اسحاق رهګذر

تاند- د جمعیت ګوند سرچینې وايي چې محمد اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی او په دې توګه د عطا محمد نور پر سر د جمعیت ګوند او مرکزي حکومت ترمنځ لانجه پای ته ورسېدلې ده.

د عطا محمد نور او د بلح د ولایتي شورا سرچینو هم تایید کړه چې رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

تراوسه پورې ارګ او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمعیت ګوند سرچینې وايي چې د نور پر سر لانجه له مرکزي حکومت سره حل شوې ده او د انجنیر محمد داوود پر ځای محمد اسحاق رهګذر ټاکل شوی دی.

د ۲۰۱۷ د دسمبر په اتلسمه نېټه ولسمشر غني د عطا محمد نور استعفا تایید او پر ځای یې انجنیر محمد داوود د بلخ والي وټاکه خو عطا محمد نور او جمعیت ګوند د داوود له ټاکنې سره مخالفت وکړ.

داوود هم د جمعیت ګوند غړی دی.

رهګذر د ولسي جرګې په تېره دوره کې د بلخ د خلکو یو استازی و او دغه راز یې د بلخ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *