تاند- د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې نن په کابل کې له افغانستان سره په دوو کلونو کې د ۳۰۰ ملیون ډالره مرستې وعده وکړه.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره جولي بیشوپ د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل، هیواد یې تراوسه پوري له افغانستان سره نژدې یو ملیارد ډالره مرسته کړې او نوې مرستې به یې پر ملکي چارو ولګېږي.
د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله له افغانستان سره د استرالیا له مرستو د مننې په ترڅ کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
د ناټو غړیو او په افغانستان کې د دغه تړون متحدانو له افغانستان سره په ملکي او پوځي برخو کې د ملیاردونو ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. دوی یوازې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو لپاره د کال څلورنیم ملیارد ډالره په غاړه اخیستي دي.
استرالیا د ناټو غړیتوب نه لري خو یو له هغو پنځوس هیوادونو څخه دی چې د ایساف په چوکاټ کې یې نژدې دوه زره پوځیانو په افغانستان کې په کلونو حضور درلود.
دا هیواد نور په افغانستان کې جنګي ځواکونه نه لري، خو شاوخوا یو نیم سل روزونکي یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیز ماموریت کې برخه لري.