تاند- داعش یا اسلامي دولت وسله والې تروریستي ډلې، افغان طالبان دوه مخې (منافقین) او د کفارو ګوډاګیان وبلل، ویې ویل چې طالبان باید په هرځای کې چې وي، ووژل شي.
د ایران د اهل بیت نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې طالبان له اسلام سره خیانت کوي.
د داعش قوماندان وویل، د طالبانو غړي او پلویان یې باید په هر ځای کې چې وي ووژل شي او د دوی شتمني او جایداد ضبط شي.
د اهل بیت نیوز خبري اژانس پر اساس، داعش دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې وویل چې دوی د داعشي تروریستانو د ځپلو کلکه اراده کړې ده.
اهل بیت نیوز د خپل راپور په دوام کې لیکلي«مجاهد دا ژمنه هم کړې چې اسلامي امارت به د افغان ملت په همکارۍ د داعش پر ضد جګړه یوه شېبه هم ونه دروي.»
اهل بیت داعش تروریستي ډله بولي خو طالبانو ته نه یوازې د تروریستي ډلې نوم نه اخلي بلکې په ډېرو برخو کې یې د طالبانو د ویاند څرګندونې هو بهو نقل کړي او دا ډله یې اسلامي امارت بللې ده.
د افغانستان حکومت وايي چې وسله والو طالبانو یوازې د روژې په میاشت کې تر ۲۰۰ زیات افغانان وژلي دي.
سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال ایران د دې ډلې د حکومت تر ټولو سخت مخالف و خو په وروستیو ۱۶ کلونو کې ایران او طالبان سره خواږه دي. طالبان په افغانستان کې د ایران ګټې او ایران پلوه عناصر نه ګواښي او ایران په دې خاطر چې د طالبانو د حملو هدفونه په افغانستان کې لوېدیځوال او یا د ایران د ملي او کلتوري ګټو په لار کې خنډ وګړي دي، طالبان یې ځان ته ورنژدې کړي دي.
پرون /یکشنبه/ وسله والو طالبانو د هرات په چیشت شریف ولسوالي کې د سلما بند په هدف په حمله کې لږترلږه ۱۰ پولیس ووژل او څلور نور ټپیان کړل خو اصلي هدف، یعني د سلما بند ته ونه رسېدل.
ایران په زغرده وايي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو او پر هلمند سین د بندونو جوړېدا ورتنه شي منلی.
ایران د طالبانو او نورو جنایتکارو ډلو په وسیله په ځلونو پر سلما، د فراه پر بخش اباد او د نیمروز پر کمال خان بندونو حملې کړي دي.
اهل بیت نیوز په خپل راپور کې د ذبیح الله مجاهد په قول وړاندې لیکلي«اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د اشغال پر ضد مبارزه پیل کړې ده. افغان طالبان د داعش له خطره خبر دي او د ملت په همکارۍ یې دا تروریستي ډله نه ده پرې ایښې چې په افغانستان کې ځان ته د پښو ځای ومومي.»
ایران داعش خپل تر ټولو ستر دښمن بولي ځکه چې دا ډله له شیعه مسلمانانو سره ځانګړې دښمني پالي او په افغانستان کې د دې ډلې برضد په مبارزه کې د افغانستان د حکومت د هلوځلو په ځای پر طالبانو اتکا کوي.
ایران په خپلو رسنیو کې د ولسمشر غني، د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت د ريیس معصوم ستانکزي او د مشرانو جرګې د ريیس عبدالهادي مسلمیار پر ضد تبلیغاني کمپاین جاري ساتلی او د داعش پر ملاتړ یې هم تورنوي.
ههههههه څوک چی په جهاد خپل مور وطن سمبه کوي، پخپله به په هماغه جهادی سمبه، سمبه کیږي. اوس ورته ټینګ شی د پنجاب حرامیانو. جلادی تنظمیونو هم افغانستان په پنجابی جهاد سمبه کولو خو بیا خپله سمبه شول او اوس مړی سترګی ذلیل کابل کی ناست دی او له امریکا یی لاسونه چاپیر کړی چی خدای په لیاز مه ځی. جهاد لکه هیرویین یکطرفه جاده ده …
دطالم لپاره ظالم په کار دی