تاند، دوشنبه، د حمل ۴ مه: د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې فعال دفاعي حالت ته مخه کړې ځکه چې وسله والې ډلې د حکومتي ځواکونو پر ضد بریدونه نه کموي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، د دښمن په حملو کې هیڅ کمښت ندی راغلی، له همدې امله یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي موقعیت څخه فعال دفاعي حالت ته راستانه شي: (( له نن څخه موږ باید د دښمنانو په پټنځایونو د برید په اړه فکر وکړو ، نوښت وکړو … او د دښمنانو د پټېلپاره هیڅ چیرې نه پریږدو.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته د مارچ په ۲ مه له افغان ځواکونو سره جګړې بیا پیل کړې دي.
طالبان له بریدونو سره هم مهاله د ۵ زره بندیانو خوشې کیدل هم غواړي، خو افغان حکومت وایي، تر هغو به یو طالب بندي هم خوشې نه کړي تر څو دا ډله اورکم ونه کړي.
تازه د افغان حکومت د تماس ډلې د سکایپ له لارې طالبانو سره دوه ساعته مذاکرات کړي دي خو ورته یې ویلي چې د بندیانو خوشې کولو تر څنګ پر افغان ځواکونو باید بریدونه کم شي.