لیکوال: استاد  عبدالکبیر صالحي

ژ: نصیر غورځنګ

اوله برخه

اسلامي بنسټ پالنه، چې ځینې اسلام پال یې (سیاسي اسلام) بولي، یو مهم بحث دی او اسلام د یوې داسې طرحې او کاملې برنامې په توګه معرفي کوي، چې په دې هر اړخیزه برنامه او طرحه کې، سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ټول مسایل نغښتي دی او د (الاسلام هو الحل) بیرغ په اوچتولو سره چلنچ ورکوي، چې د بشر د ټولو ستونزو او کړاوونو یوازینۍ ممکنه حل لاره اسلام دی.

د اسلامي بنسټ پالنې دغه ټول غوښتونکي طرحه اسلام پالو او د دوی دې ایډیالوژۍ ته دا جرت ورکوي، چې ووایي:

(د نړۍ د هرې ټولنې په ځانګړې توګه د مسلمانې ټولنې بدبختي په دې کې ده، چې له اسلام څخه لرې دي او په دې توګه د یو راډیکاله اسلامي حکومت په پښو درول ډير مهم دي).

اسلامي بنسټپال په دې عقیده دي، چې د حق او باطل یا خیر او شر جکړه د تاریخ له پيل څخه تر اوسه او له اوس څخه تر قیامته دوام لري او بلاخره به حق پر باطل غالب شي او خیر به د شر ځای ونیسي؛ په همدې دلیل دوی د اسلامي حکومت شتون ډير اړین بولي څو یې په مټ د خیر او شر یا حق او باطل جګړې رهبري کړي او د حق د بریالیتوب لپاره زمینه برابره کړي.

د اسلامي بنسټپالنې اور د شلمې پيړۍ له هغو مسلمانو څخه را پورته شو چې په فکري او سیاسی بحران کې ګیر وو او ډېر زور یې د عثماني امپراطورۍ په سقوط سره واخیست.

عثماني خلافت، چې د ټولې اسلامي نړۍ سیاسي استازولي یې کوله، په سقوط سره یې  مسلمانانو د یو ژور شک او ځوړتیا احساس وکړ او له یو لوی نامعلوم برخلیک سره مخ شول. په همدې اړدوړ کې د لومړي ځل لپاره حسن البنا په ۱۹۲۸م کال کې د اخوان المسلمین بنسټ پاله ګوند بنسټ کیښود څو ددې ګوند په مټ د مسلمانانو تللی هویت بیرته تر لاسه کړي.

دې ګوند د خپل فکر او سیاسي لارې په وهلو څو نور بنسټ پالي ګوندونه هم په خپله غیږه کې وروزل او د سید قطب د ایډیا په خپلولو سره د نړۍ د بنسټ پالو ګوندونو په قطار کې راغلل.

اسلامي بنسټ پالنه یو اړخیزه مذهبي ایدیالوژي نه ده؛ بلکې مختلف مذهبي جریانونه تر خپل چتر لاندې راولي؛ نو په همدې اساس په سني مذهبه او شیعه مذهبه ډلو کې ډیر پيروان لري.

په سني مذهب کې یې مشهورې ډلې اخوان المسلمین، جماعت اسلامي، حزب التحریر، دیوبندیزم او د جهادي سلفیت ډلې دي او په شیعه مذهب کې یوازې خمینیزم د اسلامي بنسټ پالنې داعیه لري.

ددې دوو مذهبونو تر منځ ډير شمیر مذهبي اختلافونه شته، چې دا دوه ډلې سره جلا کوي؛ خو یوازینۍ سبب چې دا دوه ډلې تر یو چت لاندې راولي هغه اسلامي بنسټ پالنه ده، چې دواړه ډلې پرې عقیده لري.

په حقیقت کې یادې شوې ډلې ټولې په دې نظر دي، چې اسلام یعنې سیاست یا سیاسي اسلام او سیاسي اسلام یعنې حکومت کول؛ نو د همدې لپاره ټولې ډلې کوښښ کوي، چې د حکومتونو واګي په لاس کې واخلي او د دین په نوم په خلکو حکومت وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي بنسټ پالنې تاریخي مخینه ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو ته رسیږي. لومړني هغه کسان چې افغانستان ته يې د اسلامي بنسټ پالنې تخم راوړ د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ځینې استادان وو، چې په مصر کې د زده کړو پر محال اخوان المسلمین ګوند جذب کړي وو او افغانستان ته یې په بیرته راتګ سره ددې ایدیالوژۍ تریویج ته مټې را ونغښتې او د همدې لپاره یې د ( جمعیت اسلامي افغانستان) ګوند تا‌‌ئسیس کړ.

ددغه ګوند مشري تر ۱۹۷۲ م کال پورې د غلام محمد نیازي پر غاړه وه، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د دیپارتمنت ريئس وو؛ خو غلام محمد نیازی د ځینو امنیتي ستونزو له امله د ګوند له مشرۍ شاته شو او پر ځای یې برهان الدین رباني د ګوند مشر وټاکل شو.

د برهان الدین رباني او غلام محمد نیازي تر څنګ ډير نور بنسټپالي هم وو، چې د ګوند د فعالیتونو د انسجام او پرمختګ لپاره یې کار کاوه. له دې جملې کولای شو منهاج الدین ګهیځ، سیف الدین نصرتیار، سید محمد موسی توانا، عبدالرب رسول سیاف، صبغت الله مجددي، یونس خالص، انجنیر حبیب الرحمن او ګلبدین حکمتیار یاد کړو.

له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۷۲ کلونو پورې د ګوند فعالیتونه خپل اوج ته رسیدلي وو او د ګوند ډیره پاملرنه په علمي او اکاډمیکو مرکزونو وه، چې په یادو مرکزونو کې ددې ګوند یوې څانګې (سازمان جوانان مسلمان) جلب او جذب کاوه او د ګوند مشرانو د خپل نوي په پښو ولاړ ګوند لپاره د فکري تغذیي غم کاوه. د سید قطب د اثارو په ژباړلو سره یې د مصر د اخوان المسلمین او د خپل ګوند تارونه ټینګ کړل او د ځینو مقالو او نشریو په چاپ سره یې په افغانستان کې په چپي ګوندونو مستقیم او غیر مستقیم ګزارونه پيل کړل.

په ۱۹۷۲ کال کې د ګوند مشرانو د ګوند لپاره د نوې اساسنامې په تدوین کار پیل کړ او د علمي مرکزونه څخه یې پښې په نظامي او سیاسي ډګرونو کې هم خښې کړې او د هغه کسانو په جلب او جذب یې کار پيل کړ، چې اسلام پاله مفکورې یې درلودي.

د همدې لپاره یې انجنیر حبیب الرحمن او قومندان احمدشاه مسعود وګمارل، چې په پوځ کې د ګوند لپاره جلب او جذب پیل کړي.

د ګوند له دې چټکو پرمختګونو او بلند پروازیو څخه د یو راډیکاله انقلاب بوی تر سپږمو کیده؛ نو کله چې سردار محمد داوود خان په ۱۹۷۳ کال کودتا وکړه په اسلام پاله ګوندونو یې ځمکه سره تبۍ وګرځوله او د جمعیت او نورو اسلام پالو ګوندونو د غړو په نیولو او اعدامولو یې پیل وکړ.

د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ کلونو په منځ کې د جمعیت اسلامي ګوند د غړو نیول چټک شول او د برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار په ګډون د ګوند ډیر غړي ګاونډي هېواد پاکستان ته وتښتیدل او هلته یې د اسلامي بنسټ پالنې فعالیتونه پيل کړل.

د پاکستان پوځ او حکومت ته چې دا موکه په لاس ورغله؛ نو د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو ته یې د داوود خان د حکومت پر ضد د وسلوال بغاوت زمینه برابره کړه؛ خو برهان الدین رباني چې پوهیده ګوند یې د داوود خان د نظام پر وړاندې مقاومت نشي کولای انکار یې وکړ؛ ولې ګلبدین حکمتیار ډیر ژر وسلوال بغاوت ته چمتو کړای شو.

په ۱۹۷۵ کال کې حکمتیار د داوود خان رژیم په وړاندې په وسلوال بغاوت پیل وکړ؛ خو ددې بغاوت پلان او برنامه ډیره ساده او غلطه جوړه شوې وه؛ نو د داوود خان د رژیم لخوا سخت وځپل شو. ددې بغاوت اکثره غړي چې د پوهنتون افراطي محصلین وو ځینې یې بې قید او شرطه په دار شول، ځینې یې زندانې او شکنجه شول او څوک چې په تیښته بریالي شول پاکستان ته ولاړل.

ددې بغاوت په ځپلو سره د جمعیت ګوند د مشرانو تر منځ اختلافونو زور واخیست. ګلبدین حکمتیار د جمعیت اسلامي ګوند نه جلا شو او د حذب اسلامي ګوند یې تائسيس کړ.

ددې انشعاب سره اکثره پښتانه راډیکاله د حزب اسلامي ګوند سره یو ځای شول او تقریباٌ ټول تاجیک بنسټ پالي د جمعیت اسلامي ګوند سره پاتې شول او افغاني اسلام پاله ګوندونو قومي لار غوره کړه او د قوم په نوم سره بېل شول.

د ۱۹۷۸ کال د کمونیستي کودتا سره افغاني بنسټ پالو د کمونیستي دولت پر وړاندې د جهاد بیرغ پورته کړ او نوي سنګرونه، قومي جوړښتونه او ګوندونه يې جوړ کړل.

د کمونیستي کودتا سره په لومړي ځل بسنټ پالو شیعه ګوندونو هم د افغانستان سیاسي او نظامي ډګرونو ته را ودانګل. د آصف محسني تر مشرۍ لاندې حزب حرکت اسلامي، پاسداران جهاد اسلامي او نصر ګوندونه تشکیل شول.

شیعه اسلامي ګوندونه اکثره د ایران د مالي او تسلیحاتي مرستو څخه برخمن وو او خپل فعالیتونه یې د ایران له قوم، مشهد او تهران ښارونو څخه تنظیمول.

تر دې پخوا افغان جهادي ګوندونه چې د ژبې او قوم په نوم سره جلا شوي وو، د شیعه اسلامي ګوندونو په راتګ سره دې بیلتون مذهبي رنګ هم غوره کړ او د مذهب په نوم هم سره وویشل شول.

د افغاني اسلام پالو ګوندونو تر منځ قومي، ژبني، سمتي او مذهبي جګړو او اختلافونو سره سره په ۱۹۹۲ کال کې افغان جهاد د سیمې د هیوادونو او نړیوالو په بې خرته مرسته بریالی شو او د کمونیستي رژیم آخري سټه هم له بیخه و ویستل شوه؛ خو د افغان جهاد مشرانو ددې پر ځای چې د کمونیستي دولت له سقوط څخه سمه ګټه واخلي او یو ملي محور رامنځته کړي، د ژبې، قوم او مذهب په نوم یې کورنۍ جګړه پيل کړه.

د افغان جهاد د مشرانو تر منځ کورنۍ جګړې د اسلامي بنسټ پالنې د پروژې د پای ته رسولو یو سبب شو. افغاني اسلام پالو چې د داوود خان حکومت راهيسې یې همدا چیغې وهلې چې که واک لاسته ورغی له افغان خاورې به جنت جوړوي؛ په خپل منځي جګړو کې یې د مذهب او ژبې په نوم په زرګونه کسان له تیغه تیر کړل او د افغانستان خاوره یې په دوزخ بدله کړه. همدارنګه د سني او شیعه اسلام پالو ډلو تر منځ په جګړو کې د کابل ښار په کنډوالو بدل شو، په زرګونه اوسیدونکي یې ووژل شول، په لکونو کسان معلول شول او په ملیونونو کسان له خپلو کورونه څخه بې ځایه شول او یو ډول بدویت او بربریت په افغان خاوره حاکم شو، چې همدې کورنیو جګړو، وژنو، او لوټ مار په افغانستان کې د اسلام پاله ګوندونو ستنې ولړزولې او د خلکو د کرکې او نفرت سره مخ شول.

د انعطاف منونکي اسلام پالنې ښکاره کېدل:

د اسلامي بنسټ پالنې انعطاف منونکي پدیده هغه وضعیت ته اطلاق کیږي، چې بنسټ پال د خپلو اصلي موخو، چې د اسلامي حکومت په پښو درول او د اسلامي شریعت تطبیق دی را ګرځوي او د سیکولري موخو لکه د بشر حقوق، د ښځو حقوق، د قانون حاکمیت او… سره یې پخلا کوي.

د اسلامي بنسټ پالنې د انعطاف منونکی اصل بلاخره د اسلامي بنسټ پالنې د ایدیالوژۍ څخه بغاوت او سرکشي کوي، د اسلامي بنسټ پالنې اصلونه چې د اسلامي سیاست پیاده کول دي، چلنج کوي او د مدنیت خوا ته یې کشوي.

اسلامي بنسټ پالنه د دین په (میم زرما واړه زما) اصل ډير تاکید کوي او د پرمختګ پر ځای اسلام پخواني حالت ته کش کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي بنسټ پالنې انعطاف منونکی شکل بیا په پرمختګ، مدنیت او د یو دیموکراتیک حکومت په استقرار ډیر تاکید کوي، د دین سیاسي شکل حاشيې ته ټیل وهي، اخلاقي اړخ یې را میدان ته کوي، د ایدیالوژيکو سرحدونو ځای پلورالستیک سرحدونه نیسي، د دیني حکومت په پښو درول له لومړیتوب څخه لویږي او په مقابل کې یې یو ټول شموله، انتخاباتي او دیموکراتیک حکومت په پښو دریږي.

په حقیقت کې که وګورو په یوه ټولنه کې په انعطاف منونکي اسلام پالنې د اسلامي بنسټ پالنې بدلول ډیر وخت او دقت غواړي اوټول مراحل باید په کراره طی کړي یا د یو سیاسي اسلام بدلول په اخلاقي اسلام باندې یو اوږد سفر دی، چې ښايي ډیر وخت ونیسي.

دغه سفر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له سقوط څخه وروسته پیل شو. موږ په لومړي ځل د بُن په کنفرانس کې ولیدل چې اسلامي بنسټ پال د انعطاف منونکي اسلامي بنسټ پالنې سره یو ځای شول.

په دې کنفرانس کې چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه د جرمني په بُن ښار کې جوړ شوی وو په لومړي ځل د افغان جهاد اکثره ګوندونه سره راټول شوي وو او د یو ټول منلي دیموکراتیک حکومت ډبره یې کېښوده.

د دې موافقتنامي په امضا سره د افغانستان په تاریخ کې د اسلامي بنسټ پالنې اړخ بدل شو، افغان اسلامي بنسټ پال د دې موافقتنامې په امضا سره د سیاسي اسلام د سره خط څخه تیر شول او د اسلامي بنسټ پالنې د انعطاف منونکي اصل له کاروان سره یو ځای شول. معنا دا چې په لومړي ځل یې په داسې یو کاغذ لاسلیک وکړ، چې د اسلامي بنسټ پالنې ټول اصول یې چلینج کول او د ډیموکراسی له اصولو ( ملي پخلاینه، حقوق بشر، دیموکراسی، پلورالیسم، اجتماعي عدالت، انتخابات، د ښځو سیاسي ګډون) څخه یې خبرې کولې.

وروسته د بُن له کنفرانس څخه اسلام پالو ورو ورو د بسنټ پاله اسلام له ادبیاتو څخه فاصله واخیسته. مانا خبر یا ناخبره يې د دیموکراسۍ په ډنډ کې  پښه لاړه او ډيرو ډیموکراتیکو اصولو ته یې غاړه کېښوده.

برهان الدین رباني واک تکنوکراته قومي مشر حامد کرزي ته پرېیښود، نورو جهادي او بنسټ پاله ډلو او افرادو هم په حکومت کې د مشارکت اصل څخه په استفادي حکومتي څوکۍ ونیوې، مجددي د سنا مجلس پر چوکۍ تکیه ووهله او سیاف د پارلمان د وکالت په چوکۍ کیناست او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان ولسمشرۍ ته ونوماوه.

ځینې اسلام پال تر دې هم مخته ولاړل او له ځینو سیکولار او تیکنوکراته ډلو سره یې ائتلافونه وکړل او مخته ولاړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *