ژباړه: حمیدالله حمیدي
بریا؛ یعنې موخو ته رسېدل. ټول بریالي کسان په اصل کې د موخو درلودونکي دي. هغوی پوهېږي چې څه غواړي او د څه په لټه کې دي او هره ورځ د خپلو موخو په اړه فکر او تمرکز کوي.
موخې ته د رسېدو اصلي لامل په اصل کې د موخې ټاکل دي. د موخو ټاکل مو په ذهن کې مثبته انرژي خپروي او خلاقیت مو را ويښوي. که موخه ونه لرئ، ژوند به مو بېځایه تېر کړی وي. په ژوند کې موخه درلودل د هغه غيشي په څېر دي چې له لېندۍ وځي او مخامخ پر هدف لګېږي.
بریا ته د رسېدو یو اصل دا دی چې مهمه نه ده له کوم ځایه راغلی یې، بلکې اړینه دا ده چې کوم ځای ته روان یاست. معلومې موخې مو پر ځان باور او وړتیاوې زیاتوي چې په پایله کې ستاسو د بریا لامل کېږي.
د پلور د مدیریت استاد (تام ها پکینز) وایي، موخې د بریا د موټر د تېلو په څېر دي. دا مه هېروئ چې تاسو له یوې ذاتي وړتیا سره دنیا ته راغلي یاست. د موخو لیکل او په ورځني ډول ورته کار کول د بریا لپاره لومړی شرط ګڼل کېږي.