میرویس جلالزی –
اسلامي بنسټ پالني ( بنیادګرایي) په افغانستان، عراق او سوریه کې د نوري ټولي نړۍ په پرتله ښځي په ډیره بده توګه ځپلي دي.
دغه مسله د ناروي په مرکز اسلو ښار کې د ښځو په نړیوال کنفرانس کې تر بحثونو او د تر سره شویو لو لړ څیړونو د پایلو تر تحلیل او پرتله کولو وروسته اعلام شوه.
د دغه کنفرانس ګډون والو چې پکې د افغانستان، عراق، سوريي، پاکستان، ایران او د نړۍ د نورو ډیرو برخو مخکښو ښځو اود ښځو چارو فعالینو برخه لرله په یوه خوله وویل چې اسلامي بنسټ پالني د ټولنو تر بلي هرې برخې ډیر ښځو ته خطر پیښ کړی او د هغوي پر ژوند یي ناوړه اغیزي شیندلي دي.
د بشر د حقونو یو لړ مخکښو فعالینو او کمپاینراو په دغه کنفرانس کې ویلي چې د یادو ملکونو ښځي باید تر دې ډیري هیري نه کړای شي بلکې د هغوي د ستونزو لپاره رسیدګۍ ته باید جدي پلانونه او اوږد مهالي ژغورونکي پالیسۍ جوړي شي.
د افغانستان په ګډون یادو دریو ملکونو او پاکستان کې د ښځو پر وړاندي ډول ډول تاوتریخوالي موجود دي.
دغلته ښځي په بدو کې ورکول کیږي، په تصمیم ګیریو کې حق نه ورکول کیږي، ورته د دوهم موجود په سترګه کتل کیږي، اکثریت لوړو زدکړو تر لاسه کولو ته نه پریښودل کیږي، وړې ودیږي او تر څنګ یي په ډیرو مواردو کې د خپلو کورنیو له لوري شکنجه کیږي.
جنسي تیري یوه بل لوی جنایت دی چې د عراقي، افغان، سورې، پاکستاني او یو شمیر هندۍ میرمني ورسره وخت ناوخت مخامخ کیږي.
یاد هیوادونه په مطلقه توګه د ښځو لپاره امن نه دي او ښځي نه شي کولای له لمر لویدو وروسته په ډاډه زړه تګ را تګ وکړي او هغوي باید چیرته د تلو لپاره هرو مروو نارینه ملګری ولري.
په دغه کنفرانس کې د جهادیانو او جهادي نظریو په باب په یوه بحث کې ګډون والو د مستندو شواهدو په وړاندي کولو سره په ډاګه کړه چې په عراق، سوریه، افغانستان، ایران او پا کستان کې جهادیان د بنیادګرایۍ په مفکوره او تحرکاتو سره غواړي د ښځو حالت د پخوانیو لسیزو حالت ته ستون کړي.
په دغه نړیوال کنفرانس کې له افغانستان د پارلمان غړي فوزیه کوفي په هغو هیوادونو چې د ۱۹۷۰ لسیزي پر مهال یي د پخوانی شوروي د ماتولو لپاره مجاهدینو ته سپین چیکونه ورکړي ول نیوکه وکړه چې جهادیانو ته یي د جګړیزو مصارفاتو سپین چیکونه ورکړل لیکن د ښځو د حقونو د حراست او درناوي لپاره یي هیڅ راز حد ورته و نه ټاکل.
د پاکستان د بشر د حقونو فعالي حنا جیلاني وویل چې پر هغه مهال کمونیزم یو لوی خطر وو خو دا چې د هغه د ماتولو لپاره جهادیان ورزول شول نو اوس اسلامي بنسټ پالنه چې د هغوي د کړنو زیږنده ده د نړۍ لپاره لوی خطر دی.
هغي وویل: په مذهب د مذهبي بنسټ پالني خطمول ډیر خطرناک کار دی او دا پالیسي کار نه ورکوي.
میرمن جیلاني وویل چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمي تر بریدونو وروسته د بشر د حقونو فعالینو د اسلامي بنسټ پالني د خطرنونو په اړه اواز وچت کړی وو لیکن هغه آواز ته غوږ کینښودل شو او داسي لانجي را پورته شوي، میرمن جیلاني په دغه برخه کې نړیوال په خاصه توګه د نړۍ د سترو اقتصادونو درلودونکي هیوادونه تر شدید انتقاد لاندي ونیول.
په عراق کې د ښځو د یوه شلټر یا خوندي ځای مشر ینار محمد وویل چې په بغداد کې د دوي په امن کور کې هغه ښځي ساتل کیږي چې ورسره زور زیاتی شوی وي او یا هم تر تیري لاندي وي.
هغه وویل چې یزیدي میرمني په بده توګه شکنجه شوي او د اسلامي بنسټ پالني په نامه حتی یوه میرمنه تر ۱۵ ځله پوري خرڅه کړای شوي په داسي حال کې چې بریټانیا او امریکا هلته لا هم پراخ حضور لري لیکن هر څه ته له نږدې د نظاره کونکي په توګه ګوري.
ګرانو لوستونکو
سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم.
ټوله اسلامي نړی او اسلامي امت پدې باندې تل سرښکته کوي او خپل ځان پدې شرمېدلی بولی چې د خدای جل جلاله په مخلوق کې د نارینه سره یوشان او له ښځینه سره د اسلام او دین تر نامه لاندې بل شان چلند ترسره شي. په نړي کې مسلمانان پریږده آن کفار او نامسلمانه ولسونه هم پدې پوه دي چې کوم شي چې د اسلام او دین او یا شریعت تر نامه لاندې ترسره کیږي هغه ټول ددغه سپېڅلي دین د بدنامولو لپاره نړیواله کفري دسیسه ده چې د هغو جاهلو او نااهله تش په نامه مسلمانانو په کړنو او ویناوو پلې کیږي چې په پوه یا په ناپوهۍ باندې د بل چا لپاره کارکوي. د اسلام په مبارک دین کې چې کوم مقام الله تعالی ښځو ته ورکړي د هغه ښه ژباړه پخپله مسلمانې ښځې کولای شي. له دې سره سره باید د ښځو په وړاندې یوازې نه بلکه ټولو مخلوقاتو په وړاندې د انساني چلند روزنه د بشري ټولنې ټولو غړو ته ورکړل شي.
پدغه ناسته کې د افغان ښځو په استازیتوب د مېرمن کوفي ګډون کومه په زړه پورې خبره نده او که یاده ناسته هم د کوفی صاحبې په شان وي نو بیا به نه پسې ګرځو.
افغانستان باید دغه شان غونډو ته چې علمي، څېړنیزې او روزنیزې وي باید داسې استازې ورولیږي چې دافغانو غیرتي مېرمنو د کلک هوډ او متین عزم ښه استازیتوب وکړای شي.