تاند- د ترکیې د استانبول شمالي ساحل ته نژدې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته لږترلږه ۲۴ تنه، چې باور کېږي افغان پناه غوښتونکي دي، مړه شوي دي.

 په دې پېښه کې د تور سمندرګي په پای کې د باسفورس په تړانګه کې شوې، په لسګونو نور بې درکه شوي دي.

یوه پلټونکې ډله چې یوه هیلي کوپتر، د ساحل ساتونکو یوه بېړۍ او ۷ کوچنۍ بېړۍ ورسره دي، د بې درکه شویو پناه غوښتونکو د ژغورلو لپاره په پلټونکو عملیاتو بوخت دي.

کب نیوونکي هم د بې درکه شویو کسانو د موندلو هلې ځلې کوي. اکثره موندل شوي مړي د ماشومانو دي.

یوه کب نیوونکي قدیر سیرت حریت نیوز ته وویل:«دوی د نجات واسکټونه لري. خو هر لور ته مړي لیدل کېږي. د ماشومانو مړي…. موږ د ۱۵ یا ۲۰ تنو مړي راایستلي دي.»

د ژغورونې د عملیاتو یوه غړي علي سروهن وویل:«باد زموږ کار سخته کړی دی. ډوبه شوې بېړۍ ډېره کوچنۍ ده، ۴۰ تنه پکې سپاره ول. موږ د اوبو پر سر د ماشومانو مړي ولیدل.»

ګومان کېږي چې په بېړۍ کې پنځوس تنه سپاره ول. دوی د رومانیا د کانستنتا (Constanta) بندر لور ته روان ول چې له ساحله پنځه کیلومتره لېري ډوبه شوه.

ویل شوي چې بده هوا او په بېړۍ کې د مسافرو د شمېر زیاتوالی د هغې د ډوبېدو سبب شوی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې په بېړۍ کې سپرو پناه غوښتونکو افغانانو د استانبول د یاکیرکوۍ (Bakirkoy) له څنډې تر روانېدو مخکې اروپايي اتحادیې ته د رسېدو لپاره څو زره یورو ورکړې وې.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال د ترکیې او د ایژې د سمندرګي او مدیترانې ترمنځ په اوبو کې د بېړیو د ډوبېدو له کبله تر ۳ زره زیات پناه غوښتونکي مړه شوي دي.

د سپټمبر په میاشت کې یوه بېړۍ، چې ۸۲ تنه افغان او سوریه وال پناه غوښتونکي پکې سپاره ول، د استانبول په شمالي ساحل کې د ترکیې ساحلي ګارډانو وژغورله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *