پیسې د اقتصادي سیستم او جریان یوه مهمه برخه ده داسې چې د ټولو اقتصادي فعالیتونو، کالیو یا توکو او چوپړونو ارزښت د پیسې په وسیله ټاکل کیږي.
که مو پیسه درنه او با ارزښته وي نو په ټوله کې به د پیر غښتلی ځواک ولرو او د نورو توکي او خدمات به ارزانه رانیسو. د هیوادونو تر مینځ د پیسو یا اسعارو واحدونه بیلابیل دي یعنې ټول هیوادونه خپل خپل پولي واحدونه لري.
د اوسني نړیوالتوب په لړ کې هیوادونه له اقتصادي اړخه یو د بل سره تړلي دي، په همدغه ترڅ کې هیوادونه یو له بل سره سوداګریزي اړیکې لري او خپل تولید شوي توکي او خدمات یو په بل پلوري. دا چې د هیوادونو پولي واحدونه سره توپیر لري نو طبعي ده چې د دغه پیر او پلور لپاره باید خپل اسعار سره تبادله کړي تر څو د هر هیواد په اړونده کرنسۍ د هغوی توکي او خدمات وپیري.. بیلابیل اسعار چې په کوم نرخ یو د بل سره تبادله کیږي د اسعارو د تبادلې د نرخ په نوم یادیږي.
په لنډ ډول د تبادلې نرخ د بهرنیو اسعارو له مخې د یو هیواد د پیسو د قیمت څخه عبارت دی، یا د تبادلې نرخ هغه نرخ دی چې له مخې یې یو پولي واحد د کوم بل پولي واحد سره بدل یا تبادله کیږي. د بیلګې په ډول په افغانیو د یو ډالر قیمت 60 افغانۍ دی نو د افغانیو سره د یو ډالر د تبادلې نرخ 60 افغانۍ او که د یوې افغانۍ د تبادلې نرخ په ډالرو سره پیدا کوو نو یو ډالر په ۶۰ افغانیو ویشو چې په دې صورت کې به د ډالرو له مخې د یوې افغانۍ قیمت یا د تبادلې نرخ 0.0166667 وي.
اوریدلې به مو وي چې ځینې هیوادونه په لوی لاس د خارجې اسعارو په مقابل کې د خپلو پیسو ارزښت را ښکته کوي؛ دغې چارې ته چې دولتونه په شعوري توګه او د ځانګړو پولي پالیسیو په وسیله په یو ثابت نرخ سره د نورو اسعارو په مقابل کې د خپلې کرنسۍ د تبادلې نرخ راکموي Devaluation وایي. هغه حالت ته چې د دولت د کومې ځانګړې پالیسۍ پرته د مارکیټ د ځواکونو ( عرضې او تقاضا) په وسیله د خارجي اسعارو په مقابل کې د یوې کرنسۍ ارزښت رالویږي Depreciation وایي. نوموړې دواړه حالتونه د بهرني اسعارو په مقابل کې د کورنۍ کرنسۍ بې ارزښته کیدل ښایي خو لومړنی حالت یې په شعوري او د ځانګړو ګټو په موخه رامینځ ته کیږي او دوهم یې په نا مطلوب ډول د بازار د قواوو د کړنو او برخورد پایله وي چې مرکزي بانک یې د بیلابیلو لارو چارو په کار اچولو سره مخنیوی کوي. له تاسو سره به هم پوښتنه پیدا شوې وي چې له بهرنیو پیسو څخه د کورنیو پیسو د ارزښت کمول خو نا معقول کار دی او څومره چې شونتیا ولري باید د کورنیو پیسو کم واحدونه هیواد ته د ډیرو بهرنیو پیسو د راوړلو وړتیا ولري نو بیا دولتونه ولې په داسې یو عمل لاس پورې کوي؟ ستاسو د پوښتنې د ځواب لپاره دلته د پیسو د ارزښت د کمولو د ګټو او زیانونو دواړو څخه په لنډ ډول یادونه کوو.
ګټې:
د devaluation په وسیله د یو هیواد د صادراتو قیمت رالویږي دا چاره د کورني تولید لپاره د بهرنیو وګړو تقاضا را جذبوي او صادرات ورسره لا زیات پراخیږي خو دا په هغه صورت کې چې یو هیواد په کور دننه په پراخه پیمانه تولید ولري او په ډیرو اړتیاوو کې پر ځان د بسیا والي تر څنګ د توکو او خدماتو د صادرولو ځواک هم ولري. طبعي ده چې د صادراتو نوموړې پراختیا به د تادیاتو د بیلانس د کسر په له مینځه وړلو کې ستره ونډه ولري. همدارنګه د صادراتو لوړه کچه به مجموعي تقاضا زیاته او چټک اقتصادي پرمختګ ته به لار هواره کړي.
زیانونه:
د پیسو د ارزښت راکمول د بیلابیلو لاملونو له امله پړسوب یا انفلاسیون ته لار هواروي. واردات به په کورنۍ کرنسۍ سره ډیرې لوړې بیې ولري ځکه د بیرون څخه وارداتي توکي په بهرنیو اسعارو پیرودل شوي وي او د کورنیو اسعارو د ارزښت د کموالي له امله به دغه توکي په کور دننه ډیر لوړ قیمتونه ولري. همدارنګه د مجموعي تقاضا زیاتوالی هم پړسوب یا انفلاسیون ته لار هواروي ځکه د انفلاسیون د لاملونو څخه یو هم د زیاتې شوې تقاضا له امله رامینځ ته کیدونکی انفلاسیون دی چې Demand pull Inflation ورته وایي. له بله اړخه devaluation د یو هیواد د وګړو د پیر ځواک کموي، په ځانګړي ډول کله چې بهرني هیوادونو ته د کوم کار او یا چکر لپاره ځي. د یو هیواد د پیسو چټک بې ارزښته کیدل په نوموړې هیواد کې د پانګونې لپاره بهرني پانګوال دوه زړې کوي ځکه دا چاره د وخت په تیریدو سره د هغوی د شتمنیو ارزښت را کموي. ځینې اقتصاد پوهان د تجربو پر بنسټ ادعا کوي چې د اقتصادي رکود په حالت کې devaluation په اقتصادي پرمختګ او غوړیدا کې اغیزمن ثابتیدای شي او د انفلاسیون د رامینځ ته کیدو لامل کیږي نه، خو د اقتصادي سوکالۍ او عروج پر وخت د نوموړې پالیسۍ عملي کول د انفلاسیون په زیاتوالي کې ستر رول لرلای شي.
په هر صورت د پیسو د ارزښت د راکمولو پالیسي باید په بشپړې پاملرنې او احتیاط سره تر لاس لاندې ونیول شي؛ دا چاره به هغه وخت ګټورتوب ولري کله چې د یو هیواد کرنسۍ د تبادلې نرخ د نړۍ ډیری مهمو پیژندل شوو هیوادونو د کرنسیانو څخه لوړ وي په دې صورت کې به مطلوبو موخو یعنې د سوداګرۍ د بیلانس توازن او د صادراتو زیاتوالی ته لار هواره شي. له بله اړخه د اقتصادي پرمختګ او د صادراتو د زیاتوالي په موخه د نوموړې پالیسۍ عملي کول شاید په دې اړوند د هیوادونو تر مینځ سیالي رامینځ ته کړي او ډیری هیوادونه په متقابل ډول د خپلو پیسو ارزښتونه د نورو اسعارو په مقابل کې راکم کړي چې د یو هیواد د devaluation په پالیسۍ به منفي اغیز ولري او پایلې یې شاید سرچپه را وخیژي.
مخکي مو وویل چي ډیری هیوادونه په راکړه ورکړه کې له خپلو ځانګړو کرنسيانو څخه کار اخلي، خو د دې تر څنګ ځینې داسې هیوادونه هم شته چې د یو بل هیواد کرنسي د خپلې چلښت وړ کرنسۍ په توګه مني او یا هم یو څو هیوادونه سره یو ځای کیږي او په ګډه سره د یوې کرنسۍ څخه استفاده کوي. دا چې یو هیواد په خپلو کورنیو او بهرنیو راکړو ورکړو کې د یو بل هیواد غښتلې او ټول منلې کرنسي کاروي د ډالرایزیشن Dollarization په نوم یادیږي. له بله اړخه کله چې یو څو هیوادونه په ګډه سره په خپلو منځونو کې د یوې ځانګړې کرنسۍ په چلند موافقه کوي د اسعاري اتحادیې یا Currency Union په نوم یادیږي چې ښه بیلګه یې د ځینو اروپایې هیوادونو تر مینځ د یورو پر شریکې کرنسۍ توافق دی چې وروسته به پرې خبرې وکړو.
ډالرایزیشن ډیری وختونه په مخ پر ودې او هغه هیوادونو کې چې بشپړه ازادي و نه لري او یا هم تازه خپلواکه شوې وي صورت نیسي. غیر رسمي ډالرایزیشن خو نزدې د نړۍ په هر هیواد کې شتون لري. غیر رسمي ډالرایزیشن په دې مانا چې د یو هیواد د کورنۍ کرنسۍ د چاپ او چلښت تر څنګ ځینې راکړې ورکړې په بهرنیو اسعارو تر سره کیږي. رسمي ډالرایزیشن بیا هغه حالت ته ویل کیږي کله چې بهرنۍ کرنسي په رسمي ډول د یو هیواد د قانوني کرنسۍ په توګه ومنل شي او ټولې راکړې ورکړې لکه د قرضونو او مزدونو تادیه، خرڅلاو، مالیه او نور ټول تادیات د همدغه بیروني کرنسۍ په وسیله تر سره شي. دا په یاد لرئ چې د ډالرایزیشن څخه وروسته خپلې کورنۍ کرنسي ته بیرته ګرځیدل یا د هغې بیا رواجول ستونزمن کار دی؛ له همدې امله ډیری هیوادونه دغه کار ته زړه نه ښه کوي. ډالرایزیشن ګټې او زیانونه دواړه لري چې دلته یې د هر یو څخه یادونه کوو.
ګټې:
نوې کرنسي د اقتصادي ثبات سره مرسته کوي او د اقتصادي ثبات په پایله کې بهرنۍ پانګونه را جذبیږي. د خپلې کرنسۍ په توګه د یوې بهرنۍ منل شوې کرنسۍ ټاکل د انفلاسیون مخنیوي کوي، همدارنګه د تبادلې لګښتونه او د devaluation زیانونه له مینځه ځي. نور بيا…