انجنیر ګلبدین حکمتیار د هیواد یوه ستره علمی او جهادي پانګه ده، د هیواد په علمي او سیاسي ډګر کې یې ډیر د پام وړ رول لرلی دی، هغه یو مذهبي لارښود او جهادي قائید دی، په حجره او مدرسه کې ممتازمدرس او په سیاسي میدان کې بیا ستر مبارز او مجاهد بلل کیږي. زه د ښاغلي حکمتیار شخصیت ته ډېر درناوی لرم، خو غواړم د یو افغان په توګه د نوموړي په وروستي اقدام یو څه ولیکم.
داعش په حقیقت کې هر څه چې دی او څنګه چې دی، لمن یې د عراق، سوریې، لیبا او مصر څخه نیولې بیا تر شمالي افریقا او جنوبي، منځنی او شرقي آسیا پورې د غځېدو په حالت کې ده. د دغې ډلې له خوا ډله ییزو وژنو، د مذهبي او نژادي لږکیو وژلو، د ښځو تښتولو، د خبریالانو او پوځيانو سرونو غوڅولو د خلکو ذهنیت له سخت حالت سره مخ کړی دی. اسلامي دولت د “خلافت” جوړولو هڅه کوي، چې په لړ کې به یې یو سیاسي او مذهبي مشر د اسلامي شریعت مطابق واکمني چلوي.
که څه هم دغه ډله اوس په سوریه او عراق کې محدوده ده، خو ژمنه یې دا ده چې د اردن او لبنان د سرحدونو په ماتولو سره به فلسطین ازادوي او ایران، افغانستان او پاکستان ته به هم سر وښکته کړي. له دغې ډلې سره د نړۍ له ګوټ- ګوټ نه سخت دریځي مسلمانان یوځای شوي، خو دغه ډله له خپل خلیفه ابراهیم عوض ابراهیم علي البدري السامرائي، چې په ابوبکر البغدادي شهرت لري، سره د بیعت کولو لپاره دعوت کوي.
د اسلامي دولت ډلې ریښې د “توحید او جهاد” له هغې ډلې سره نښلي، چې په ۲۰۰۲ کال اردني ابو مصعب الزرقاوي جوړه کړې وه. د زرقاوي تر وژل کېدو وروسته په ۲۰۱۰ کال البغدادي ددغې ډلې مشر شو، خو جګړه ییزه تګلاره یې لاپسې سخته کړه. په ۲۰۱۳ کال، دغې ډلې هره میاشت لسګونه بریدونه کول. او د سوري ولسمشر بشارالاسد د نظام پروړاندې له جنګېدونکو ډلو سره د “نصرت جبهې” د ډلې تر چتر لاندې یو ځای شوه.
که څه همه د “اسلامي دولت” ډله سني ده، خو تر ټولو سخت دریځه قوانین لري، چې پخپل اند یې دا یو ټینګ ایمان لرونکې او په حقه ډله ده. دوی پر دې اند هم دي، چې ګني – له مسلمانانو پرته- نوره نړۍ د اسلام د ځپلو او ختمولو لپاره هڅې کوي، همدا ده چې دوی د مسلمانو او نامسلمانو پرضد بریدونه کوي.د “اسلامي دولت” ډله د سزاګانو له مخې سرونه غوڅوي، اعدامول کوي، او د خپل دښمن د وېرولو لپاره ډله ییزې وژنې کوي.
دا چې داعش څنګه ده او به منځنۍ اسیا او عربي نړۍ کې څه کوي او په افغانستان کې کومو موخو ته فعالیت کوي ټولو ته روښانه ده. کله چې ددغې ډلې حضور په افغانستان کې تایید شو، نو سم له مخې له وسلوالو طالبانو سره په فکري او نظامي جګړه کې ښکیله شوه. د طالبانو تحریک او داعش یو د بل پر وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د جګړې اعلان وکړ.
خو تر ټولو حیرانوونکي خبره له داعش څخه د جهادي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار ملاتړ دی چې په ناڅاپه ډول يې افغانان او نړیوال حیران کړل، ځکه ټول افغانان او ډيری اسلامي هېوادونه د داعش له کړنو خوښ نه دي او هغه کوم ترورستي کړنې چې داعش تر سره کوي ټولو ته د غندلو دي، خو سوال دادی چې ولي د اسلامي حزب امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار له داعش څخه ملاتړ کړی دی؟
نوموړي په یوه بیان کې له خپلو جنګیالیو پلویانو غوښتي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت او طالبانو ترامنځ په جګړه کې د داعش ملاتړ وکړي. په دې ملاتړ سره حکمتیار نه یوازې د افغانانو د ارادې تمثیل وکړ بلکې په ښکاره يې د تروریزم او ورانکارۍ ملاتړ وکړ. حزب اسلامي په افغانستان کې يو سياسي- پوځي سازمان دى چې د دغه ګوند د مشر او غړو د ادعا له مخې، په ١٣٤٨لمريز کال کې په افغانستان کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ تاسيس شو.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د افغانستان له پياوړو جهادي ګوندونو و چې د افغانستان په ټولو ولايتونو، شمال، سوېل، لوېديځ او ختيځ کې يې پوځي مرکزونه او وسله وال لرل.
د اسلامي حزب تاریخي پیر ته په کتو څو چنده له اسلامي دولت څخه په جهاد او اسلامپالنه کې ډیر سابقه لري، خو دا چې د دې حزب امیر د داعش د کړنو او د دې ډلې پلوي کوي په دې سره به د اسلامي حزب موقف د خلکو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
که څه هم د د اسلامي حزب امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د افغان حکومت مخالف دی او په یو شمېر بریدونو کې چې له امله یې بې ګناه افغانان وژل شوي ښکیل دی خو بیا هم ښاغلی حکمتیار د خلکو په زړونو کې ځای لري او تمه ښه یې چې دی به د هېواد د بحران د حل توان ولري، خو د داعش څخه د حکمتیار ملاتړ د دې لامل شو چې زما په ګډون ګڼ افغانان په ویره کې کړي.
شننونکي او سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې داعش به په چټکۍ سره وسلوال طالبان مات کړي او د دوی ځای ناستي به شي، نو ګمان کیږې د طالبانو ترماتې وروسته به اسلامي حزب ته هم سرخوږی جوړ کړې چې په دې سره به بیا اسلامي حزب ته سخته تمامه شي. نو تر دې وړاندې چې له داعش سره په جګړه واوړي کیدی چې د اسلامي حزب امیر د ځان د بقا په خاطر د اسلامي دولت ملاتړ کړی وي.
This traitor has run out of money and meanwhile his Boss (pak) told him to help its movement now or else…
Salamoona.
Pakistan ISI ordered to Gulbadin help Dahesh.Gulbodin is not a free man .He listened 30 year to ISI Pakistan.He is one of good weater en servent of ISI pankistan.Gulboodin is big idioot en stopied man.
که یوه ډله او بیا د حزب اسلامي په څېر سابقه لرونکې ډله له چا ملاتړ کوي، نو ضرور به يې له مخې ورسره کتلي او موافقې ته رسېدلې وي. په دې توګه، د دوی ترمنڅ د مقابلې امکان باید نه وي.
ډیرو درنو دو ستا نو السلام علیکم و رحمته الله و بر کاته! د قدر من هو تک صا حب تبصره پر وا قعیتو نو ولاړه ده ، خو زما په اند دد اعش لپاره د طا لب او حزب اسلا مي تو پیر ماته نه ښکاري، که په لمړۍ مر حله کې د حزب اسلا مي له ملا تړ څخه د طا لبا نو په ځپلو کې ګټه پورته کړي په دو همه مر حله کې همدا دا عش د اسلا مي حزب په ځپلو پیل کوي .
شا ید دافغانستان په سیاسی لوبو کی ده او دده ګوند ته توجه نکول /په هغو تورونو یی متهمول چی دی نسبت نوروته تری پاک دی /دده پر څای سیاسی طرحوته دسیاسی ملحوظا تو په رڼا کیښی اهمیت نورکول/په قصدی ډول دده دشخصیت مجروح کول او بدنامول /او یا داسلا می دولت دمشرانو سره د جهاد د دوران د ملګرتیا او د هyهغوله مخو سره یوالی /او نور………دداسی حوکتونو سبب شووی /اګر چی داد ښاغلی رسمی دریڅ ندی چه رسمآ اعلان شویوی /صرف دیوه ویبسایډ کشفیا ت دی او بس.
قدرمن ورورهوتک صاحب! السلام علیکم ورحمة الله
محترما: نن دحزب اسلامی رسمی سایټ دغه خبره کاملا ردکړیده . فلهذا کوم تشویش چی تاسواویانوروسره موجودوی کاملاپری رفع کیدلای شی .