تاند- د استرالیا صدراعظم توني ابوت د اکتوبر په میاشت کې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د استرالیايي پوځیانو اډې ته په ناببره سفر کې ویلي و، تر زرو زیات استرالیايي پوځیان د سږ کال تر پای ته رسېدو مخکې له اروزګانه تللي او ژر به خپل هیواد ته ورسېږي.
د یکشنبې په ورځ د استرالیا وروستی محارب سرتېري له افغانستانه ووتل.
تمه کېږي چې استرالیايي پوځیان به د کرسمس جشن په خپلو کورونو کې تېر کړي.
د استرالیا صدراعظم توني ابوت د دوشنبې په ورځ له افغانستانه د استرالیايي پوځیانو د وروستیو سرتېرو د وتلو په مهال اعلان وکړ چې دا جګړه د استرالیا لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه چې په لړ کې یې ۴۰ استرالیايي پوځیان ووژل شول.
د استرالیا صدراعظم وویل:«دا جګړه پای ته رسېږي، بې بریالیتوبه، بې ماتې، خو په دې هیله چې افغانستان، په تېره بیا اروزګان ولایت زموږ د حضور لپاره یو ښه ځای دی.»
توني ابوت ټینګار وکړ، د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته استرالیا افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو ژمنه وکړه او د ۲۰۰۵ میلادي کال په پای کې یې خپل پوځیان په اروزګان ولایت کې ځای پرځای کړل.
د استرالیا صدراعظم په افغانستان کې د خپلو پوځیانو دوولس کلن ماموریت ته په اشارې وویل:« پوهېږو چې لوړه بیه مو پرې کړې ده، ۴۰ عسکر مو وژل شوي او ۲۶۱ نور مو سخت ټپیان شوي دي، خو دا قربانۍ بې ځایه نه وې.»
د ښاغلي ابوت په وینا، اوس دا دی اروزګان په هر لحاظ له لس کاله پخوا مودې سره توپیر لري.»
شاوخوا څلور سوه استرالیايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي او محارب رول به په غاړه لري، خو د ۱۵۵۰ استرالیايي پوخیانو لویه برخه خپل هیواد ته ګرځېدلې ده.
د استرالیا صدراعظم وايي، چې په افغانستان کې پاتې استرالیايي پوځیان به په جنګي عملیاتو کې ګډون نه کوي.
د استرالیا دفاع وزیر ډیوید جانشټن ویلي، له افغانستانه د استرالیايي پوځیانو وتل، د افغان ماموریت یو لوی لوژیستیکي بری و چې د ماموریت له ختمېدو سره د عسکرو لویه برخه خپل هیواد ته ستنه شوه.
له ۲۰۰۱ وروسته، چې استرالیا د طالبانو او القاعده پرضد د امریکا په مشرۍ له نړیوال ايتلاف سره یوځای شوې ده، تراوسه پوري ۲۵ زره استرالیايي پوځیانو په افغانستان کې پوځي خدمت کړی دی.