تاند- په افغانستان کې د استرالیا سفیر وايي، هیواد به یې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال ۱۰۰ ملیون ډالره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم په کابل کې د استرالیا سفیر جان فلیپ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال ارشاد احمدي سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې هیواد یې د شیکاګو د کنفرانس له پرېکړو سره سم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مرستو د ورکولو پر ژمنې ولاړ دی.

استرالیا، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په پای کې یې افغانستان ته پوځیان لېږلي ول، دوه میاشتې پخوا خپل ټول ځواکونه له اروزګان ولایته وایستل.

راپورونه وايي چې له اروزګانه د ټولو بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د دغه ولایت امنیتي وضعیت نه یوازې خراب شوی نه دی بلکې تر پخوا ښه شوی هم دی. اوس د دولت وسله وال مخالفان یوازې خال خال بمي چاودنې کوي.

په وروستۍ چاودنه کې، چې پرون یې وکړه، لس تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *