تاند- اسلامي حزب وايي، که روسیه د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له لیري کولو سره موافقه هم ونه کړي، حکمتیار به کابل ته راشي.

د حکمتیار د اسلامي حزب مطبوعاتي مسوول محمد نادر افغان رسنیو ته وویل چې روسیه به د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم پر نه ایستل کېدا اصرار ونه کړي خو که یې بیا هم موافقه ونه کړه حکمتیار په هر حال کابل ته راځي.

روانه اوونۍ وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل، په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېري کېدو په لار کې خنډونه جوړوي.

پرون د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار اکرم خپلواک هم په دې برخه کې د روسیې خنډونه تایید کړل خو ویې ویل چې د روسیې اندېښنې به لیري شي.

خپلواک د روسیې ترڅنګ د فرانسې یادونه هم وکړه خو ویې ویل چې د فرانسې ملاحظه وروسته له دې ختمه شوه چې ولسمشر غني د دغه هیواد حکومت ته لیک واستاوه.

د حکمتیار مطبوعاتي مسوول ښاغلی افغان وايي، روسیه هم د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفه نه ده.

ده ادعا وکړه چې روسي چارواکو له اسلامي حزب سره تماس نیولی او ورته ویلي یې دي چې د بندیزونو په پای ته رسولو کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.

نادر افغان همداراز هیله څرګنده کړه چې د ګډ کمیسیون په مرسته به د افغانستان له محبسونو د اسلامي حزب ۴۰۰ بندیان ژر خوشي شي.

2 thoughts on “اسلامي حزب، د روسیې له مخالفت سره سره حکمتیار کابل ته راځي”
  1. دا د روسې مخالفت نه بلکې د شمالي ټلوالې مخالفت دی. اوس ټولو افغانانو ته پوره ثابته شوه چې د مسعود پیروان د روسې ګوډاګیان دي او هر څه د روسې په خوله او پیسو کوي. بې شرمو افغانستان خو تاسو د همدې روسي بادار لپاره د جهاد او مقاومت په نوم هم وخوړ او هم مو وران کړ.

  2. Northern alliance will definitely be against Hikmatyar and his people to be settled in the country, because they see that would limit their power.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *