تاند- په استرالیا کې مېشت افغانان د خپلو اتلانو هرکلی کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ استرالیا په ورځ ته ورسېد چې د ۲۰۱۵ په نړیوال یو ورځني جام کې ګډون وکړي.
د افغانستان د ټیم لومړنۍ مسابقه به له بنګله دېش سره وي. اقفغانستان د دغو اتلولیو په الف ګروپ کې دی. په دغه ګروپ کې کوربه هیوادونه استرالیا او نیوزیلنډ او همداراز انګلیستان، سریلانکا، بنګله دېش او سکاټلنډ شامل دي.
د افغانستان لومړنۍ مسابقه به د فبرورۍ په اتلمسه د کابل په وخت د سهار له ۸ بجې پیل شي.