تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: د پښتونخوا ملي ګوند یا نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ولسنشر غني ته د دویم ځل واک سمبالونې او په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.

ښاغلي اسفندیارولي خان پر خپله ټړیټر پاڼه لیکلي: ((‏افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني ته په دوېم ځل د افغانستان ولسمشري دې مبارک وي، دا د دې خاورې او د ولس د خپلواکۍ، جمهوريت او امن لپاره لوی زېری دی.))

نوموړي ویلي، افغان ولس هم د ستاینې وړ دی چې په دومره ستونزو کې یې د خپل مشر د ټاکلو لپاره له خپل جمهوري حق څخه استفاده وکړه او رایه یې وکاروله.

دغه ملتپال مشر ویلي چې په افغانستان کې امن د ټولې منطقې د امن لپاره مهم دی.

تر ده وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو محسن داوړ، علي وزیر، وړانګې لوڼۍ او ثنا اعجاز هم په وار سره ولسمشر غني ته د بیا ځل ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې او د افغانستان د سوکالۍ هیله یې ښودلې وه.

ولسمشر غني ته له نړیوالې ټولنې او ګڼو سیاسي مشرانو له لوري د مبارکیو رارسیدو لړۍ روانه ده.

One thought on “اسفندیارولي خان: د اشرف غني بریا د افغانانو د خپلواکۍ او امن لوی زیری دی”
  1. د لر اوبرعظیم افغان ملت په یوه چټکه بیداری سره روان دی د خپل ارتقا او پیشرفت قدمونه اخلی ، تل دی دا عظیم ملت متحد ، آباد سرلوړی او په خپلو پښو ولاړوی – د اسفندیار صاحب نه ډیر مننه ,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *