تاند- د استرالیا د کرکټ لوبغاړی فیلیپ هیوز چې دوه ورځې مخکې د لوبې پر مهال د سر په شاتنۍ برخه کې په توپ لګېدلی و، نن په روغتون کې ساه ورکړه.

د استرالیا کرکټ بورډ په یوه بیان کې وویل، په زیاتې خواشینۍ اعلانوي چې ۲۵ کلن فیلیپ هیوز له نړۍ سترګې پټې کړې.

هیوز د سې شنبې په ورځ د سیډني د کرکټ په لوبغالي کې په یوه تیز توپ غوږ ته نژدې د سر په شاه لګیدلی و.

نوموړی له ټپي کیدو وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې و.

د فلیپ هیوز مړینې د کرکټ له توپ څخه، چې په ساعت کې ۹۰ میاله سرعت لري، د لوبغاړو د ساتنې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې مشر جېمز سوترلنډ نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل:«دا په رښتیا چې د اندېښنې وړ مسله ده. د کرکټ د لوبغاړو د خولیو کیفیت پر له پسې ښه کړای شوی او بیا پر غور شوی دی.»

د خولۍ مخکینۍ برخه لوبغاړي له توپه ساتي خو فلیپ له توپه مخ اړولی و او ځکه د سر په شاتنۍ برخه ولکېد چې خولۍ یې نه پوښي.

د کرکټ په تاریخ کې دا ډول پېښې ډېرې کمې شوي دي. تراوسه پوري سل تنه د سر په شاتنۍ برخه لکېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *