له یوې درنې چاودني سره، اور، دود، ویني او زګیروي د اسمان کنارو ته پورته سول

د لوی خدای په سپېڅلي کور کي د مسلمانانو غوښي او جسدونه یوې اوبلي خواته وپاشل سول

د وینو بږهاری د ټپیانو نارې، د کړکیو د ماتو هندارو شرنګی، هیڅوک يې نه اوري

په سپينه ورځ داسي توره تیارسوه، چي د لاس ګوتي نه معلومیږي.

(نعوذباالله ) دلته  نه بربنډو ښځو نڅا کوله، نه پر سټېج سندري ویل کیدې او نه د فلم نندارې ته خلک ناست وو

دلته مسلمانان مذهبي مراسمو ته راټول سوي وو، خو افسوس ! ټول په خپلو وینو کي غرق پراته دي

محراب له وینو ډک دی

د لمانځه پر ځای د انسانانو لولپه غوښي پرتې دي

د عبادت ارامه فضاء له شوره ډکه ده

هغه دی یو سپين ږیری بابا د مرګ سلګۍ وهي

استغفرالله ! داد خدای کلام وګوره، چي پاڼه پاڼه سوی دی

اخ دغه ځوان بیا پر ملا غوټ مات دی او د مسجد په کونج کي ګونجلک (پېچلی) پروت دی

دا ماشوم بیا وګورئ ! په سرکي يې لوی غار دی او تر سترګو يې ویني بهیږي

د خدای پار دی ! هغه جسد ته وګوری سر يې نه سته، پورته پورته غورځي .

اف زما ربه ! دغه نیمایی جسد خو یو مخ سوځېدلی دی

هلئ مرسته وکړئ ! دغه دوه تنه سخت ټپيان دي، روغتون ته يې ورسوی

دغه بل ټپي هم درسره واخلی ! ډېره وینه يې ضایع سوې ده ، خدای خبر، چي روغ به سي

نن د الله اکبر پرځای یوازي دغسي ږغونه دي، چي د مسجد دپه وینو لړلو دیوالونو سره ټکریږي، ازانګې کوي اوپه وینو لړلي ازانګې بیا په زړه بوږونکي ځوږ بدلیږي

دا وژل سوي کسان زما د کورنۍ غړي دي

دا ټپیان ستا خپلوان دي

دا سوځيدلي غوښي ستا د ورور دي

دا سر پرې جسد زما د قریب دی

دغه سپین ږیری بابا زما او ستا د کور مشر دی

دا غم یوازي ستا او یوازي زمانه دی

دا غم پر موږ ټولو دی، موږيې ټول ترخپلو شوموهیلو جار کړو

دا یوازي ستا دښمنان نه دي، دایوازي تانه وژني ، دازموږ او ستاسي ګډ دښمنان دي

اته دیرش کاله وسول، چي هره ورځ زه او ته وژل کیږو

زه اوته په وینو کي لمبول کیږو

زما اوستا د وینو رنګ یو دی، زما اوستا دین یو، خدای یو، رسول یو او وطن یو دی

زه اوته د یو کور غړي یو، ستا غم زما او زما غم ستا دی

چي ته ویشتل کیږې زه خوږیږم او چي زه خوږیږم ته ځورېږې

نور باید د «زه» او  «ته» خبري ونه کړو

دلته «موږ» ټول یو یو،  ترڅو چي «زه» او  «ته»  په رښتیا سره «موږ» نه سو، داد وینو حمام به ګرم وي

د بدبختۍ اور به همداسي باډاسکي وهي «زه» او «ته» به يې پيلوځي یو

د وینو سېلاب به هره ورځ زموږ کورونه ورانوي

د اور بلي لمبې هغه وخت کراریږي اوخوښي مو د غم ځای نیسي، چي په رښتیا یواوبل ته یوازي د «افغان» په نامه په نه بېلېدونکي افغانستان کي د اخلاص غېږي ورکړو.

کنې روان حالات ورځ تربلي زور اخلي او بیابه يې هم  «زه» او «ته» د پردیو ککړو موخو قربانیانو یو

۲۱ – ۱۱ – ۲۰۱۶

کندهارښار، چوڼۍ

نوټ : پرون له غرمې وروسته د کابل شپږمي حوزه کي د شیعه ګانو په یو مسجد (باقرالعلوم) کي درنې چاودني ۳۰ تنه ووژل او ۸۵ ټپیان کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *