تاند- حزب اسلامي وايي، یو مهم بندي غړی یې په پلچرخي کې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.
اسلامي حزب نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي محمد وزیري د یوه بل بندي له لوري په چاړه وهل شوی دی.
مولوي وزیري اصلاً د هلمند ولایت اوسېدونکی دی خو د کابل په پلچرخي محبس کې بندي و.
ویل شوي چې نوموړی لومړی سخت ټپی شو خو په روغتون کې د درملنې په ترڅ کې سا پرې کړه.
اسلامي حزب د محبس ځینې ساتونکي په دې قضیه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.