تاند، چهارشنبه، د جدي ۲۵مه: له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۰ پخواني کمېشنران د لومړنۍ محکمې د ۵ کلن زندان تېرولو د امر برخلاف په ۲ نیم کاله زندان محکوم کړل.

د دغو کمېشنرانو استیناف محکمه د سه شنبې په ورځ پيل وشې او نن چهار شنبه د قضايي پلاوي د مشرې انیسه رسولي په پریکړه اورولو پای ته ورسېده او ټول کمېشنران یوازې د ۴ محلونو د رایو په کمولو کې مجرم وبلل شول.

د محکمې د حکم له مخې به د دواړو کمېسیونونو د پخوانیو مشرانو بدیع صیاد او عبدالعزیز اریايي تر څنګ حمیرا حقمل، عبدالبصیر فایز، عبدالبدیع صیاد، معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، ملیحه حسن او حفیظ‌ الله هاشمي به ۲ کاله او ۶ میاشتې زندانیان وي، خو د قاضیه انیسه رسولي په وینا دا پریکړه وروستۍ نه ده بلکې تورن کسان د تمیز غوښتنه هم کولی شي.

نوموړې همدا راز دوه پخواني کمېشنران دستګیر هدایت او علي رضا روحاني بې ګناه اعلان کړل.

د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران د ولسي جرګې په ټاکنو کې د لوړ فساد له کبله لومړی ممنوع الخروج اعلان شول او پنځه نیمې میاشتې وړاندې پرې محکمې د ۵ کاله زندان تېرولو امر وکړ چې له دې منځه یوازې وسیمه بادغیسۍ له هېواده بهر وه او نور ټول زنداني وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *