افغانستان کې د ځانګړي سبک او نامه خاوند سندرغاړی دی. یارمحمد د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه پای ته رسولې ده او موسیقي یې په مسلکي ډول له هندي استاد، ډاکتر وسنتر اودیش پانډې څخه، چې په رسمي ماموریت کابل ته راغلی و، زده کړې ده.

له کابل نه په وتلو سره د ده غږ ټپ نه شو، په پیښور کې هم لکه بلبل د خپلو خلکو او وطن په یاد وچغید، ونلید او بیا ماسکو ته ورسید.

یارمحمد ماسکو ته په رسیدو سره له داسې یو ګونګي چاپیریال سره مخامخ شو، لکه هدیره. نه کومه سندره، نه کوم سازي، نه کوم سندرمار، نه کوم اوریدونکی او نه کوم…

تر څو چې د ۱۹۹۵م کال د مارچ په شلمه د نوي هجري شمسي کال د را رسیدو په ویاړ، د څو تنو فرهنگیانو (غلام حسن شور، نظیف الله تکل، عبدالبصیر او آصف بهاند) په نوښت او کوربه توب، د نوی کال د لمانځلو د محفل پریکړه وشوه او په دې محفل کې د یار محمد د ګډون مسآله په جدي ډول طرحه او په محفل کې د گډون بلنه ورکړل شوه.

استاد یار محمد دا بلنه په ورین تندي ومنله او په یاد محفل کې یې د ګډون له پاره پوره تیاری وښوده.

ټاکلې ورځ راورسیده او د محفل کوربانه په دې هم بریالي شول چې په دي پلمه څو تنه فرهنګیان هم را وبلي او د محفل په ترڅ کې یوه مشاعره ګۍ هم جوړه کړي.

دا محفل په خورا بریالیتوب تر سره شو او وروسته له هغه نه استاد یارمحمد ورو، ورو خپل هنري پروګرانونه پسې وغځول.

داسې هم وشول چې کله، کله به استاد یار محمد په ځینو محافلو کې د ناستو شاعرانو شعرونه هم زمزمه کول. د همدې پروگرامونو په ترڅ کې یې یوه شپه له باجې نه یو عجیب غږ وایسته او په لوړ غږ یې وویل:

اوس به زه یو داسې شعر تاسو ته د موسیقي په څپو کې واوروم چې تر اوسه مو نه دی اوریدلی او هیڅ سندرغاړي زمزمه کړی نه دی او داسې یې پیل وکړ:

تا چې زمـا په سر رقیـــب سره خـنـــدا ویشــــله

مــا مــې د زړه په قـلـمـرو کې هــم ژړا ویشــله

د دې سندري شعر د ګران شاعر فاروق شاه شعر و. زما په شخصي ویدیویي آرشیف کې یې د یارجان په خواږه غږ ویل شوې ښکلې کاپي موجوده ده.

ما په خپلې یوې سفرنامې (لارورکي لارویان) کې یوازې دا دوه بیتونه ثبت کړي دي:

تا چې زمـا په سر رقیـــب سره خـنـــدا ویشــــله

مــا مــې د زړه په قـلـمـرو کې هــم ژړا ویشــله

اوس یې که وایم که نه وایم، ټـول عالـم یې وايي

هــر چــا د دې وطــن پر سر بانـدې بــلا ویشـله

خو د دې مقالې د لیکلو په وخت کې را یاد شول چې ښایي له استاد یار محمد سره د شعر بشپړ متن موجود وي. کله مې چې د مرستې غږ ورباندې وکړ، هغوی په خپلې فرهنگي مینې سره د شعر بشپړ متن ما ته راولیږه چې دلته یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

تا چې زمـا په سر رقیـــب سره خـنـــدا ویشــــله

مــا مــې د زړه په قـلـمـرو کې هــم ژړا ویشــله

اوس یې که وایم که نه وایم، ټـول عالـم یې وايي

هــر چــا د دې وطــن بــلا په ســر بــلا ویـشـله

منم د تــورو سترگـو تور خـو به دې واخـلم آخـر

چې دې د سپينو خولگۍ ويش ؤ تا په چـا ويشلـه

ما جـنـازه په تـوره شپه كې هـديـرې تــه يـــوړه

ته مې د سخات پيسې ته ناسته وې چې ما ويشله

په خــړو سترگــو اعـتـراف او پـه دا سپينو انكار

تــا پــه يـــوه لـحـظـه كــې دا او هــم همدا ويشله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *