تاند- د افغانستان اسلامي حزب وايي چې په کابل کې د حکمتیار د ژر تر ژره ځای پر ځای کېدو او په راتلونکو انتخاباتو کې د دغه ګوند د ګډون لپاره هلې ځلې کوي.

د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له وتلو وروسته په پلازمېنه کابل کې د اسلامي حزب د مشر لپاره ځای ټاکل شوی او تیاري روانه ده چې په یو لړ مراسمو کې نوموړی کابل ښار ته داخل شي.

د حکمتیار نوم د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د جمعې په ورځ وروسته له دې وایستل شو چې د افغانستان له حکومت سره یې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د «حزب» په اعلامیه کې د ښاغلي حکمتیار په قول ویل شوي چې اسلامي حزب به د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې پر عملي کېدو ټینګار کوي او حکومت غواړي چې د دغه ګوند بندیان خوشي کړي، له نصرت مېنې او نورو کمپونو څخه د دوی بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې لپاره مځکه ورکړي او په دولتي ادارو کې د حزب کدرونو ته کار ورکړي.

د اسلامي حزب په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د افغانستان حکومت ژمنه ورسره کړې چې د حزب معلولانو او د شهیدانو وارثانو ته به معاش ورکوي، حکمتیار او د حزب د مرکزي شورا نورو مشرانو ته به استوګنځي ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *