استرالیا په نړیوال جام سیالیو کې پاکستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې لومړۍ پاڼۍ استرالوي لوبغاړو پیل کړه او ۴۹ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې مقابلې لوبډلې ته ۳۰۸ منډې هدف کېښود.
استرالیا لپاره ډیویډ وارنر ۱۰۷ او ایرون فینچ ۸۲ منډې وکړې. د استالویانو پاڼۍ کې پاکستان لپاره بالینګ لاین کې محمد عامر ښه وځلېده او ۱۰ اوورونو کې یې د مقابلې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او ایله ۳۰ منډې یې ورکړې.
د پاکستان بیټېنګ لاین کې بیا محمد حفیظ۴۶، وهاب ریاض ۴۵ او کپتان سرفراز احمد ۴۰ منډې وکړې، خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان یوازې ۲۶۶ منډې وکړای شوې.
استرالیا لپاره بالینګ لاین کې پیټ کامنس ۳، سټارک او کین رچرډسن ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوځول.
پاکستان نړیوال جام کې دا دویمه لوبه ده چې ویې بایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *