په سیندونو یا قاموسونو کې د دې اصطلاح بشپړ او علمي تعریف نه شو موندلی. جان هینلز په دې اړه لیکلي: «په ورځنۍ ژبه اسطوره د تخیل او غیر واقعي مانا په توګه کارول کیږي او د دې کار اصلي مشوق آکسفورډ انګلیسي سیند دی چې د اسطورې تعریف یې دا ډول کړی: (هغه روایت چې خالص افسانوي اړخ ولري). دغه تعریف ګمراه کوونکی دی او داسې ترې زباتیږي چې اسطوره باید داسې نیمه واقعي کیسه وګڼل شي چې ښايي ریښتیا یا هم دروغ وي. په پښتو او فارسي قاموسونو کې اسطوره عربي کلمه بلل شوې او په دوه ډوله توجیه شوې ده: لومړی دا چې «اساطیر» د «سطر» له فعل څخه چې د لیکلو مانا لري را وتلې او د جمع صیغه یې اسطار، اسطیر، اسطور یا اسطوره ده. دویم دا چې «اساطیر» د «اسطوره» جمع ده او اسطوره کلمه هم د «ایستوریا» (Istoria) یوناني کلمې عربي شوې بڼه ده چې په انګلیسي ژبه کې هېستوري(History) د تاریخ په مانا او سټوري(Story) د کیسې او داستان په مانا راغلې ده.

په اروپايي ژبو کې اسطوره موت(Mouth) بلل کیږي چې د خولې، بیان او روایت مانا لري او دا هم له میتوس(Muthos) یوناني کلمې اخستل شوې چې کیسې، افسانې، خبر، حکایت او داسې څه ته ویل کیږي چې واقعي وجود نه شي درلودای. همدارنګه له دغې کلمې بیا د مېتولوژي(Mythologie) یانې اسطوره پېژندنه او میتوګرافي (Mythographie) یانې اسطوره لیکنه کلمې هم راوتلې دي.

اسطوره په اصلاحي مانا: د یوه فرهنګي نظام په توګه یوه ټولنیزه پدیده یا سمبولیک حالت دی چې د نړۍ، د نړۍ د سرچینې، په طبیعت کې د انسان د مقام او دریځ په اړه او همدارنګه لوړو یا عرشي ځواکونو په اړه عمومي نړۍ لید بیانوي.

د اسطورې تعریف:

اسطوره یوه موهومه کیسه(conte bieu)، د ژویو کیسه، د مینې کیسه(romance) او ولسي داستان دی. اسطوره د ځانګړو خصلتونو کیسه ده، یانې هغه نقل او روایت دی چې خدایان په کې بنسټیز رول لري. اسطوره منحصرا ً هغه عقلاني پدیده ده چې احساس په کې هېڅ رول نه لري.

اسطوره د هغه سپېڅلي او معنوي سرګذشت کیسه ده چې په ازل رامنځ ته شوی او په سمبولیکه، تخیلي او له وهم ډکه بڼه وايي چې یو شی څنګه منځ ته راغلی، ژوند کوي او له منځه ځي. یانې دا چې اسطوره حکایت کوي چې څه ډول د مافوق الطبیعي موجوداتو په وسیله یو واقعیت یا یې یوه برخه رامنځ ته شوی. ځکه نو، اسطوره تل د یوه خلقت روایت دی او وايي چې یو شی څه ډول پیل شوی دی.

به بل عبارت، اسطوره د خدایانو او مافوق الطبیعي موجوداتو په اړه هغه کیسې دي چې اصلي ریښه یې د بخوانیو انسانانو دیني اعتقادات جوړوي، د ژوند پیل، مذهبي معتقدات، مافوق الطبیعي ځواکونه، قهربانۍ او خیالي اتلولۍ بیانوي. اسطورې تاریخي حقیقت نه لري او جوړونکي یې نا پېژاند دي. اسطوره اخلاقي اړخ نه لري او په کې د طبیعت مظاهرو، پېښو او آفتونو ته انساني شخصیت ورکړل شوی او د دوی له پاره اتلولۍ کښل شوې دي.

او په پای کې، اسطوره د خدایانو، پرښتو، مافوق الطبیعي موجوداتو او په عمومي توګه د نړۍ په اړه هغه کیسې او روایتونه دي چې یوه قوم د خلقت په اړه په خپل تفسیر کې ترې کار اخستی. 

د اسطوري جوړښت:

نامتو اسطوره پوه میرچا الیاده ( Mircea Eliade په ۱۹۰۷ کال د رومانیا په پلازمېنه بخارېست کې زیږدلی) د اسطوري جوړښت داسې بیان کړی دی:

  1. اسطوره د مافوق الطبیعي موجوداتو د کارونو تاریخ جوړوي
  2. دغه تاریخ او سرګذشت دقیقا ً سم، ریښتا او سپېڅلی دی
  3. اسطوره تل په خلقت او تکوین پورې اړه لري، کیسه کوي چې یو شی څه ډول رامنځ شوی
  4. د اسطورې پېژندل د څیزونو د اصل پېژندلو، منشاء او بیروني معرفت په مانا دي
  5. اسطوره تل یو ډول ژوندۍ ده او ورسره ژوند کیږي.

څرنګه چې اسنان تل په دې هڅه کې دی چې خپله نړۍ او طبیعت وپېژني، پټ رازونه او تیاره ګوټونه یې کشف کړي، ځکه نو لمر، سپوږمۍ، ستوري، آسمانونه، ځمکه او د ځمکې طبیعي پېښې تل د مختلفو بشري اقوامو د توجه په مرکز کې وو او له دې امله چې دغه مظاهر یې خدایان ګڼل، د انسان او دغو خدایانو ترمنځ یې د یو ډول اړیکې او پیوستون په شته والي عقیده لرله. له همدې امله د اسطورې د تاریخ په اړه ویل کیږي چې اسطوره پېژندنه له عرش څخه فرش ته د خدایانو را کښته کېدو څخه پیل شوې ده. الیاده د اسطورې جوړښت په منظمه توګه مشخص کړ، د هغه اساسي محور یې په ګوته کړ او د خلقت روایت وباله؛ د اساطیرو آیینونه او سمبولونه یې سپېڅلی او معنوي امر وګاڼه.

د اسطورې ډولونه:

ایراني لیکوال دوکتور اسماعیل پور په خپل اثر«اسطوره، بیان نمادین» کې د اسطورې بېلابېلو اړخونو ته په کتو سره، په مختلفو برخو وېشلې ده چې لنډیز یې دلته وړاندې کیږي:

  1. ریښه يي او بنیادي اسطورې: دغه شان اسطورې د نړۍ، آسمانونو، لمر، ځمکې، ستورو او انسانانو په خلقت پورې اړه لري، د نړۍ ریښه او سرچینه په ګوته کوي، د عالم د پیدا کېدو او پیداکوونکي په اړه خبرې کوي.
  2. د وروستۍ ورځې اسطورې: دغه اسطورې د جهان د پای، د ځمکې، آسمانونو او لمریز نظام د نابودۍ، وروستۍ اور لګېدنې او قیامت ورځې په اړه خبرې کوي. دغه اسطورې له هرڅه ډېرې د مرګ سرچینه مطرح کوي. د انسان، عالم او کایناتو مرګ. په اکثریت اسطورو کې مرګ د ژوند پای نه دی بلکې تل داسې ازلي وخت شته چې مرګ ورته لاره نه لري.
  3. د ژغورنې اسطورې: ځینې اسطورې د انسان او جهان د سرښندنو او ژغورنې په اړه دي. له دې څرګندیږي چې د ملتونو په اساطیرو کې وروستۍ بریا او د خیر ځواک ته هیله وجود لري.

 

  1. د خدایانو اسطورې: په نړۍ کې د شته اسطورو یوه له مشهورو ډولونو هم د آسماني موجوداتو او خدایانو اړوند اسطورې دي. دغه شان اسطورې تر ډېره د یوه داسې ستر او متعال خدای په اړه خبرې کوي چې د نورو خدایانو مشري کوی. لکه زئوس/ ژوپیټر، د خدایانو خدای، انکی/ مردوک، اهورا مزدا او نور.

 

  1. د سپېڅلو اسطورې: د کنفوسیوس، زردشت، بودا، مانی او نورو لرغو سپېڅلو کسانو او پیغمبرانو ژوند په اساطیري روایتونو کې بیان شوی دي.

 

  1. د کاهنانو اسطورې: د ځینو ملتونو اسطورې هم د کاهنانو او مقدسو پادشاهانو په اړه روایتونه دي، لکه د ګېلګمېش روایت چې هم د اوروک ښار ستر پادشاه او هم د هغې خاورې نامتو پهلوان دی او هره خوا اتلولۍ کوي.

 

  1. د بخت او تقدیر اسطورې: د لرغونې پېر انسان فکر کاوه چې د دغه د برخلیک او ستورو د حرکت ترمنځ تړاو شته او له دې امله یې د آدمیانو بخت او تالې د ستورو په حرکت کې لټولې. په ځینو اساطیرو کې د عالم پر برخلیک د خدای اقتدار ښکاره دی. د یونان په اساطیرو کې هم زئوس څو شخصیته لري، یانې بخت او برخلیک یې په لاس کې دي خو کله کله نه شي کولای، حتا تر دې چې د خپل زوی ساریدون ژوند وژغوري.

 

  1. د یاد او هېرولو اسطورې: دغه شان اسطورې تر ډېره د لرغونو ټولنو د مراتبو په سلسله پورې اړه لري. په باب عروج کې د نړۍ او معرفت په اړه بنسټيز معلومات هغه څه نه دي چې په اسانۍ سره ترلاسه شي. یاد، د ژوند او خلاقیت پایه ده او هېرول په تیارو او مرګ کې د لاهو کېدو په توګه د ځان سرچینه او بنسټ دی.

 

  1. د اتلانو اسطورې: ډېری اسطورې د یوې سیمې یا ملت د اتلانو او پهلوانانو د ژوند احوال دي. د یونان په اساطیرو کې د هراکلس او آشیل په سرګذشت کې د اتلانو اساطیرو مضامین لیدلای شو. د زمري ښکار ته د هراکلس تلل، د دوولسو خانانو داستان، په پلوپنز، کرت، ترکیه او نورو سیمو کې د ده حیرانوونکې جګړې، تروا ته د آشیل سفر، د دې مبارزې او د اپولون له فرمان څخه د سرغړونې په پلمه د بارش په لاس یې غمجن مرګ، دا ټولې د نړۍ د اتلانو تر ټولو زړه راښکونې اسطورې دي.

 

  1. د ژویو او بوټو اسطورې: د ژویو او بوټو په اړه روایتونه د لرغونې زمانې په اساطیرو کې پرېمانه دي. ګڼ ژوي او بوټي د ملتونو او قبایلو ترمنځ تقدس لري او توتمي رول لوبوي. حتا حیواني او ګیاهي خدایان هم په دغو اساطیرو کې ترسترګو کیږي داسې چې ځينې ژوي او بوټي سپېڅلتیا لري، د نارغیو په درملنه، ښکار او بزګرۍ کې مهم رول لوبوي.

اسطوره د څه له پاره؟

اسطوره له ډېرې پخوا زمانې راهیسې له بشر سره موجوده وه، خو پوښتنه دا ده چې اسطوره څه ګټه لري؟ اسطوره پېژندونکي وايي بشر د اسطورو له مطالعې څخه د یوه ملت له تاریخ څخه نیولې تر فرهنګ او د پرمختګ تر تمدن پورې هرڅه پېژندلی شي، همدارنګه کولای شو د پخوانیو زمانو دودونه، باورونه، عقاید او فرهنګ هم له اسطورو څخه را وباسو. د اسطورو تر ټولو ښکاره ګټه د طبیعي او فرهنګي حقایقو توجیه او سپیناوی دی. د بېلګې په توګه، د شمالي امریکا د سور پوستانو یوه اسطوره د جوارو د دانې پیدا کېدو منشاء په ډاګه کوي. کولای شو ووایو چې د لرغوو اسطورو په څېړنې او مطالعې سره کولای شو د یوې ټولنې فرهنګي او ټولنیزې کړنې په ښه توګه تجزیه او تحلیل کړو. په هنر او ادبیاتو کې هم له اسطورو څخه ډېره ګټه اخستل شوې او دغه چاره د هومر له ایلیاد او اودیسه څخه ښه څرګندیږي. د اسطوره پېژندنې بله ګټه دا ده چې کولای شو د قومونو پېژندنې او ولسي معرف په برخه کې ترې کار واخلو.

اسطورې د اساطیري زمانې د انسانو له پاره د داسې پل حیثیت درلود چې د دوی او شاوخوا نړۍ ترمنځ یې ذهني اړیکه ټینګوله او په بنسټیزه توګه یې د دوی دودونو، کړنو، اخلاقیاتو، مقرراتو، ټولنیز او کورني ژوند او عقایدو کې ریښه لرله. لومړني انسان د اسطورو په مرسته د نړۍ او طبیعت رازونه او معماوې په تمثیلي او سمبولیکه بڼه توجیه کولې او د اسطورو په تحلیل سره کولای شو د لرغونو قومونو له عقایدو، طبقاتي جوړښت او دودونو ځان خبر کړو.

اساطیري موجودات:

ارباب الانواع، ارواح، توتمونه، آسمانونه، پیغمبران او… هغه لوبغاړي یا عناصر دي چې اسطورې یې په اړه کیسې کوي، مګر داسې اسطورې هم شته چې د سپېڅلو داستانونو په بڼه دي، د جهان، خدایانو او انسانانو خلقت شرحه کوي. ځینې اسطورې چې وايي آداب، رسوم، قواعد او مقررات څه ډول وضع شوي او ځینې نورې بیا د انسان او جهان د راتلونکي برخلیک په اړه خبرې کوي.

اسطوره، افسانه او حماسه

حماسه او افسانه هغه کلمې دي چې تر ډېره له اسطورې سره یوځای یا د ځینو له خوا مترادفې کارول کیږي. څېړونکو هڅه کړې د دغو کلمو تر منځ مانايي کرښه را کاږي، ورته والي او توپیرونه یې په ګوته کړي. دلته به هم هڅه وشي چې د هرې یوې تعریف وړاندې او له یو بله یې توپیرونه په ډاګه شي:

حماسه: هغه وصفي شعر دی چې په کې فردي یا قومي پهلوانیو، اتلولیو، مېړانو، ویاړنو او افتخاراتو ستاینه کیږي او د ژوند ټول اړخونه را نغاړي. په حماسي منظومه کې یوازې جګړې او وینې بهول نه دي شامل بلکې یوه بشپړه حماسي منظومه باید د یوه کس یا قوم د مېړانې او اتلولیو له توصیف سربېره د هغه عقاید، نظریات او تمدن هم بیان کړي او دغه خاصیت د نړۍ په ټولو سترو حماسو کې شته دی. زلمی هېوادمل لیکي:

«حماسه د ادبیاتو په موضوعي یا معنوي ډولونو کې یو ډول دی، چې د یو ملت، قوم، قبیلې او یا شخص د میړانې او تورې کیسې او جنګي کارنامې په حکایتي ډول بیانوي…. که په حماسه کې اتل یو شخص، یوه قبیله او یا یو ملت وي، اما شرط پکې دادی چې د شخص، قبیلې، قوم او ملت کارنامې، تورې او میړانې به یې په داستاني شکل بیان کړي وي.»

همدارنګه حماسه د یوه ملت د تمدن یا د تمدن د یوې برخې څرګندونه د تمدن د زیږدو په حال کې کوي. نو له دې په ډاګه کیږي چې حماسه د تمدن له منځ ته راتګ وروسته د یوه ملت اتلولۍ، عقاید او ویاړونه بیانوي او په یوه ټاکلې زمانه پورې اړه لري، حال دا چې اسطوره ازلي ده او ټاکلی وخت نه لري. له دې سربېره، په اسطورو او حماسو کې د خدایانو رول هم توپير لري؛ د پخوانیو قومونو ډېری خدایان په حماسو کې د پادشاهانو او پهلوانانو په توګه راڅرګندیږي، مګر برعکس، د یوه قوم ډېری ستر پادشاهان او پهلوانان د هغه قوم په اساطیرو کې د خدایانو په بڼه څرګندیږي.

د اسطورې او حماسې بل لوی توپیر وخت او زمان دی. په اسطوره کې وخت تاریخي نه دی بلکې په ازلي او ابدي توګه جریان لري. یانې اسطوره بې زمان او مکان ده. اساطیري مکان هم ازلي او مقدس بنسټ لري او ممکن په آسمانونو، ستوریو، لمر، نور، سپوږمۍ یا هم د بحرونو په تل کې وي.

خو داسې هم نه ده چې حماسه او اسطوره له یو بله هېڅ اړیکه نه لري، بلکې حماسه د اسطورې یوه برخه ده. د حماسې او اسطورې اړیکه دومره ده چې د حماسې یو ډول «اساطیري حماسه» ده. اساطیري حماسه تر ټولو پخوانی او اصیل ډول دی او په ماقبل التاریخ پورې اړه لري، لکه د ګېل ګمېش سومري – بابلي حماسه چې له میلاد مخکې درېیمه پېړۍ پورې اړه لري. د ایلیاد، اودیسه، رامیانه او مهابهاراتا ځینې برخې هم په اساطیري حماسو کې راځي. ځکه نو ویلای شو چې د حماسې او اسطورې اړیکې سره نیږدې دي، یانې په حماسه کې هم اساطیري پېښې او اتلان رول لري او اسطوره د حماسې لومړنۍ سرچینه ده.

افسانه:د لغت په کتابونو کې له افسانې سره د اسطورې لغت مترادف کارول شوی او په ادبي لحاظ هغه سرګذشت ګڼل شوی چې د انساني ژوند په خیالي پېښو، حیواناتو، الوتونکو، د دېب، پېري، ښاپېریانو او اژدهاوو په څېر ډاروونکو موجوداتو پورې اړه لري. افسانه له رمز او راز، اخلاقي او ښوونیزو مقاصدو سره مل وي او تر ډېره د لوستونکو د سرګرمولو او تفریح له پاره لیکل کیږي.

د افسانې او اسطورې ترمنځ توپیر هم په دوو برخو کې را لنډولای شو: تقدس او تخیل. اسطورې تر ډېره مقدسې او ریښتینې ګڼل کیږي، خو افسانه غیر مقدسه او تر یوې اندازې تخیلي وي. افسانې چې په تېره زمانه کې نامشخص وخت لري، د لرغونو زمانو د اسطوره يي روایتونو هغه پاتې شوني دي چې د ټولنې د مادي او معنوي تحولاتو او دین له منځ ته راتګ سره یې خپل مقدس اسطوره يي رول له لاسه ورکړی او د ناسپېڅلو افسانوي روایتونو په توګه پاتې شوي دي.

افسانه د خلکو په عادي ژبه کې هغه دودیزې کیسې دي چې تاریخي او نیمه تاریخي مخینه لري. ځکه نو د مافوق الطبیعي او مقدسو موجوداتو اړوند اسطورې او د دې نړۍ په حقایقو پورې تړلې نیمه تاریخي او نسبتا ً تخیلي افسانې سره توپیر لري. افسانه په ولس کې د منل شویو اتلانو، پهلوانانو او سپېڅلو کسانو په اړه روایتونه دي چې که څه هم کرېکټرونه یې د دې نړۍ دي، خو له عادي نړۍ څخه نه دي او له عادي وګړو سره توپير لري او لرغونو قومونو د اساطیري شخصیتونو( خدایانو او آسماني ځواکونو) او افسانوی شخصیتونو ترمنځ توپیر کاوه. د هغوی په اند، خدایان تقدس لري حال دا چې افسانوی اتلان یوازې محبوبیت او جذابیت لري. اسطوره «ریښتینی او حقیقي سرګذشت» خو افسانه «ناسم او تصویري سرګذشت» دی.

دا خبره باید له یاده ونه باسو چې د اسطورې او افسانې ترمنځ د توپیر کرښه خورا نازکه ده او دغه اصطلاحات باید په ډېر احتیاط سره وکارول شي. اسطوره حتا هغه وخت چې د مشخصو پېښو روایت کوي هم له انساني دوران سره متفاوت اساطیري دوران څرګندونه کوي، حال دا چې افسانه تقریبا ً تل له انسان سره هممهاله ده. اسطوره کولای شي په افسانه کې رسوخ وکړي خو افسانه هېڅکله نه شي کولای د اسطورې واک سیمې ته ننوځي.

اخځلیکونه:

  1. الیاد میرچا. اساطیر، مناسک، نمادها. د منصور مدني ژباړه، تهران، انتشارات شابک، ۱۳۹۴.
  2. هېواد مل، سرمحقق زلمی. پښتو مصنوعي حماسې، د ماسټرۍ دورې لکچر نوټ، کابل ۱۳۸۹.
  3. جورج سمیت. د ګلګمېش افسانه. د زبیح الله صاحب ارغند پښتو ژباړه، مومند خپروندیه ټولنه، جلال آباد، ۱۳۹۴.
  4. رضائی،مهدی، آفرینش و مرگ در اساطیر، چاپ اول ،ص ۲۳ .
  5. وارنر،رکس، دانشنامه اساطیر جهان، برگردان: ابوالقاسم اسماعیل پور، ص۱۵ .
  6. اسماعیل پور، ابوالقاسم، اسطوره،بیان نمادین، انتشارات سروش، چاپ اول، ص۱۳ .
  7. جان هیتلز. شناخت اساطیر ایران. د ژاله آموزګار او احمد تفضلي ژباړه، تهران، انتشارات چشمه، ۱۳۶۸.
  8. ویلیام داتي. اساطیر جهان. د ابوالقاسم اسماعیل پور ژباړه. تهران، انتشارات اسطوره، ۱۳۹۲.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *