تاند- ایران، چې عموماً په افغانستان کې تروریستی بریدونه په تېره بیا پر لوېدیځو هدفونو حملې نه محکوموي، په مزارشریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید په ډېرو تنودو الفاظو غندلی دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي په مزارشریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید یو وحشیانه عمل وباله.
ایرنا په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې لیکلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا ښاغلي قاسمي وویل« دا بې رحمانه برید د دې بېروونکو عناصرو پر ضد د نړیوالو د یووالي پر ضرورت او د ټولو حکومتونو او ملتونو او همداراز د نړۍ له لوري د ګډو هلوځلو او کلکې مبارزې پر اړتیا تاکید کوي.»
ایرنا دا خبر په خپله فارسي ویبپاڼه کې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري نه و خپور کړی.
ایران عموماً په افغانستان کې د طالبانو بریدونو ته د «تروریستي» کلمه نه کاروي خو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو بریدونه تقریباً تل تروریستي بولي.
د مزارشریف برید پاکستان هم د معمول په شان غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د مزارشریف د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې «د وحشي تروریستي ډلو له لوري د تروریزم د خپرولو په وړاندې مبارزه د نړیوالو تاریخي او حساس مسوولیت بولي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندی، په افغانستان کې د جرمني پر دیپلوماتیک دفتر برید د تروریستي ډلو او د افغان ولس د دښمنانو ترمنځ د اړیکو ښکاره بېلګه ګڼلې او ویلي چې له دي، داسي ښکاري چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو او د هغو د ملاتړو حضور زیات شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي قاسمي دا هم ویلي چې په مزارشریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید وښودله چې ترهګر هیڅ حدود، ملت او موقعیت نه پېژني.
په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو لاس ته د مزارشریف د لوېدو په مهال شاوخوا ۱۱ ایراني دیپلوماتان او کارکوونکي ووژل شول.
ویل کېږي چې پر مزارشریف ښار د طالبانو تر بشپړ کنټرول وړاندې ایراني دیپلوماتان د پاکستان د پوځ او استخباراتو غړیو له خوا ووژل شول څو طالبان لا منزوي او پاکستان ته لا زیات محتاجه شي.
دغو عناصرو ورته اقدام د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال له پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله سره وکړ.