تاند- د استرالیا حکومت نن /جمعه/ په وارسا کې د ناټو تر غونډې مخکې اعلان وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره به ۳۰۰ ملیون ډالره اضافي مرسته وکړي.
افغانستان د ناټو د غونډې د بحث مرکزي موضوع ده.
استرالیا، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا کلکه متحده وه، د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ کلونو لپاره له افغانستان سره د ۵۰۰ ملیون ډالره مرستې ژمنه کړې وه، خو اوس به تر ۲۰۲۰ پوري د کال ۱۰۰ ملیون ډالره نوره مرسته هم کوي.
استرالیا دا اعلان دوې ورځې وروسته له دې وکړ چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، پرېکړه یې کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان وځنډوي.
ټاکل شوې وه چې د سږ (۲۰۱۶) تر پایه امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر نیمايي ته لږ کړي خو د وسله والو طالبانو د حملو د زیاتېدو له کبله اوباما دا پلان وځنډاوه.