تاند- اتریش وايي هغه افغان پناه غوښتونکی به له خپلې خاورې ونه باسي چې پر یوې ۷۲ کلنې استرالیايي ښځې یې جنسي تېری کړی دی.
دغه ۱۸ کلن افغان د خپل جرم په خاطر ۲۰ میاشتې قید تېر کړی دی.
دغه افغان پناه غوښتونکی، چې محمد وهاب نومېږي، د قید ترڅنګ د ۵ زره یورو معادل جریمه شوی هم دی.
د اتریش د کریر ورځپاڼې د راپور له مخې کېدای شي د وهاب د بند موده ډېر تر ډېره ۵ کاله وي خو قاضیانو د دې لپاره چې د جرم په مهال د وهاب عمر تر ۱۸ کلونو لږ و، تر ۳ کالو لږ قید ورته په پام کې نیولی دی.
دا پېښه د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه وشوه او سیمه ییزو رسنیو اعلان کړه خو هماغه وخت پولیسو د قضیې د حساسیت له کبله پټه وساتله.
هغه ښځه چې وهاب پرې جنسي تېری کړی، کریستینا ایف نومېږي چې د اتریش په ختیځ کې د تریکیرچین اوسېدونکې ده. په اتریش کې تر ټولو زیات مهاجر په دغه ښار کې دېره دي.
ګرانه
لطفا دا خبر تصحیح ګړی
استرالبا یوه لویه وچه ده، اطریش نه ده
اطریش ، اوستریا ده
هیله ده چی توجه وکړی.
مننه