ولسمشر غني او يو شمير افغانان د افغانستان او پاکستان ترمنځ استخباراتي همکاريو تفاهملېک ته په مثبت نظر ګوري، ځينې يې  د افغانستان د ملي ګټو سره په تضاد کې بولي  او هڅه کوي چې پر ولسمشر  فشار راوړي چې سند لغوه کړي. خو يو شمير نور مخالفين يې بيا په تفاهملېک کې د بېلتون غوښتونکو د کلمې لمنځه وړل غواړي.

د تړون سره موافقه ډله په دې اند ده چې دغه تړون د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور په رامنځ ته کولو، د اړېکو په ښه کولو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګټور ثابيتیدای شي . دوي وايي چې، د ډيورنډ دواړو غاړو ته د ګډ ګواښ (ترهګري) پرضد ګډې هڅې به ترهګر له پښو وغورځوي ، خو ياده ډله د تفاهمليک د تطبيق په اړه انديښنې لري

د استخباراتي تړونونو اړتيا؛                     

 يوويشتمه پيړۍ  د نوو  تهديدونو، لکه ترهګري، بنسټپالنه، مخدروه مواد، جرمونه او د ويجاوړوونکو وسلو پراختيا سره مخ ده او دغه تهديدونه ورځ تر بلې پېچلې کيږي او پراخيږي او نړۍ ته په ستر ګواښ بدليږي . د استخباراتي همکاريو تړونونه که څه هم کومه نوې خبره نه ده؛ خو د ۱۱ سپټمبر له پېښې را وروسته په نړيواله کچه په دغه تړونونو کې بې سارې زياتوالی راغلی، پورته ياد شوو تهديدونو په نړيوالو اړېکو او نړيوال سېستم کې د پام وړ بدلون راوست ځکه  د يوويشتمې پيړۍ  د دښمن، مشخصه جغرافيه، مشخص جنګيالي، مشخص هدف او مشخص هويت معلوم نه دی؛ او هر هيواد يي په اړه انديښمن دی او ورڅخه هر وخت ګواښل کيدای شي چې په پايله کې يې يو شمير په ګرمه او سړه جګړه کې ښکېل هيوادونه هم همکاريو ته سره اړ ويستلي دي.

همدا تير کال روسيې او امريکا، چې اوسمهال  د اوکراين په مساله کې په توده جګړه کې ښکېل دي، د داعش د ګواښ پر وړاندې د استخباراتي همکاريو سند لاسلېک کړ. همدارنګه په تير يو کال کې د نورو سيالو هيوادونو تر منځ، لکه پاکستان او روسيه، داستخباراتي معلوماتو د شريکولو سند لاسلیک شو. د ايران او اسټراليا ترمنځ، د چېن او هندوستان ترمنځ، د هندوستان او پاکستان ترمنځ هم ورته سندونه او هوکړه لېکونه  لاسلېک شوي دی.

همدارنګه په ۱۹۴۶ز کال کې  د برتانيې  استخباراتي وړتياوې او پراخه سرچېنې د دې لامل شوې چې کمزورې امريکا اړ شوه  چې د دغه هيواد سره د استخباراتي همکاريو تړون له لارې خپلې ملي ګټې خوندې کړي. دغه تړون چې له استخباراتي اړيکو پېل شوی و، د وخت په تيريدلو سره يې د سياسي او اقتصادي اړېکو پر پراختيا هم اغيز وکړ.

امريکا چې اوس په نړۍ کې ورته  د يو واحد زبرځواک په سترګه  کتل کيږي او د نړۍ په زياته برخه کې ځانګړې ګټې لري، چې په يوشمير سېمو کې دغه ګټې تر جدې ګواښ لاندې دي،  د دغه ګټو د خونديتوب او ترلاسه کولو په موخه امریکا  زيات شمير هيوادونو سره بېلا بېل استخباراتي تړونونه لاسلېک کړي دي؛ چې پاکستان هم يو له هغه هيوادونو څخه دی چې د ترهګرۍ پرضد په نړيواله جګړه کې د امريکا سره داستخباراتي معلوماتو د شريکولو يو ښه همکار دی.

همدارنګه کله چې دوه هیوادونه ګډ دښمن ولري او يو هيواد په يواځې ځان د دغه دښمن سره مبارزه نشي کولای نو بيا د مجبوريت له مخې يو له بل سره د استخباراتو په تخنيکي، مهماتو، څارنې، د ګډو ايجنټانو په ګمارنې، ګډې روزنې، او د يو بل سره د تحليل شرېکونې په برخو کې همکاري کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ استخباراتي تفاهمليک هم د همدغه اصل پر بنسټ رامنځ ته کيږي ، ولسمشر غني لومړی هڅه وکړه چې اسلام اباد اړباسي چې ټولو ترهګرو ته پرته له کوم توپير دښمن ووايي. کله چې دښمن شرېک شي، بيا يي پر وړاندې ګډې مبارزې لپاره اړتيا ليدل کيږي. دا مبارزه له ډيپلوماټيکو هلو ځلو پيل کېږي او تر  ګډو نظامي عملياتو پورې غځيږي. استخبارات د دې ترڅنګ چې د هيوادونو ترمنځ د باور په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي په پورته دواړو ډيپلوماټيکو او نظامي همکاريو کې هم اړين ګڼل کيږي.

د استخباراتي همکاريو ګټې:

  1. دا چې مخکې مو وويل، تهديدونه د پخوا په پرتله زيات پېچلې شوي دي، يو هيواد چې هر څومره قوي هم و اوسي نشي کولای د دغه پېچلې تهديد په اړه هر اړخيز استخباراتي معلومات راغونډ کړي او دغه ترهګرې ډلې هره شېبه و څاري؛ نو اړ دي چې د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو او د دغو مخالفو ډلو د څارنې لپاره د نورو سره تفاهم وکړي چې د هغوي په مرسته خپل معلومات لاپسې زيات کړي او خپلې نېمګړتياوې پوره کړي.
  2. همدارنګه هیوادونه د استخباراتي معلوماتو د راغونډونې او تحليل جلا تګلارې لري. يو شمير هيوادونه هر اړخيز معلومات راغونډوي او ځان سره يي ذخيره کوي، نور شمير يي بيا يواځې مهمو ګواښونو اړوند معلومات راغونډوي، يو شمير يي په تکتيکي، نور يي بيا په ستراتيژيکو استخباراتو کې ځانګړې وړتياوې لري، که چيرې د دوي ترمنځ معلوماتو شريکولو تړون لاسليک شي. د ګډو معلوماتو پر بنسټ د حالاتو دقيق انځور وړاندې کولای شي او يو د بل اړتياوې او نمګړتياوې پوره کولای شي.
  3. همدارنګه، د هیوادونو ترمنځ استخباراتي همکاري د دې لامل ګرځي چې د زياتو پيسو او بودېجې د مصرف مخه ونيول شي. ځکه له پولو هاخوا د معلوماتو راغونډونه، او بيا د دغه معلوماتو پر بنسټ عمليات کول ډيرې بودېجې ته اړتيا لري.

د استخباراتي تړونونو ګواښونه:

د استخباراتي معلوماتو شریکول ډير سخت کار دی او ډير دقت ته اړتيا لري. هر ځل چې يو هيواد بل سره استخباراتي معلومات شريکوي څو ځل بايد فکر وکړي چې د دغو استخباراتي معلوماتو شریکولو ګټه به هيواد ته څه وي؟ مقابل لوری به ترينه څه ګټه واخلي؟

د استخباراتي معلوماتو شريکول، کله د دې پرځای چې، ګټه ورسوي تاوان زيات رسوي. ځکه کله چې مقابل لوری پوه شي چې ما کوم حساس معلومات ترلاسه کړي هغه بيا په دې هم پوهيږي چې له کومه او څرنګه مې ترلاسه کړي دي. نو په همدې موخه بايد د معلوماتو په شريکولو کې له ډير دقت څخه کار واخيستل شي. همدارنګه د معلوماتو شريکول يوه بله نېمګړتيا هم لري، هغه دا چې ته دې خپل مقابل لوری خپلو نيمګړتيا وو ته متوجه کوي، او دا نېمګړتياوې د دې لامل کيږي چې په راتلونکې کې ستا مخه ډب شي چې معلومات ترلاسه کړي.

د استخباراتي معلوماتو شريکولويو بل ستر ګواښ دا دی چې کله معلومات  شريک شي، او دښمن او يا د ګواښ موقعيت معلوم شو،  نو يو لوری حتما اړ کيږي چې لومړني عمليات وکړي. دغه وخت کې هميش د دواړو خواوو ترمنځ سيالي رامنځ ته کيږي او هر يو يي هڅه کوي چې په مستقل ډول عمليات وکړي، او دغه سيالي د دې لامل ګرځي چې دوي په خپلو منځو کې سره په جنګ شي.

د تفاهملېک د مخالفینو او پلويانو نظرياتو د ارزونه:

هغوي چې پاکستان سره دا تفاهمليک او نورو تړونونو سره په ټوله کې مخالفت کوي؛ بايد په دې پوه شي، چې د ځمکې په سر هيڅ داسې هيواد نشته چې د نورو هيوادونو سره يي ګټې يا لږې او يا ډيرې تضاد کې نه وي، ځکه کله چې هيوادونه رامنځ ته کيږي او پولې ټاکل کيږې له همدې ځايه د ګټو تصادم هم رامنځ ته کيږي. او هر هيواد بيا خپلو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د خوندې کولو لپاره يي هلې ځلې کوي، نو ځکه خو په نړیوالو اړېکو کې دايمې دوست او دایمي دښمن نشته يو څه چې دايمي دي هغه ملي ګټې دي.

همدارنګه، دغه مخالفين د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو هېڅ داسې کومه بله حل لاره او يا پاليسې نشي وړاندې کولای چې له امله يي پاکستان په افغانستان کې له نيابتې جګړې منع شي. دوی چې د پاکستان پر وړاندې کومه پاليسي غواړي، هغه افغانانو په تيرو ديارلسو کلونو کې تجربه کړه، چې پرته له وراني، وژنې او د جګړې د پراخېدو يي افغانانو ته هېڅ ورنه کړل. او که هماغه وضعيت همداسې دوام وکړي، ډير تاوان يي پاکستان ته نه، افغانانو ته رسيږي. نو ځکه خو ولسمشر غني، نه غواړي چې دا بې ګټې جګړه د لازيات شمير افغانانو د وژنې او د افغانستان د ورانېدلو لامل شي.

 تفاهملېک سره مخالف لوري بايد داهم په ياد ولري، چې نړيوالو اړېکوکې احساسات ځای نه لري، هر هغه څه چې مهم دي د ګټې په بدل کې تاوان دی. که چيرې دغه مخالفين، داسې دلايل وړاندې کوي، چې د دغه تفاهملېک د نه لاسلېک ګټه له لاسلېک څخه ډيره ده دوی يي بايد ولس سره شرېکه کړي. يواځې مخالفت چې بديل ونه لري، شخصي عقده بلل کيږي.

همدارنګه، په دغه تفاهمليک کې د بيلتون غوښتونکو سره دمبارزې برخه ده. حکومت وایي چې اصلاً دغه مفهوم د تفاهملیک په مسوده کې نه شته خو مخالفین ادعا کوي چې دا خبره په سند کې راغلې ده او دوی يي د ډيورنډ کرښې په رسمیت پيژندنې باندې تعبیروي.

که دا فرض هم کړو چې د بېلتون غوښتونکو موضوع په سند کې یاده شوې ده  لومړی بايد دا معلوم شي چې بېلتون غوښتونکي څوک دي او چېرته دي؟ په تېر مهال کې یې افغانستان په اړه کوم دریځ نیولی دی؟

د پښتونستان د خپلواکۍ له پاره هېڅ کوم  نظامي حرکت د پولو دواړو غاړو ته نه شته چې افغانان يي ملاتړ وکړي.

د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو خوځښتونو مساله هم د دغه تفاهملېک پورې بايد ونه تړل شي. ځکه د بلوچستان په مساله کې افغان حکومت عملا ښکېل نه دی، او نه يي په پټه یا ښکاره د بلوچو ازادي غوښتونکو خوځښتونو ملاتړ، یا حتی شفاهي حمایت، کړی دی.  د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې، چې اوس د دغه تفاهملېک سره سخت مخالف دی، پر بلوڅو ملتپالو له بل هر وخت زيات ظلمونه وشول. له ۲۰۰۴ کال راپديخوا  په بلوچستان کې د بلوڅو مهم مشران ترور شول، اکبر بګټې ووژل شو، نور عادي بلوڅان ووژل شول او مړي يي لا تر اوسه هم نادرکه دي.  هغه وخت له افغان حکومت پرته د نړۍ اکثره هيوادونو او د بشر د حقونو فعالانو د پاکستان پوځ لخوا د  بلوڅو بې رحمانه وژل وغندل. هغه مهال بلوڅ بېلتون غوښتونکي  د افغانستان ملاتړ ته سترګې په لار و، خو د پخواني ولسمشر کرزي په لاس کې لکه د ننني حکومت هېڅ نه وو چې دوی ته يي ورکړی وای. پخواني ولسمشر کرزی پر ټولو هغو ناخوالو چې بلوڅانو سره د پرويز مشرف د واکمنۍ پرمهال وشوې له مجبوريت سترګې پټې کړې وي. همدارنګه  کله چې درې کاله د مخه امريکايي سناتورانو د خپلواک بلوچستان مساله په کانګريس کې راپورته کړه، د حامد کرزي حکومت هغه وخت هم د دغه مهمې  مسالې په اړه چوپتيا د هيواد د ملي ګټو پورې وتړله.

نو که د سند په متن کې د بېلتون غوښتونکو کلمه ليکل شوي هم وي، د تړون سره د مخالفت دليل نشي کېدلای، ځکه افغان دولت پرته له تفاهملېک هم د بلوڅو (او سندي) بېلتون غوښتونکو ملاتړ نه دی کړی، نه يي پخوا دا وس درلود چې ملاتړ يي وکړي او نه يي اوس لري.  که احیاناً داسې کومه خبره د سند په متن کې  راغلې هم وي، په نتیجه کې به یې افغانان داسې شي له لاسه ورکوي چې په عمل کې نشته.

په دغه سند کې  د استخباراتي معلوماتو د شريکولو موضوع واضحه ده: له استخباراتي معلوماتو څخه موخه هغه ډيټا ده چې د خلاصو سرچېنو، پټو سرچېنو او پټو عملياتو له لارې دواړو خواوو له لورې راغونډه شوي وي. د دغو معلوماتو د راټولولو هدف د ترهګرۍ او نورو ناقانونه مخالفو ډلو پر وړاندې مبارزه ده. که دغه معلومات د کرښې دواړو خواوو ته د مشخصو عملیاتو د اغیزمنتیا له پاره شریک هم شي په هېڅ ډول د پولې درسمېت او يا نه رسميت خبره نه مطرح کيږي.

 د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ملاتړ هم د افغانستان لپاره په لنډ مهال کې ګټور نه دی او افغان استخبارات تر راتلونکې ډير وخت پورې نشي کولای چې بلوچستان کې نيابتي/پټه جګړه مخ ته يوسي ځکه چې که غواړې مخالف هيواد پر وړاندې پټه جګړه مخ ته يوسي نو بايد  لاندې امکانات او وړتياوې ولرې:

لومړی؛ بايد د جګړې هدف دې معلوم وي.

 دويم؛ په زيات شمير کې د ياغي ډلو او جنګياليو شمير. هر څومره چې ستا مخالف هيواد کې د ياغي ډلو شمير او جنګيالي زيات وي هماغومره تاته امکانات برابريږي چې يوه اوږدمهاله نيابتي جګړه په بريا سره پر مخ  يوسي.

دريم؛  دغه ياغي ډلو سره مالي او د مهماتو مرستو ترڅنګ په نظامي چارو کې مشورې او تکتيکونو ( روزنه) بايد سمه ترسره شي .

څلورم؛  د دغه ياغي ډلو د ملاتړ لپاره پر خپله پوله (يعنې د دوي تر شا) د پوځ فزيکې شتون او  پراخه عمليات کول چې هم د دښمن روحيه کمزري کړي او هم د ياغي ډلو روحيه لوړه شي.

پنځم؛ د کوربه هيواد د پوځ وړتيا او يا کمزورتيا چې د دغه ياغي ډلو سره جګړه و کړي.

که پاکستان و غواړې په افغانستان کې روانه نيابتي جګړه د څو نورو کلونو لپاره هم پرمخ وړلای شي، ځکه يادې شوې څلورګونې وړتياوې چې د نيابتي جګړې لپاره مهمې دي لري. خو برعکس افغان دولت او يا افغان استخبارات تر راتلونکې يوې لسيزې او يا له دې هم زيات نشي کولای چې په پښتونستان او يا بلوچستان کې نيابتي جګړه وکړي.

افغان استخبارات دا وړتياوې نه لري چې په نړيواله کچه لوبيدلي پاکستاني استخبارات و غولوي، داځکه چې په تيرو ديارلس کلونو کې افغان استخبارات د يوې مشخصې ډلې په خدمت کې و او دغه ملي ارزښت ته هغه ډول چې په کار وه کار ونشو. په تيرو لسو کلونو کې افغان استخباراتو ونشوکړلای چې له پولو هاخوا د دښمن دسيسې شنډې کړي  او په دې هم و نه توانيدل چې په دښمن کې نفوذ وکړي، یا د دښمن مهم مشران چې په پيښور، کوېټه او کراچۍ کې ښکاره ګرځيدل حتی په نسبي توګه و ګواښي.

د افغانستان د استخباراتو کمزورتيا له دې هم معلومولای شو، چې د پخواني ريئس امرالله صالح د رياست پرمهال دسولې مشورتي جرګې په درشل کې د دغه ادارې تر ټولو محرم (Top Secret) مواد د اي ايس اي لاس ته رسيدلي و چې بيا طالبانو په خپله ويبپاڼه کې خپاره کړل. دغه مواد د جرګې امنيتي پلان، د ګډونوالو لیست، د مهمو اشخاصو د ورتګ لارې او داسې نور پټ معلومات په کې و چې  داېې يوه بيلګه وه. په دې شرایطو کې که له سند سره مخالفت صرف له دې امله کيږي چې افغان استخبارات وړتيا نه لري ډېره منطقي توجیه نه شي بلل کېدای.

اوس نو دغه تړون به افغانستان ته څه ګټه ورسوي؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه تفاهملېک  په داسې مهال کې رامنځ ته کيږي چې افغان حکومت لا وار د مخه  د طالبانو پرضد په جګړه کې د سل زرو څخه زياتو بهرنيو پوځيانو فزيکي او استخباراتي معلوماتو شريکولو ملاتړ د لاسه ورکړی . ها خوا، پاکستان د تحريک طالبان پاکستان او نوو ستراتيژيکو ګواښونو سره مخ دی. دغه دواړه پرمختګونه د دې لامل ګرځيدلي چې افغانستان او پاکستان د ګډ ګواښ سره مخ شي او دغه تفاهمليک پر همدې اساس رامنځ ته شوی  چې ګډ دښمن سره ګډه مبارزه وکړي.

همدارنګه د سېمې يو شمير کارپوهان، د افغان او پاکستان استخباراتو دغه تفاهملېک په نېک پال نيسي او فکر کوي چې دواړو استخباراتي سازمانونو پر يو بل باور نه درلود، پاکستان فکر کولو چې افغان استخبارات د هند د لاسپوڅو په  ولکه کې دي او افغان استخباراتو د اي ايس اي پر نېت او اخلاص باور نه درلود چې دا تړون به دغه فاصله يو څه راکمه کړي.

ولسمشر غني، کورنۍ او بهرنۍ پاليسي اقتصاد محوره ده، او هڅه کوي چې افغانستان جغرافيوي موقعيت د دغه هيواد د پرمختګ اصلي لامل شي. نو ځکه خو نوموړي پاکستان پر وړاندې د تعارضي پاليسۍ پرځای دفاعي او د همکاريو پاليسې ته لومړيتوب ورکوي. ولسمشر غني لپاره د حامد کرزي دوره ژوندی تاريخ دی، چې افغانستان د پاکستان سره پوره ديارلس کاله پټه او ښکاره جګړه وکړه، چې پايله يي (ګټې په بدل کې تاوان) موږ ټول همدا اوس ګورو.

ولسمشر غني په بلوچستان او پښتونستان کې سولې ته اړتيا لري، چې د ګوادر او کراچۍ بندرونو له لارې افغانستان نړۍ سره و نښلوي او افغانستان پر خپلو پښو و دوروي.

افغان حکومت په خورا واضح ډول ویلي دي چې د ډيورنډ د کرښې پر موضوع خبرې یې په لنډمهاله او منځمهاله پالیسۍ کې ځای نه لري.خو، د ولسمشر غني لپاره پاکستان سره هر راز اړېکې به له حساسيتونو خالې نه وي، ځکه  د هر هغه هيواد ولس چې  په اذهانو کې يي فرعې ګټې د ملي حياتي ګټو هومره ځای نيسي بيا د فرعي ګټو پر سر معامله هم هماغومره ورته سختيږي لکه ملي حياتي ګټې.   همدارنګه هر هيواد له دې مخکې چې بهرنۍ پاليسې او ګاونډيانو سره پر اړېکو فکر کوي نو لومړی خپلې ګټې مشخصې کړي، کله چې په ګاونډ او يا په کومه سيمه کې خپلې ګټې معلومې کړې، نو بيا بايد پر پاليسيو فکر وشي.

One thought on “استخباراتي تفاهمليک، انګېرنې او قضاوتونه/ ثناءالله تسل”
  1. دومره درته وایم چه له مدعی سره تړون یو خیانت دی ځکه زما او دپاکستان دشمن یو نه دی دلته کوم دریم قوت نه شته ددی خبری شه ثبوت دولسمشر هغه خبر چه په کندهار کی کړی وه چه پاکستان له ډیره وخته په نا اعلان شوی جګړه بوخت دی نو دلته دریم قوت خپله رد شو خیانت خیانت دی په مقالو ي نه شی پټولای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *