تاند- تېره اوونۍ له افغانستانه د استرالیا د محاربو پوځیانو د وتلو کار بشپړ شو او په دې مناسبت د استرالیا صدراعظم د خپل هیواد د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې پای اعلان کړ.

په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو شمېر د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ و او د افغانستان د ماموریت په لړ کې یې څلوېښت سرتېري ووژل شول.

د استرالیايي ورځپاڼې سیډني مارننګ د راپور له مخې، استرالیايي پوځیان خپل هیواد ته رسېدلي او کرسمس جشن له خپلو کورنیو او دوستانو سره لمانځي، خو پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به څه کېږي؟

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم که په یوه فابریکه کې چې د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ کارګر ولري، په اتو کلونو کې یې ۴۰ کارګر وژل کېږي، کارګري اتحادیه د کارفرما پرضد وسله اخلي، که یو سهامي شرکت د کال په ملیاردونو ډالر ضایع کړي، د شرکت ونډه وال به بلوا وکړي.

سیډني مارننګ ورځپاڼه زیاتوي، د دې خلاف استرالیایان په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د وژل کېدو او د جګړې د مصرف په وړاندې بې تفاوته دي. عام استرالیایان د افغانستان د جګړې مخالف ول، خو د دې جګړې سیاسي ملاتړ موجود و ځکه ډېر لږې مظاهرې او لاریونونه یې پرضد وشول.

په افغانستان کې د استرالیا د جګړې په اووم یا اتم کال یوه امریکايي جنرال وویل چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف هر کال په ورته جګړه کې بوخت دی. د ده منظور دا و چې د افغانستان په اړه یې هیڅ شی نه دي زده کړي.

د سیډني مارننګ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما هڅه وکړه چې د افغانستان جګړه یوه ښه جګړه وښيي، خو د جګړې په اړه منفي نظرپوښتنو، د جګړې لوړو لګښتونو او په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو زیات فساد هغه مسلې وې چې د اوباما ادعا ته یې صدمه رسوله.

ورځپاڼه پوښتنه کوي، که د استرالیا پخواني صدراعظم جان هاورډ، چې غوښتل یې په افغانستان کې په نړیوال ايتلاف کې یوځای شي، پوهېدای چې جورج ډبلیو بوش دومره ژر پر عراق حمله کوي او په افغانستان کې د جګړې د بري امکان زیاتوي، نو ایا بیا به یې هم دا کار کړی و؟

سیډني مارننګ وايي، که په راتلونکي وخت کې د استرالیا په شان هیوادونه د ايتلاف د جوړولو لپاره د واشنګټن د غوښتنې په منلو کې یو څه احتیاطه وکړي، ښايي امریکا د بحرانونو په وړاندې په عکس العمل کې له لا زیات ابتکاره کار واخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *