پاکستاني رسنیو د افغان کرکټ بورډ د سرپرست اجرائیه له قوله لیکلي چې که پاکستان وغواړي افغانستان به ورسره د کرکټ برخه کې مرسته وکړي.

اسدالله خان ویلي، د افغانستان کرکټ ټولو برخو کې تر پاکستان ښه دی او که پاکستان غواړي له افغانستانه مرسته غوښتلی شي.

پاکستاني رسنۍ اکسپریس ټلویزیون د اسدالله خان په حواله زیاته کړې، پاکستان ته په کار ده چې تخنیکي او کوچینګ برخه کې له موږ مرسته واخلي: (( ما خپله هم باکستان کې کرکټ کړی دی، ګاونډي هیواد کې راته په برخه شوي ملاتړ ډېر څه راکړي دي، خو اوس د افغانستان کرکټ ډېر ښه دی.))

اسدالله خان ویلي، له پاکستان سره د لوبو د سیریز برابرولو په اړه پرېکړه یوازې د افغان کرکټ بورډ د مشر واک دی.

نوموړي هیله ښودلې چې د دواړ هیوادونو تر منځ د لوبو د سیریزونو جوړولو په اړه د حل یوه لار راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *