تاند، جمعه، د میزان ۵مه: په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیمې د سولې تامین لپاره د ګډې ستراتیژۍ په جوړولو ټینګار کړی خو وايي، په دې برخه کې کوچنۍ تېروتنه هم سیمه د بربادۍ سره مخ کولی شي.

 ښاغلي اسفندیارولي خان د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د د ۲۳م تلین په مناسبت یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې بیا راژوندي کېدل د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده.

ښاغلي اسفندیار خان، ډاکټر نجیب الله د باچا خان د مبارزې پلوي یاد کړی او زیاته یې کړه، هغه د خپل هېواد د سولې لپاره استعفا ورکړه خو افغانستان یې پرېنښود: (( په څه ډول چې ډاکټر نجیب الله شهید کړای شو دا د افغانستان لپاره تر ټولو  ستر ناورین و، هغه په انساني وقار او عزت باور درلود او د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره یې هڅې کولې.))

ښاغلي اسفندیار د کابل او ا سلام اباد د اړیکو په تړاو ویلي، دواړه لوري باید خپل خارجي سیاستونه د لویو قدرتونو د ګټو لپاره نه بلکې د خپلو خلکو د ګټو لپاره عیار کړي.

ښاغلي اسفندیار پر پاکستان او افغانستان غږ کړی چې د سیمې د ثبات لپاره دې په ګټه ستراتیژۍ کار وکړي، خو په دې برخه کې کوچنۍ تېروتنه هم دریم نړیوال جنګ جوړولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ