تاند- د استرالیا محدود شمېر خاص پوځیان او یو شمېر نور ځواکونه به راتلونکی کال له افغانستانه د استرالیا د جنګي پوځیانو له وتلو وروسته په دې هیواد کې څو کاله نور پاتې شي.
د استرالیا د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې استرالیا د ناټو په مشرۍ له نړیوال امنیت ساتونکي ځواک سره موافقه کړې چې د دغه هیواد ځواکونه به له ۲۰۱۴ وروسته د افغان ملي امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
د استرالیا دا ماموریت به غیر نظامي وي. خپل درې سوه خاص عملیاتي پوځیان به له افغانستانه وباسي خو اتلس تنه به پرېږدي.
د ناټو ګڼو نورو هیوادونو هم ورته ژمنې کړي دي خو تقریباً د ټولو هیوادونو ژمنې د افغانستان او امریکا ترمنځ له امنیتي تړون سره تړلي دي.
ویل کېږي، که امریکا او افغانستان په خپل منځ کې امنیتي تړون ونه کړي ښايي امریکا هم په افغانستان کې د شپږ زره او دوولس زره ترمنځ پوځیان پرې نږدي.
استرالیا، چې اوس په اروزګان ولایت کې پوځیان لري، وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته به یې روزونکي د ایساف د خاصو مشورتي ځواکونو په چوکاټ کې په کابل کې وي.
ټاکل شوې ده چې په اروزګان کې د استرالیا خاص عملیاتي ځواکونه د ۲۰۱۳ کال په پای کې خپل فعالیت ودروي او له افغانستانه ووځي.
د استرالیا دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې په ترینکوټ کې د خاصو عملیاتي ځواکونو د فعالیت له پای ته رسېدو سره به له اروزګانه زر نور استرالیايي پوځیان هم خپل هیواد ته تګ پیل کړي.
استرالیا ژمنه کړې ده چې له ۲۰۱۵ څخه تر درو کلونو پوري به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د کال ۱۰۹ ملیون ډالره مرسته کوي.
This look like 1841. The British said they leave but then they started to drag on their feet. What followed is widely known. The invadors, this time too, will certainly do whatever they can to stay on. No surprise at all. But in my opinion, the position of Australians is not something to worry the forces resisting foreign occupation. Because they see themselves obliged to follow on the British steps. They, the Australians, have not forgotten when their army of 10,000 men was massacared by the Brititsh troops in the war of Gallipoli when it had to retreat before the advancing Turkish army. This time, not to be massacared/told off by the British, the Australians will be the last ones to leave.
Taand as many other sites does not appear to be impartial. This is a test if Taand has the gut to publish this lines.
خوګیاڼی صاحب ستاسو څو تبصرې مو خپرې کړي خو له دې سره سره تاند ته چلینج ورکوئ چې که یې ستاسو تبصره خپره کړه بې پرې دی کنې نه دی. سره له دې چې تاند پوهېږي چې تاسو خوګیاڼی یاست که د کوم بل ځای خو په همدې مستعار افغاني نوم مو تبصرې خپروي
تاند