تاند- د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبغاړو له لوري د استرالیا ماته د نړۍ په مطبوعاتو او رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوې ده.
دیکن هیرالډ ورځپاڼې لیکلي، تنکیو افغانانو د دې جام د درو دورو اتل ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او (اي سي بي) لیکلي چې د آی سي سي تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو د نړیوالو سیالیو په څلورمه ورځ لوی ټکان هغه مهال احساس شو چې افغانستان استرالیا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره د لوبې په پیل کې محمد مجتبي ۷۵ منډې جوړې کړې، احسان الله ۶۳ او حشمت الله شهیدي ۵۷ منډې وکړې.
افغانستان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې چې په رښتیا هم لوی هدف و.
د استرالیا ماتې بنګله دېش ته د مخکې تلو لار اواره کړه.
ردیف کام هم استرالیا ته د افغانستان د ماتې او د افغان لوبغاړو د ښې لوبې په اړه له اوږدې تبصرې وروسته لیکلي چې که افغانستان او استرالیا خپلې راتلونکې مسابقې وګټلې، هاله به د افغانستان، استرالیا او بنګله دېش په منځ کې د منډو د زیاتوالي په حساب یو ټیم بل پړاو ته بریالی کېږي.
حاضردمه د منډو اوسط د بنګله دېش زیات دی، ورپسې استرالیا ده او افغانستان درېم ځای لري.
سلامونه او نیکی هیلی می اومنی
تولو هیواد والو ته دی لوی باریا مبارکی ویم
ریشتا چی دنیا والو ته یو نادیره شکااری دی افغانانو بریا خو دوی خبر نه دی چی زمری کله هم
دافغانانوتہ دکریکٹ داتل ولے مبارکے وایم
د افغانستان تراوسه دوه تمریناتی لوبی کړی دی چی یوه یی ګټلی ده او یوه یی بایللی ده او رسمی لوبی یی هم دوه کړی دی چی یوه یی ګټلی ده او یوه یی بایللی ده