during the ICC World Twenty20 India 2016 Super 10s Group 2 match between Australia and Bangladesh at M. Chinnaswamy Stadium on March 21, 2016 in Bangalore, India.

تاند – د استرالیا ملي ټیم د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې د بنګله دیش ملي لوبډلې ته په دریو ویکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه چې لا ۹ توپونه پاتې وو.

دا لوبه د هند په بنګلور کې د دوشنبې په ورځ د مارچ ۲۱ وشوه. لومړی بیټنګ بنګالي لوبغاړو پیل کړ. په دوو منډو د بنګله دیش یو لوبغاړی وسوځید، بیا په ۲۵ منډو دوهم ، په ۶۲ دریم په ۷۸ څأورم خو پنځم لوبغاړي مقاومت وکړ او محمد الله په ۲۹ منډو ۴۹ منډې جوړې کړې چې له دې سره د بنګله دیش لوبډلې ۱۵۶ منډو ته ورسید او دا داسې یو هدف و چې ګټلو ته یې څه ناڅه هیله پیدا شوه.

د استرالیا له لورې د زیمپا په نوم یوه نوي سپین باولر په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، ویټسن چې تر منځ باولنګ کوي، یعني نه تیز دی او نه هم ورو دوې ویکټې واخیستې.

د استرالیا لوبډلې د سر لوبغاړي ډير ښه ولوبیدل او په اووم اوور کې ۶۲ منډې لرلې خو یو لوبغاړی یې وسوځید، تر دې وروسته بیا د استرالیا اووه لوبغاړي وسوځیدل او ۱۵۷ منډې یې جوړې کړې.

د استرالیا له لورې خواجه ۵۸ منډې وکړې او نور یو لوبغاړی هم دیرش رنزو ته ونه رسید.

د بنګله دیش له لورې شکیب الحسن درې لوبغاړي وسوځول او په څلور اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې. داسې ښکاریده چې استرالیا ښایي دا لوبه په ډیر توپیر وګټي خو داسې و نه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *