تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په بلجیم کې د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قومندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي او په افغانستان کې یې د دغه سازمان د فعالیتونو په اړه ورسره غږېدلی دی.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دوشنبې د ورځې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په دوام او له افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه کاږي چې جنرال بالر د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه وستایل او له افغان ځواکونو یې د ملاتړ دوام ته د ناټو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

همدا راز اسدالله خالد هم د افغان ځواکونو په روزنه، تمویل او تجهیز همدارنګه د سولې په پروسه کې د ناټو د همکارۍ مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو مالي او روزنیز ملاتړ ته ژمنتیا وښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *