تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني درو هیوادونو ته خپل سفر له استرالیا پیل کړ.
ولسمشر غني او ورسره ملګری پلاوی پرون /شنبه/ ماښام له کابله د استرالیا په لور روان شو.
د ولسمشر غني د دې سفر یو هدف د افغانستان په کانونو کې د بهرنۍ پانګونې جذب ښودل شوی او له همدې کبله په دې سفر کې د کانونو نوې نومانده وزیره نرګس نهان او د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد یې له ځان سره ملګري کړي دي.
په استرالیا کې یو شمېر هزاره توکمو افغانانو، چې د روښنايي غورځنګ پلویتوب کوي، د غني له ورتګ سره هممهاله د مظاهرې تابیا کړې خو ډېرو نورو بیا د هرکلي لپاره غونډه ورته جوړه کړه.
د غونډې یوه برخوال عزت الله عالم تاند ته وویل«موږ افغان ځوانانو د ولسمشر د لا ښه هرکلي او ورته د ښه راغلاست ویلو لپاره شانداره غونډه ترتیب کړه. غونډه ډېره ښه وه او په ښه ډول پای ته ورسېده.»
ښاغلی غنی به له استرالیا وروسته اندونیزیا او بیا سینګاپور ته لاړ شي.
ولسمشر غني هیله لري چې له استرالیايي چارواکو سره به د کانونو او کرنې په برخو کې موافقو ته ورسېږي.
یو وخت به زمونږ هزاره ورونه د زحمتکشی او صداقت سمبول وو، مګر نن دوی د وحشت ، مخالفت او جنبش تاریکي لقب ځان ته غوره کړیدی ، چې پدې کې به څه حکمت وي؟