اجمل تورمان

چې ښځې ښه شعر ولیکي بیا دیستي یې مالیکیت یو نارینه شاعر ته انتقال شي.

لنډ مثال یې په تېرو څو کلونو کې د بېلنډې بدرۍ په نوم شعرونه چې تر اوسه یې د شاعر د جنسیت او نورو پورې یې د منسوبولو په اړه بیلا بیلې ادعا ګانې موجودې دي، حال دا چې د قوي اسنادو او شواهدو له مخې دا شعرونو د یوې ښځینه شاعرې دي نه د احمد او محمود.

اوس پوشتنه دا ده، چې داشان موضوعاتو ته ولې لمن وهل کېږي، ایا نجونې او ښخې ښه شعر نشي لیکلی؟

دا سمه ده چې په پښتو ژبه کې نارینه یو څه په شعر کې برلاسي دي او زما په اند ښايي یوازنی لامل یې هم د نارینوو فکري خپلواکي او د ښځو دودیز او کلتوري محدودیتونه وي خو داسې هم نه ده چې ښځې هیڅ ښه شعر نه شي لیکلی.

البته دا یوازې نارینه نه دي چې په هنر کې د جنسیت مسلې ته لمن وهي بلکې یو شمېر ښځې او نجونې هم ورته اختلافونه پالي.

څو ورخې مخکې مې د ګران ژورنالیست رضوان الله لرمل په فیس بوکه پاڼه دا پوست ولوست:

(( معارف کې اغلې محموده تقوا پر شعر خبرې کوي

وايي: که ښځینه شاعرانې ښه شعر ولیکي د نړۍ نارینه یې هم بیا هغسې نشي لیکلی. ))

بې له شکه چې دلته د ښاغلي لرمل هدف په پوهنې وزارت پورې اړوند معارف تلویزیون او یا هم ښايي معارف راډیو وي.

په دې لیکنه د ښاغلي لرمل ګڼو فرهنګي فیس بوکي ملګرو کمنټ کړی، چې څو بیلګې یې دلته را انتقالوم:

((  په ژوندۍ بڼه ژړا ته مې زړه وشو.))

((مړه د ښځې یې شاعرۍ او موسیقۍ سره څه؟))

(( دا سهي ده چې ښځېنه شاعرانې کمې دي او نارینه د … لس

دا ننۍ فیسبوکې شاعری نه ور اخوا څومره چې ښځینه شاعرانې دي ټاپ دي.

هسې پکې یو نیم نارینه هم ښه شاعري کوي.

دا نظر تائیدوم.))

 په دې ټولو کې بیا زما د منلي شاعر او لیکوال ښاغلي علم ګل سحر نظر خوښ شو:

((دا خبره تر يوه حده په لنډيو او ځينو نورو خويندو په خپلو ښو شعرونو کې ثابته کړې، خو مطلق حکم بايد ونه شي. ))

دلته د مطلق حکم خبره ډېره منطقي ده. یعنې په نجونو او هلکانو، نارینوو او ښځو کې د هنر په ډګر کې داسې استعدادونه موجود دي چې یو بل سره د پرتلې وړ نه دي،  هر یو ځانته بیل خوند او رنګ لري، جنسیت د استعداد معیار نه شي کېدای. نو ښه به دا وي چې ښوو ته سړی ښه ووايي او هغه چې ښه نه دی په لازمو مشورو او پشت کار سره ښه شي.

د دې ویل هم ښه دي چې ادبیات ذوقي مساله ده او هر څوک د خپلې طبې مطابق خوند  ترې اخلي، خو اهل هنر یې بیا د هنر په تله تلي او قضاوت پرې کوي.

په هر حال، ماته په ټولنیزو رسنیو کې ډېره اوږده لیکنه ځکه خوند نه راکوي چې لوستونکی ورسره ستړی کېږي، په دې هیله چې مطلب مې رسولی وي او په لنډیز سره یوه خبره د ښاغلي سحر او یوه زما  مشترکه چې:

مطلق حکم بايد ونه شي، جنسیت د استعداد معیار نه شي کېدلای.

دلته یوه دوه شعرونه د اغلې تمنا حسرت او شاه نواز باقر:

غزل

لاس کې مــې اتــرنـــګ اچــولـى دى

کــلـــى مــې پــه جنــګ اچولـــى دى

زه خداى څومره مسته پيداکړې يــم

مــا کې يې څه شرنــګ اچــولــى دى

نـــه بــه لــکه پــاڼــه داسې زيـړه شم

نـه مــې چــرتــه رنــګ اچـــولـــى دى

خود به مې خبرې مـوسيقــيت لـــري

خوله کې مې لـــونــګ اچـــولـــى دى

ستاتمنـــا خپـــله پــــه ازغــــو ويـــده

زړه يــې ستـــا تــرڅنګ اچــولـــى دى

تمنا حسرت

غزل

چرته چې تنګ ومه زه هلته مې بيا ساه واخسته

په ځان کې پټ شومه په ځان کې مې پنا واخسته

غوڅ شوى لاس يې راته بيا په لوپټې وتړه

شکر له درد نه مې مزه يو ځلې بيا واخسته

ددې وطن خلك ډېر زر د زړه په رنځ اخته شي

زه لا ماشوم يمه خو ځان ته مې امسا واخسته

ستا تصويرونه مې ترې لرې کړل او چيغي يې کړې

له ديوالونو نه مې هم خپله سزا واخسته

باقره! اوس به د منزل اخري حد ته رسوو

تا په لاسونو کې ډيوه او ما رڼا واخسته

شهنواز باقر

By Toorman

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *